fbpx
اشرف ترکئ سیمه او افغانستان مقالې نړۍ

سینما او سیاست

لیکوال اشرف ترکئ

د سینما تاریخ په اروپا کې له کال ۱۸۹۰ څخه پیل شوی. سینما  یو نوې پدیده او ننداریز هنر و چې د اړیکو او نندارې لپاره د اروپا د خاصو کورنیو او اشخاصو ورته لاس رسی و. په کال ۱۷۳۹ کې (ډیوید هیومي) چې یو سکاتلنډي څیړونکی او فیلسوف دی په خپله نامتو مقاله  ( انساني طبیعت  روان څیړنه )کې لیکلې دي چې ټول سیانسي علوم له یو بل سره تړلي او بیا دا ټول د انسان له ځاتي ساینس سره په تړاو کې کارکوي.  هغه د انځوریزې نندارې اغیزې په انسانې روان باندې دیرې مهمې ګڼي . هغه واي د انسان روان د یو انځور په واسطه هم مثبت لوري ته تلی شي هم منفي . سینما هم له خپل پیدایښت سره یو ساینس منل شوی او نن سبا د ډیرو پرمختللو ساینسونو ګډ صنعت دی.  ډیوید هیوم  دوه نیم سوه کاله پخوا دا خبره تشریع کړې وه چې سیاست هم یو ساینس دې .  ډیوید هیومې وایي انساني کردار د خواهشاتو او احساساتو غلام دې نثبت استدلال او قناعت ته. لکه څنګه مو چې وویل فلم او سینما نن سبا  د مختلفو ساینسونو یو بډایه صنعت  دې چې سیاسي علوم او سیمه ایز سیاسي ډلی ټپلې تری د خپلو اهدافو لپاره پوره استفاده کوي. له لومړي نړیوال جنګ نه راواخله تر دویم نړیوال جنګ او بیا تر نن ورځې پورې د اروپا ، امریکا او نوروو هیوادونو حکومتنو له سینما څخه د ځان او خپل حکومت د پروپاګندالپاره استفاده کړی ده. یوه بیلګه یې د هتلر مستند فلمونه دي چې د ځان او خپل تراهګر رژیم لپاره یې له کمرې کار اخیستلو. هغه به ځان د کمرې مخ ته د جرمن ولس ملتپال او یو منلی سیاست وال او یو مهربان رهبر ښکاره کولو . خو له بلې خوا د انګلستان او امریکا له خوا د هتلر په هکله فلمونه هغه یو لیونی ، ظالم او د یو ویشتمې پیړۍ تر ټولو غټ خاین او قاتل سیاسي شخصیت معرفي کوي. سیاست پوهان سره له نورو زده کړو روان پوهنه او انساني طبیعت هم ډیر ښه مطالعه کوي. په پرمخ تللي هیوادونو کې رهبران پوهیدلي دي چې انساني کردار د خواهشاتو او احساساتو غلام دی نو ځکه یې په ډیرو هیوادونو کې د خپل وګړو په احساساتو او خواهشاتو تجارت کړی. د امریکې دولت د هالی وډ سینما د هغه هیواد د خلکو او ټولنې هنداره بولي، خو حقیقت دا دی چې  د امریکا سینما لکه د امریکې نور جنایت کار سازمانونه یو جنایت کار صنعت دی. انځوریز هنر لکه نورو هنرونو باید  د ټولنې هغه هنداره وي چې د بشري ژوند مثبت اړخ ته وده ورکوي. دا سمه ده چې په هره ټولنه کې بد او ښه دواړه موجود دي او په انځور کې باید دواړه ښکاره شي. خو که چیرې د یوه فلم په کیسه او انځور کې موږ یو قاتل او غل سړی د  قهرمان په صفت ښکاره کړو چې وروسته له ډیرو غلاوو او وژنو له یوې ښکلې نجلې سره د قانون له منګلو تښتي او سوکاله ژوند ته ادامه ورکوي دا یو هنري او اخلاقي جرم دی په ډیرو امریکایی فلمونو کې لیدل کیږي. سره له دی چې د غربي