fbpx
پاینده خان خروټی مقالې

په سور ګل ډېر وژړېدم صنوبرمه ورانوی

ازاد اوسه د مريي عبث ژوندون دی
ډېر ځوانان د استقلال دپاره مړه دي

په خېبر پښتونخوا کښي د جديد سياست او صحافت Front Runner او د برصغير د پاک و هند د خپل واکۍ د بهير ملي سالار کاکاجي صنوبر حسين مومند سوچ و اپروچ د هر ډول رجعت پسند او ماضي پرست قوتو مخالف وو. کاکاجي صنوبر او د هغه ملګرو انقلابي نظريه د فرسوده او بوسيده سټيټس کو سره په مسلسله ټکر کښي وو. او د جبر او استحصال څخه پاک انساني ټولني جوړښت يې په مسلح جدوجهد کښي ليدی. يوې خواته که په سرکاري او غير سرکاري کچه  ځيني قوتونه صنوبريت په خاورو کښي پټول غواړي نو دا خبره دي په خلاصو غوږو واوري چي صنوبريت او حسينيت د فنا کېدو او ورکېدو  نوم نه دی.

له دريا امو څخه نيولې او بيا تر دريا اباسين پوري نن هم داسي ښاغلي ژوندي سري موجوده دي. چي د کاکا جي او د هغه د ملګرو نظريه او مبارزه د ځان ميشن ګڼي. د دوی خدمات، کارنامې او اولسي پاڅون ته د قدر سلام وړاندي کوي. زه هم په دې مينه او يقين سره په دې کار خير کښي خپله برخه  اچول غواړم چي راتلوونکی وخت به په لر او بر پښتونخوا وطن کښي د مترقي شازلميانو وي. او هغه اهل علم و سياست چي د حق صداقت په ځای په غوړ لستوڼي او په درباري ايوارډ پسي سرګردانه دي يا د زردار او زوردار په هره خبره په زور خپل غاښونه سپينوي، يا هغه درباريان چي د خپل بادار هره خبره له عظمت سره بيانوي يا هغه شاه پرستان چي د  شاه هر ظلم او استحصال ته د خير دليل او جواز پيدا کوي.او  اوږده اوږده القابات ورته جوړه وي. په علم او سياست کښي دغسي برابرزيان وختي معتبري خو پيدا کړي مګر مختورن تر دنيا تېر سي. کاکاجي صنوبر حسين مومند  او د دوی نظرياتي ملګري مفتي عبدالرحيم پوپلزی صاحبزاده محمد اسلم، محمد افضل بنګش ، شير علي باچا وغيره.  خو په خپل ژوند کښي باداري او درباريان دواړه کژلي او رټلي وو.

رښتيا خبره هم دا ده. چي خپلواکي پښتونخوا وطن ته چا په خيرات کښي نه ده ورکړې دا زموږ هغه سپين سپېڅلي خلګ وو. چي زموږ د قام او وطن ننګ او ناموس يې خوندي اوساتۍ. دا د هغه ټول معلوم او نامعلوم غازيان، شهيدانو د ويني او قربانۍپه برکت ،موږ خپله خپلواکي ترلاسه کړله او برطانوي سامراج يې په تښتېدو مجبوره کړی. او س که چيري  لږ حساب کډ وډ شوی دی. پخوا خو به قامي خايينانو ته خلګو د نبي سلام هم نه ور اچوی. سلام دي وي په هغو ټولو ملي او روحاني مشرانو باندي چا چي د ملي ناموس او ديني غيرت شمله جګه ساتلې وه.

اوس خبره دا ده چي کاکا جي خو د دې خطې د خپلواکۍ دپاره اتلس کاله د فرهنګي په خلاف مجادله و مبارزه وکړه. کاکا جي خو د پردي جرنيل او زموږ په صفو کښي موجود  د هغه اېجنټان در په ګوته کړو. کاکاجي خو د خپل ملګرو په مرسته تر پایتخت کابل او پېښور پښتو اکېډميانو مخ کښي اولسي ادبي جرګه ۱۹۴۹م کښي د يوې نرسرۍ بنياد کښېښود. کاکاجي خو د بالادست استحصالي طبقې څخه د خلاصون لپاره په ۱۹۲۶ م کښي په لومړني وار د ترقي پسند ګوند له پليټ فارم څخه شعوري او عملي هڅي پېل کړی. کاکاجي خو د اولسي پاڅون او د عوامي شعور او اګاهي لپاره په صحافتي محاذ د سر فروش، سېلاب ، شعله او ماهنامه اسلم وغيره اجرا وکړه په داسي وخت کښي چي په کوم وخت کښي اخبار ويل جرم وو. کاکا جي خو د زير دست طبقې د خپلواک ژوند او د غوره سباوون لپاره د غره په بوټو ګزاره وکړه.

اوس خبره دا ده چي خپل قام د کاکا جي لپاره څه وکړو؟؟ دا اوسني اهل قلم او سياست ولي کاکاجي صنوبر حسين مومند هېر کړی دی؟؟ څله پنځوس کاله وروسته هم د کاکاجي ديارلس کتابونه، سوانح عمري، دسهباش چندر بوس او جرمن ايډولف هټلر وغيره سره د خط او کتابت، مضمامين او مجلې وغيره ناچاپه پرتې دي؟؟ څله لوی کندهار، کابل ، کوټه ، پېښور پښتو اکېډمي، باچاخان مرکز او نوري علمي او سياسي حلقې دغه تاريخي ناچاپ اثاروغړغښه په غاړه نه اخلي؟؟؟

ايا په دې خو نه چي د سور ګل په يادولو باندي د تورګل خاطر مانده کيږي؟ که په دې چي د کاکا جي صنوبر خپل ذاتي اولاد نه درلودی؟ يا په دې چي د کاکاجي صنوبر په کارنامو باندي درباري ايوارډ نه ورکول کيږي؟ يا په دې چي کاکاجي په قبيله او فکر له غټانو او چاپلوسو خلګو څه  جلا دی؟ که په چا ښه لګېږي او که بده، موږ د خپل وس او توان مطابق په هر خلقي فورم د کاکاجي صنوبر نظريه او مبارزه ضرور بيانوو..سلام وړاندي کوو مارکسي دانشور محمد افضل بنګش ته چاچي د کاکا صنوبر پر نامه “هفت روزه صنوبر”را ايستلې وه.

د پښتونخوا وطن ټول صاحب رای او صاحب فکر ته ته يوه خبره ضرور کوم چي موږبه خپل غازيان او شهيدان نه هېروو. د خپل قامي اهل علم و سياست درانوي به کوو. مګر په هغو کښي به فرق نه کوو. د زردار او زور دار په اښاره به د خپلي خوښي او ناخوښي فېصلې نه کوو. که ځيني ليکوالان په پټه او شکاره په دې حقله ګورېزي تېروي. دا به ضرور رسواکيږي.

موږ د دې خاوري خاديمان يو، موږ د پښتونخوا وطن سربازان يو، موږ بهStrengthen the weak and weaken the strongپه خپل عمل ثابتوو. د کاکاجي افکار او خيالات به نوې جذبه او نوی انداز مخ په وړاندي بيايو. چي د درست قام ارمان او مرام پوره سي.

زه خوشال به د بازانو ښکار پرې نږدم
څو ژوندی يم دا مي کار دا مي روز ګار

تحرير: پايندخان خروټی

چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورم

journalist_paind@yahoo.com