د لوېدیځ رسنیؤ خولې وازې کړې دي او دا یوه ګرېټئ یې پوري وهلې ده چي له ۲۰۱۴ کال پسته به افغانیستان لېوان وخوري. تالیبان به بیا کابل ونیسي او که دا نه وي نؤ کؤرنئ جګړه خو به خامخا پيل سي.
ورسره ورسره دا سورنا هم ږغوي چي که امریکه او یاران یې نه وي نؤ بیا خو دا خوار افغانیستان نه پيسه لري او نه درسته.
یوه ورځ دا دروغځنې رسنئ وايي چي مرګیالی تالیب ډېر زؤرَور دئ او بله ورځ یې بیا خپل درواغ هېر وي وايي مرګیالی له ماتيې سره مخامخ دئ.
کله وايي افغان اوردو د مرګیالي سره ډغرې توان او وس نه لري. په دا سبا بیا وايي چي افغان اوردو خورا پیاړی او غښتلی ځواک دئ.
له یوې خوا وايي چي افغانیستان د امریکې او یارانؤ مرستې ته اړتیا لري بله ورځ بیا وايي چي افغان له زېرمؤ ډک دئ او وارختا وي چي کرزي د زېرمؤ او کانونؤ ټؤل تړونونه له چین او هیند سره کول.
له یوې خوا موږ ته هره ورځ دا بَبَو راپه یادوي او هیڅ بې هیڅه مو وېروي او ترهوي چي موږ به بیا درڅخه ولاړ شو او تاسي به په ښوي ډګر پرېږدو، خو له بلې خوا یې بیا درګرده ریباران ځي راځي او وايي چي هله! کرزیه!!! له موږ سره سټراټیجیک تړون لاسلیک که. موږ ته د لنګرکؤټ ایجازه راکه.
له دغؤ ناپړیتؤ سره خو افغان اولس او دولت له تېرؤ ۱۲ کالؤ راهیسې اوس ولد شوي ول. نن بیا په بروکسل کې سپین له خپل تؤر ریبار سره راغلی دئ. غواړي چي د تؤر لپاره د هغؤ ټؤلؤ کرغېړنؤ او خوړجنؤ کارونؤ چي د سپین د چؤپړ لپاره یې کړي دي ښه ګټوره بدله ورکي.
پرنګي پر ۱۴ اګست ۱۹۴۷ د پاکیستان په نامه یو داسي شی جؤړ کؤ چي نه هیواد دئ او نه یو کام. ځکه چي دلته د پنجابي په ګډون مېشت اولسونه نه له پاکیستانه خبر ول او نه یې په خپلؤ منځؤ کې کوم تړون ځله کړی ؤ.
چرته چي تړون نه وي هلته د وینؤ سېلابونؤ بهولؤ اړتیا وي. ځکه خو یې د پاکیستان جؤړولؤ لپاره لومړی پیل یې هم له پنجابي څخه وکؤ. دا بدمرغه او بدبخته اولس په ۳ جلا جلا دینونؤ ګرؤهه لرله. ځینه بوسلمانان ول، نیم یې سیکان او پاته یې هیندوان. د پاکیستان لومړئ ورځ یې په لکونؤ ووژل، نؤر یې په ختیځ او لوېدیځ پنجاب ته د څارویانؤ په بڼه راهئ کړل.
د پنجاب د وینؤ بوی لا ورک نه ؤ چي د کشمیري وینه بهول پيل شول چي لا نن بهیږي. ورپسې سملاسي د بلؤچ وژنه پیل شوه ځکه چي ټؤلنیز تړون نه ؤ. د کشمیري او بلؤچ وژنه لا په درځ کې روانه وه چي د بنګالي وار راوسېدلؤ. بیا په بنګال کې هغه ناکردې وشوې چي تاو یې لا نن هم په بنګله دېش کې ښه څرګند لیدل کیږي.
د دې ټؤلؤ وژنؤ په زؤر او مټ تؤر او سپین تر اوسه په دې توانېدلي دي چي پاکیستان، که څه هم کوم ټؤلنیز تړون نه لري، خو په یوه نه یوه بڼه یې ژوندی ساتلی دی. او بیا یې هم دا باور دئ چي دَ سؤټي په زؤر ساتي.
خو د تؤر او سپین لپاره پښتانه او افغانیستان یوه داسي خپسه ده چي په هیڅ بند یې دوی دواړه نه پوهیږي. نه زؤر مني او نه وېره. نه په جنګ باندي ورکول کیږي او نه په بمباریو، مرګیالیو او ځانمرګیؤ. سپین او تؤر دوه پېړئ ولګولې چي افغان مات کي خو مات نه کړای شؤ. څؤ ځله یې نېغ په نېغه یرغل وکؤ. کابل، کندهار، غزنی هرات او نؤرې سیمې یې په اور وسوزولې. خو له خاورؤ او هیرؤ بیا هم افغان ژوندی او پیاوړی رااوچت شؤ. بیا یې نیم هیواد ولکه کؤ او پر منځ د ډیورنډ په خنجر دوه پاره کؤ. خو بیا یې اېل نه کړای شؤ. بیا يې دا ولکه برخه په سمه او غیره نؤر هم ټؤټه ټؤټه کؤ خو لابیا یې ارمان پوره نه شؤ. نن یې ملا او تالیب څځه د لېونئ لېوئ خروړي زامن جؤړ کړل او پر افغان یې ورهواله کړل خو بیا هم افغان پوپنا نه شؤ.
Error! Filename not specified.
د دوؤ پېړيو یرغلونؤ، د پانګه والو او ټؤلنپالؤ د سړې جګړې د ناخوالؤ، د الکایدې او مرګیالې ملا د نادؤدؤ د تؤر او سپین د ټؤلؤ ناکردؤ او چالاکیؤ سره سره نن هم له شېرخان بندره رانیولې بیا دَ سیوئ تر میدانونؤ پوري د افغان کیسه همداسي پاته ده دا غرونه او سیندونه یې ګواه دي چي “دَ خیبر دره خو لار د تلؤ راتلؤ ده +++ په کابل او پېښور کې افغان یو دئ”. له ۲۰۱۴ پسته غم د افغان نه، بلکې دَ تؤرَکي دئ چي د افغانیستان له امن څخه په وېره کې دئ. افغان او افغانیستان په هیڅ شي هم نه پوپنا کیږي ان که اټومي بمونه ورباندي واچول شي لاهم. او تؤرکی بیا یو داسي د شګؤ یو نړاند کؤرکی دئ که په افغانیستان کې د امن باران هم وشي نؤ داسي به ترئ تم شي چي که جینا او چرچل که بېرته راژوندي شي نو هم پیدا به یې نه کړای شي. ګوناه یې خپله ده، څؤک چي د شګؤ بند تړي نو سېلاب به وړینه.