fbpx
پښتیان مقالې

د لېونو شمېرو ورځ په ورځ ډېرېږي

لیکوال پښتیان

وايي يو وخت يو څو غله پر يوه ويده مسافر پېښه سوه. دا چې پر هغه ځائ  شوکه  شونې نه وه نو يې دا مسافر پرخپل کټ و تړلئ له ځانه سره يې واخيست. هم په دې وخت کې مسافر په ځان خبر سو او چيغې يې کړې چې دا غله دي ما د شوکې دپاره له ځان سره وړي. چې کله د دې مسافر د مرستې دپاره ولس سره راټول سوه نو دې غلو ولس ته وويل چې دا کس زموږ خپل دئ، غريب لېونی دئ موږ د درملنې دپاره اخيستی دئ. دې مسافر چې به هر څومره په لوړ غږ چيغه کړه چې دا غله دي. غلو به په ډېره خوږه ژبه ځواب ورکړ چې ((تا دي خدای راجوړ کي، موږ دې خدای له غلو کي)). هم په دې چيغو او ځوابي چيغو غلو دا مسافر له ښاره ويوست، ښه يې لاس پرتېر کړ او له هره بوجه يې خلاس کړ.

که څه هم د وخت له بدلېدو سره په غلو او ليونيو کې توپير راغلی دئ، ليکن ولس اوس هم هغه شان ساده، سپېڅلي، ډېر ژر غولېږي او حافظه يې د هندارې په شان وي. په غلو او ليونيو کې توپير دا راغلی دئ چې مخکې به دا کار د کلي او ښار د غلو وړو وړو ټوليو له مسافرو سره کړ، اوس يې د قامو او هيوادو غټې غټې ټولۍ له نورو قامو او هيوادو سره کوي. ورستۍ بېلګه يې زموږ ولسمشر حامدکرزی دئ. نړيوالو غلو زموږ د ولسمشر هغه ټولې چيغې چې تاليب، امريکه او پنجابی درې واړه يو دي، تس د خپلو رسنيو له لارې په دوو خبرو ځواب کړې، لومړۍ چې کرزی لېونی سوئ دئ، دوم چې کرزي د خپلې ولسمشرۍ په وخت کې هيواد ته کوم کار و نه کړ اوس موږ توروي. که څه هم د دې ټولې خوني لوبې زور تر ولس وزي ليکن ولس د کرزي خبره واورېده او د نړيوالو غلو په خبره وغولېدی هيڅ کوم غبرګون يې ښکاره نه کړ.

يواځې دا نه، بلکه پرون اميرامان الله خان چيغې کړه چې پيرنګی دئ، ځوابي چيغه دا وه چې نه قصور ستا دئ، ډېرګړندی لاړې، افغانان ګړندی بدلون نه خوښوي. بيا تره کي، حفېظ الله امين او نجيب چيغې کړه چې امريکن دئ، ځوابي چيغه پورته سوه چې نه دا افغانان دي د خپل مذهب په ننګه پاڅېدلي دي جهاد کوي. وروستو چيغه سوه چې پنجابی دئ ځوابي چيغه پورته سوه چې نه دا د مدرسې سپېره تاليبان دي د ظلم په ضد راپاڅېدلي دي. قذافي، حسني مبارک او اوس اسد چيغې وهي چې د نړيوالو غلو کاسيرو ټوله ده، ځوابي چيغه وايي نه دا ولسي پاڅون او عرب سپرلی دئ. ولس که د نړۍ د هر کونج دئ بڼه يې يوه وي. د دوئ په تله کې اکثره د غلو تول دروند وي.

ښه خبره دا ده چې که څه هم خبرې او چيغې يې بې توله دي خو د ليونيو شمېر ورځ پر بله پر ډېرېدو دئ. د هغو ليونيو شمېر خو ميليونو ته رسېږي کوم چې چيغې وهي چې د امريکه د يوولسم سپتمبر بريدونه ((د ميرمنې په سلا)) تر سره سوه. يواځې دا نه بلکه تس په يوه اونۍ کې پر يوټيوب د داسې ويډيو شمېر درځنو ته رسېدلی دئ په کومو کې چې د باسټن پر ورستيو چاودنو ډېرې منطقي نيوکې او د منلو وړ پوښتنې له انځورو او پېښو سره سم رابرسېره کړل سوې دي. بله ښه خبره دا ده چې دا لېوني دا ځل نه افغانان دي، نه مصريان، نه سيرين او نه لېبين بلکه دا د لندن او د امريکه ځايي لېوني دي. نړيوال غله خو به د افغانانو، مصريانو، سيرينو او لېبينو علاج په يو ځانمرګي بريدګر وکړي ليکن د دې ليونيو خوله بندول اسانه نه ده.