fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان مقالې

نیویارک ټایمز هم په درواغؤ کې نېستمن شؤ

لیکوال سرؤبن کاکړ

پخوا به د افغان اولس بي بي سي او امریکه غږ ته غوږونه نیولي ول او چي کوم خبر یې له لندن او واشینګټن د هوا په څپؤ زموږ تر هوجرؤ راوَرسېدلؤ نؤ زموږ ساده باده او سپېځلي اولس به داسي باور پې کولؤ لکه اسماني پيغام چي فرښتؤ راوړی وي. خو بیا د افغاني جالپاڼؤ او نؤرؤ جهاني رسنیؤ له برکته د بي بي سي او امریکا غږ بازار هم لږ سؤ شؤ. که څه هم امریکا غږ ډیوه، مشال او ازادئ ورسره راوَایستلې خو هغه مزه یې پاته نه ده لکه دَ چارلي ویلسن په وختونؤ کې چي وه چي د ملاهیکمتیار له شریعت ږغ راډیو سره توپیر نه شؤ کېدلای. خو د ۲۱ پېړئ په رارسېدلؤ سره دا راډیوګانې نیستمنې شوې او درؤغؤ پانګه یې دومره کمه شوه چي ان تر ډیواليتؤبه ورسېدلې. ځکه خو هره ورځ څانګې بندوي او ځینه پخواني کارمندان له کاره وزګاروي.

تر دا منځ په افغانان تازه تازه له انګرېزئ ژبې سره څه ناڅّه بلد شول. بلد څّه شول چي بس د نر زوی هغه دئ چي هره ورځ نیویارک ټایمز او واشینګټن پوسټ، ګارډین، اینډيپنډنټ او نؤرې انګرېزي ورځپاڼې ولولي. له ۱۱ سپتمبر راهیسته همدغؤ ورځپاڼؤ هغه چاره پرغاړه واخیستله کومه چي به تېرې پېړئ په ۸۰ او ۹۰ لسیزه کې بي بي سي او امریکاږغ کوله. دا تېر لس کاله یې خورا د ښکرَورؤ درواغؤ بازار تؤد ساتلی ؤ.

خو داسي ښکاري چي اوس د دغؤ درؤغجنؤ ورځپاڼؤ بازار هم لکه د نؤرې پانګوالې نړئ او پخپله د امریکې د چؤچ (اقتصاد) په شان له سؤړوالي او ډیواليتؤبه سره مخامخ دئ.

په تېره بیا دا څؤ ورځې چي د افغانیستان ګران اولسمشر، ښاغلي کرزي، په بروکسل کې د پنجابي کیاني او د هغه د انګرېزي او امریکايي بادارانؤ په مخامخ خپل افغاني او پښتني ننګ او خپلواکي ښؤدلې ده، نؤ نیویارک ټایمز هم ناکراره شوی دئ. په همدې ناکرارئ کې په بېړه یو داسي خوړجن او بدرنګ درواغ راخواره کړل چي پخپله د نیویارکټایمز چاروال ته به هم خدایږو خندا پې ورځي. دا درؤغجنه ورځپاڼه تؤر لګوي “سي ای اې ارګ ته پیسې ورکړې دي”. خو دا نه لیکي چي دا تېر ۳۰ کاله دَ افغانیستان “فساد” د چا په پیسؤ روان ؤ؟. بیا د تالیب او الکایدې مرګیالان د چا په پیسؤ پر موږ وتپل شول؟ بیا په سلګونؤ په زرګونؤ جنګسالاران د چا په پیسؤ لا نن هم بې تاجه بادشاهان دي؟

هو، موږ منو د امریکې سرکار یا سي ای اې، چي د هغه یوه برخه ده، د اوسني افغان دولت له ځینو ادارؤ سره مرسته کړې وي. لکه څرنګه چي نؤر دولتونه هم ورسره کوي. او همدا شتمن دولتونه یې له افغانیستانه پرته د اسیا او افریکې له نؤرؤ دولتونؤ سره هم د خپلؤ ګټو لپاره کوي. تر ټؤلؤ ښه بېلګه یې پاکیستان دئ چي په خیرات باندي ژوندی دئ. د افغانیستان کوم وزارت، میلي اوردو یا ارګ ته که امریکې یا کوم بل دولت د مرستې په نامه پیسې ورکړې وي هغه یې د مالګؤ منډئ مرګیالانؤ ته یا د جبل سراج بدماشانؤ ته نه، بلکې د افغانیستان ټاکل شوي او روا سرکار ته به ورکړې وي. موږ هیچا ته دا ایجازه نه ورکوو چي د افغانیستان د خپلواک سرکار، ارګ یا اولسمشر سپکاوی په بې بنسټه دروغؤ وکي.

که ریښتیا هم سي ای اې کومه ناسمه چاره ترسره کړې وي نو نیویارک ټایمز ته پکار ده چي ورڅخه پوښتنه وکي ځکه چي دا خو د امریکایانؤ پیسې دي او سي اي اې هم په امریکه کې ده. نؤ زموږ په ارګ پسې یې ولي راخیستې ده؟ د نیویارکټایمز راپور او دَ ګؤښتې دروازه د یوې اږدها دوه ژبې دي چي یوه یې له یوې سوړې او بله یې له بلې هغې راوَځي.