fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان مقالې

له ملا مرګیالي اخوند سره د اوروزګان ټایمز مرکه

لیکوال سرؤبن کاکړ

(مرکچي: سرؤبن کاکړ)

اوروزګان ټایمز:      ډېره مننه چي موږ ته مو د مرکې وخت راکؤ. تاسي خو نن سبا د افغانانؤ په وژلؤ کې ډېر بوخت یاست او مرکؤ ته ته وخت نه لرئ.

ملا مرګیالی اخوند:    نه داسي نه ده. موږ ټؤل ژمی د کوټې په چاوڼئ کې له کرنېل تورکي سره مېلمانه وو. کؤر یې ودان ډېر ښه وساتلو او خورا ډېرې حورې او غیلمان یې راته برابر کړي ول. اوس هم موږ له دې ځایه دا تنکي تنکي د جنت پتنګان ورلېږو او پخپله کرار په چاوڼئ کې مزې او چرچې کوو.

اوروزګان ټایمز:       ملا ساب تاسي فتوا ورکړې ده چي پاکیستان کې ځانمرګی نه دئ او په افغانیستان کې بېخي لوی جهاد دئ، دا تاسي ولي وایاست؟

ملا مرګیالی اخوند:    هو، دا زموږ فتوا ده. ځکه چي تاسي نه ګؤرئ چي پاکیستان د ایسلام لپاره څومره غټ غټ کارونه کوي؟

اوروزګان ټایمز:       یوه بېلګه یې راته ویلای شئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    ګوره په لاهور کې د اسیا تر ټؤلؤ غټه چکله ده. پاکیستان د همدغې چکلې په منځ کې بادشاهي مسجد جؤړ کړی دئ. افغانیستان داسي کار کولای شي؟ په دې خو ټؤل افغانان د وژلؤ وړ دي.

اوروزګان ټایمز:       هو دا کار خو ریښتیا هم افغانیستان نه شي کولای. د پاکیستان بله بېلګه راته رویلای شئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    پاکیستان په توربت کې خپله “کعبه” جؤړه کړې ده چي خلک هر کال هلته توافونه ورباندني کوي. ایا چېرته چي “کعبه” وي هغه ملک د ورانولؤ دئ؟ افغانیستان ته ګوره چي نه “کعبه” لري نه “مدینه”.

اوروزګان ټایمز:       خو دوی وايي چي افغانیستان هم د لویؤ لویؤ ولیان هیواد دئ.

ملا مرګیالی اخوند:    ته دا خبرې ايله که، ولیان ملیان نشته. په پاکیستان کې سم دم نبیان راځي. ته کادیانان او احمدیان نه پېژنې چي په ربوه کې یې جنت جؤړ کړی دئ؟ تا تر اوسه په افغانیستان کي کوم “نبي” لیدلی دئ؟

اوروزګان ټایمز:       ولی په افغانیستان کې هم ډېر لوی لوی ملایان او پیران شته.هم مسجدونه شته او هم زیارتونه.

ملا مرګیالی اخوند:    د څه ملایان او زیارتونه؟ پاکیستان هم خپله “کعبه” لري او هم خپل رایونډ. ته راشه د لاهور رایونډ وګوره چي یو لمونځ یې یوکم پنځوس کروړه لمونځونو سره برابر سواب لري. دومره سوابونه خو د اصلي کعبې د لمانځه هم نشته. په افغانیستان کې رایونډ شته؟ نشته، ځکه خو تباه کول وړ دئ.

اوروزګان ټایمز:       ښه ښه، ملا ساب د رایونډ څه څه ګټې لري؟

ملا مرګیالی اخوند:    ډېرې ګټې لري. که یو بېسواده پاکیستانی رایونډ ته ولاړ شي او درې ورځې هلته له تبلیغیانؤ سره تېرې کي نؤ یو ډېر لوی عالم شي.

