fbpx
مقالې

د وينې نه زبر ژونکه رغول

په برتانيه کې د کېمرج ساينسپوهانو د يو رنځور د وينې نه د هغه د درملنې دپاره زبرژونکه رغولې ده. د زبرژونکې  (steam cell)  په وسيله د رنځ رغولو دپاره دا ستر پرمختګ بللی کيږي او د روغتيا دپاره ډېر ګټه ور امکانات رامنځته کوي. درملګر وايي چې د وينې ژونکې نه زبرژونکه جوړول اسان او خوندي کار دی او ډېر کړاو هم نه غواړي. د وينې د سېل يا ژونکې نه جوړه زبرژونکه په بدن کې دننه د مراندو (شريانونو) بيا رغنه يا مرمت کوي.

د روغتيايي څېړنې په مېدان کې ساينسپوهانو د دې درملندود (طريقه علاج) سره ډېر امېدونه تړلي دي ځکه چې د زبرژونکې په وسيله د بدن د هر رنځور غړي درملنه ممکنه ده. د انساني بدن يا ساکښو ځنې بدني غړي دومره پيچلي او تاو را تاو وي چې د هغې درملنه په دوديزو لارو کول ممکن نه وي  د بېلګې په توګه دماغ، خو  ستېم سېل دا امکانات پېدا کوي چې د دې په وسيله د دماغو رنځورو وينواټو درملنه  هم شونې شي.

د ستېم سېل يا زبرژونکې لاسته راوړلو يو کاردود (طريقه کار) د ښځې په زېلانځه کې کچه بچی هم پاتې شوی دی خو داسې کول اخلاقي بندېزونو سره سره بدني کړکېجونه هم لري او دا ستونزه هم وي چې په بل بدن دا ساپه راځي او که نه. د څرمنې نه هم زبرژونکه تر لاسه کيږي خو د وينې په پرتله دغه هم ډېر وړينه او خوندي کاردود نه بللی کېږي. زبرژونکه د بالغ انسان د څرمنې نه اغستلی کيږي.

د کېمرج پوهنتون ساينسپوهانو د رګونو دننه  دېوالونو بيا رغولو دپاره د رنځور په مراندو کې د دغه وينې نه جوړه زبرژونکه او بهوله  چې د رګونو رژېدلې چنې سره او تپي  او دغسې  د رنځ مخنيوی اوکي.

ډاکټر عامر رانا د دې نوي کاردود نه ډېر خوښ دی او وايي چې د وينې ژونکې نه زبرژونکه حاصلول ډېر اسان دي او خوندي هم دي. د ماشومانو يا زړو خلکو  د بدن نه غوښينو پيڅاڼو اغستو ته څه اړتيا پاتې نشو او اوس دا کار د وينې نه په اسانه تر سره کېدی شي.