هیوادونو له سینما څخه ډیر ښکلي او روزنیز فلمونه هم راوتي دي ، خو د امریکا د وحشي پوځي صنعت او سرمایه داري پرمختګ سره د ټولې نړۍ سینمایي بڼه هم وحشیانه او غیر انساني بڼه اخیستې ده. د هالي وډ یهودي سینما د ډایریکټرانو او لیکوالانو د دفتر تر شا هره ورځ د سګرټو ، شرابو، وسلو او داسې نورو غیر مشروع تجارتونو استازي ولاړ وي چې د خپلې کمپنې جوړ شوی  شی او یا هم پالیسي ته د پیسو په بدل کې په فلم کې ځای ورکړي. نن سبا د امریکا فلمونه په ټوله نړی کې کتل کیږي خو تر ټولو بریالي فلمونه یې هغه دي چې پکې ډیرې وژني او مټه ور بدماشان ښه وهل ټکول کوي. د امریکا ځوان نسل ټول د دغه ډول فلمونو مهتات او روږدي دي او په خپله ټولنه کې د مټو غټولو، وهلو ټکولو او بدماشي کلتور یې له فلمونو کاپې کړی. دغه ناوړه کلتور د ډیرو جرایمو سبب هم ګرځیدلی. یوه میاشت مخکې په امرکا کې د نوي (بټ من) فلم په پرانیستلو کې یوه ځوان چې د فلم په کیسه او کریکټر کې ډیر ډوب شوی و د سینما مخ ته لس یا پنځه لس کسه و وژل.  دبټ من فلم چې هم کتابونه لري او هم ویدیو ګیم د دغه ځوان په روان دومره اغیزه کړی وه چې هغه فکر کاوه خپله یو بټ من دی او دا نور خلک بدماشان دي. له تیرو څو ورځو د امریکا یو لیوني عیسایی ملا د یو مصري عیساوي فلم جوړونکي په مرسته د اسلام پیغمبر د سپکاوي یو لنډ فلم جوړ کړ چې اصلي مقصد یې د مسلمانانو زورول و او په اسلامي ټولنه کې یو بل شور ماشور و. هغوئ پوهیدل چې د مسلمان روان په څه خفه کیږي او څنګه خپل قهر او غصه ښکاروي. هغوۍ پوهیدل چې هیځ مسلمان له افغانستان او پاکستان څخه کالیفورنیا ته له سوټي سره نشي رسیدلی. خو دومره به قهرجن وي چې د خپل کور ښیښې به ماتوي او خپل مسمان ورونه به وژني. له دغه فلم څخه ډیرو نورو هیوادونو ښه سیاسي ګټه پورته کړه، لکه پاکستان. پرون ورځ د پاکستان د بجلۍ وزیر په طالبانو غږ وکړ چې دغه فلم جوړونکی دی مړ کړي او یو لک ډالر دې تر لاسه کړي. د پاکستان دغه وزیر په ښکاره توګه طالبان یعني ( پښتانه) دې ته وهڅول چې دغه فلم جوړونکی مړ کړي. دا خو ښکاره ده چې د غرو طالب ګی خو امریکې ته نشي رسیدلی نو د امریکا په پښتنو کې دې دا کار ته یو کس ملا وتړي. موږ ورته وایو چې په امریکا کې تر پښتنو پنجابیان ډیر دي یو پنجابی دې نر شي دا توره دی وکړي ټوله اسلامي نړی به خوشحاله کړي او ډیر انعامات به هم تر لاسه کړي. خو دلته مې بیا د ګاندي هغه خبره رایاده شي چې وایی د یوې سترګې لپاره بله سترګه ایستل به ټوله نړی بې سترګو کړي. ګرانو خدای دی دې ظالمانو ته انساف ورکړي موږ تاسو به په یوه فلم د خپلو کورونو ښیښې نه ماتوو، خپل ورونه به نه وژنو، خپل ښارونو کې به انډوخر نه جوړو .د اسلام او قران ساتونکی خدای دی او هغه به یې ساتي موږ باید تکړه شو ، د دښمن د کتاب په زد کتاب ولیکو د فلم په زد فلم جوړ کړو او په مسلکې او انساني ډګر کې سیالی ته و وځو.