اوروزګان ټایمز:       په درې ورځؤ کې عالم شي؟

ملا مرګیالی اخوند:    هو!!!!!!!!!!! دا خو بېسواده وي کنه، نؤ هیڅ حدیث او ایت یې زده نه وي. خو کله چي سه روزه ولګوي نؤ بیا دومره تکړه شي چي له خپله ځانه حدیثونه جؤړوي. د همداسي حدیثونؤ له برکته نن په افغانیستان کې ځانمرګي او خرمرګي بریدونه په درځ کې روان دي.

اوروزګان ټایمز:       ملا دغه اخونده، دا ریښتیا ده چي تاسي له امریکایانؤ او پرنګیانؤ سره جګړه نه کوئ بلکې تنها د افغان میلي اوردو سرتېرؤ باندي بریدونه کوئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    هؤ دا ریښتیا دي. دا ځکه چي چي امریکایان او پرنګیان خو اهل کیتاب دي. نؤ ته راته ووایه پر اهل کتابؤ باندي بریدونه روا وي؟

اوروزګان ټایمز:       تاسي دا د ملاکنډ، باجوړ، مومندؤ، وزیریستان او نؤرؤ سیمو پښتانه ولي وژنئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    دا ځکه چي پاکیستان خو یوه داسي ایسلام کلا ده چي د ډیونډ او رایونډ پر دوو تمبؤ باندي ولاړه ده. موږ دغؤ پښتنؤ ته وایو چي لا خو د رایونډ تبلیغیان شئ او لا بیا د ډیورنډ خاسداران شئ. کوم پښتانه چي نه تبلیغیان وي او نه خاسَداران نؤ هغه د وژلؤ وړ دي کنه.

اوروزګان ټایمز:       مرګیالی اخونده، تاسي ته دا دومره درستې او پيسې څؤک درکوي؟

ملا مرګیالی اخوند:    پر موږ ټؤل جهان پېرزؤینه روانه ده. هره ورځ د امریکایانؤ چورلکې او الوتکې سورئ شی او د خدای زؤر خواړه او ډالر ځینې راولوېږي. دا ټؤل د جهاد برکت دئ.

اوروزګان ټایمز:       ښه ملا ډګه ور اخونده، تا څؤ ودونه کړي دي؟

ملا مرګیالی اخوند:    څلؤر مي حقې حلالې ماینې دي. یوه پښتنه، بله تاجکه، بله عربه او دَ ټؤلؤ سرداره بیا یوه پنجابئ ده. (هذ من فضل ربي) له دې سره سره یو څؤ مینځې هم لرم چي پلرونه او مېړونه یې زموږ خرمرګؤ ور ووژل او دوی بې کؤره پاتې شوې. خو دوی په بخت زؤرَورې وې چي زما مینځې دي کنې ملا افغان دوښمن اخوند پرېکړه دا وه چي سنګسار یې کو.

اوروزګان ټایمز:       ښه مرګیالیه، دا دراته ووایه د کایدازم مامد الي جینا په باره کې دي څه خیال دئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    وایم سم د خپل وخت ملا اومر موجاهد ؤ. دواړه په ونه هسک نري ول او دواړه د ایسلامي هیواد غوښتنونکي ول. دواړه د پرنګ په کارخانه کې جوړ شوي ول. څومره وله ورته ول یو بل ته! سبحان الله!

اوروزګان ټایمز:       په خپل ژوند کې دي تر ټؤلؤ کوم مشر ډېر خوښ شوی دئ؟

ملا مرګیالی اخوند:    جنرال زیاولهک تر هر چا راباندي ګران ؤ ځکه چي د افغانیستان د ورانولؤ خورا پخه نخشه یې تیاره کړې وه. بیا د هغه شاګرد او زموږ اوستاز کرنېل ایمام مي د زړه سر ؤ چي په خپل وخت کي يې په افغان وژنه کې یې ساری نه ؤ. او اوس دا جنرال همیدګول او ایمران خان بس راپاته دي. خدای دي د دوی دواړؤ سؤری زموږ له سره نه لرې کوي.

اوروزګان ټایمز:       ډېره مننه مرګیالی اخوند چي موږ ته دي وخت راکؤ.

ملا مرګیالی اخوند:    هرکله راشې! هیله ده ستاسي د لوستونکؤ به زموږ مرکه خوښه شي.