fbpx
سیمه او افغانستان مقالې نړۍ

کریم آغا خان او د هغه شوم پلان: نوی لویه لوبه ( New Great Game)    څلورمه برخه

لیکوال افغان جرګه

کریم آغا خان او د هغه شوم پلان: نوی لویه لوبه ( New Great Game)    څلورمه برخه

افغان خاوره  د خپل ستراتیژیک موقعیت له کبله تل د تاریخ په اوږدو کی  د لویو زبرځواکونو تر منځ د غوبل میدان پاتی سوی . د ښکیلاک ګرو او زبرځواکونه تر منځ دا سیالي ( لویه لوبه ) کابو دوه سوه کاله پخوا هغه وخت پیل سوه کله چه بریطانوی سلطنت افغان خاوری ته سترګی ونیولی او بلی خوا زاري روس هم دخپل پراختیایی سیاست پر بنسټ د منځنی آسیا ټول هیوادونه تر ولګی لاندی کړل او د آمو سیند غاړی ته راورسید . دلته پرنګی د ګواښ او خطر احساس وکړ او په افغان خاوره یی یرغل وکړ (  ۱۸۳۹ م ، ۱۸۷۹ م او په ۱۹۱۹ م کی  افغانانو سره دری جنګونه یی وکړل ) . د دویم جنګ په پای کی پرنګیان آخر پدی وتوانیدل چه د افغانستان بهرنئ سیاست په خپل کنترول کی واخلي او دا راز د افغانستان شمالی سرحدونه یی د زاري روس سره وټاکل. همدا راز پرنګیانو د روزل شوو اسماعیلی شیعه ګانو او محمد علی جناح په مرسته د افغانستان لوی برخه پنجاب/پاکستان  ته ډالی کړه. دا پاکستان یی بیا د کمونستی روس په مقابل کی د خپلو ګټو په موخو وکاروه او او په پای کی یی خپل تاریخی غلیم روس ته دوهمه ماته ورکړه! ددی لوی غوبل په پای کی افغان ولس د اور سکروټه سو او هیواد یی خاوری هیری!! خو اوس پرنګي او د هغه غربي انډیوالانو  پدی سیمه کی یوه بله لوبه پیل کړی چه هغه ته موږ نوی لویه لوبه ویلای سو. بدبختانه د تیرو لوبو په څیر دا لوبه بیا هم زموږ په خاوره کی اټکل سوی او د جنګ سکروټی یی هم افغانان دي!!

لکه څنګه چه مخکی دا خبره ذکر شوی چه د آغا خانیانو/اسماعیلیانو او د پرنګیانو تر منځ د ګټو دا شرکت هم کابو دوه پیړئ پخوا د هند په خاوره پیل سوی خو اوس د ګټو دا تجارت خپل اوج ته رسیدلی! هغه څنګه؟ د دی نوی پرنګئ ( امریکایی ) لوبی د تفصیل لپاره راځی چه هغه لوبغالئ  په نښه کړو چه کوم ځای کی  دا شیطانی لوبه راونه ده!! دلوبی اصل لوبغاړي د اسماعیلی ډلی هغه شیعه ولس دی چه پرنګئ کریم آغا خان د خپل امام او لارښود په توګه مني او آغا خان بیا د پرنګي بنده ده!! د لوبی ځای هغه ده چیری چه د آسیا هسک غرونه د آسمان سره په ناز خبری کوي او ښاپیرئ د کوه قاف نه راڅرګندیږي ! دا د آسیا هغه نازولی هسک بام او تخت دی چه که چیری د پرنګي/امریکایی تر پښو لاندی شو نو بیا د آسیا ټول واک او زیرمی به په پیړیو د هغوی  په خدمت کی وي!! دا کومی سیمی دي ، دلته څوک میشته دي او لوبه څه ده؟ راځی دا لږ  په تفصیل سره ولولو:

 

۱)د افغانستان سیمی:   په افغانستان کی اسماعیلی شیعه ولس په کابل ، بامیان ، د بغلان په کیان دره ( سید کیان ) ، بدخشان او د واخان په هغه لرغونی سیمی کی میشت دي چه افغانستان د تاجکستان ، چین او د شمالی پښتونخواه د ګلګت بلتستان سره نښلوي. د اهمیت وړ سیمی واخان ، پامیر او بدخشان دي چیری چه اسماعیلی شیعه شتون لري . دلته آغا خان د غربیانو په مرسته خپلی هڅی ګړندی کړي ، پروژی یی په کار اچولي او په نژدی وختونو کی یو پل یی هم په دریای پنج باندی جوړ کړ کوم چه د شمالی بدخشان او د تاجکستان د ګورنو ولایت سره نښلوي او ددی  دواړو خوا اسماعیلی شیعه ګان میشت دي!!

 

۲)د تاجکستان سیمی: د تاجکستان شرقی سیمی لکه ګورنو ولایت  هم داسماعیلی شیعه ولس ځای دی او  ورسره د پامیر نښتی سیمی هم . دوی ټول کریم آغا خان ته ډیر احترام لري . په نژدی وختونو کی آغاخان څو کرته دی سیمی ته پخپله تللی او سیمه ییز خلکو ان سجدی ورته هم کړي او د خدای په سترګه ورته ګوري!. آغا خان د منځنی آسیا د پوهنتون په نوم یو ځانګړی شخصی پوهنتون هم جوړ کړی چه د هغه شاخونه د تاجکستان په ګورنو او دوشنبه کی ، همدا راز په قرغیزستان او قزاقستان کی هم دي . پدی دری واړه هیوادونو کی اسماعیلی شیعه میشت دي ! پدی ځانګړي پوهنتون  کی آغا خان د همدی غریزو سیمو په شمول د افغانستان اسماعیلی هلکان او نجونی راجلبوي او بیا یی غربی نامتو پوهنتونو ته هم لیږي چه د راتلونکی لوبی ښه او تکړه لوبغاړی ورنه جوړ کړي! ( وګورئ دووم انځور کی د پوهنتون ځایونه او د پروژو ځایونه )

 

۳)د شمالی پښتونخواه (پاکستان ) سیمی: د پښتونخواه ایالت هغه شمالی غریزي سیمی دي چه د ګلګت بلتستان په نوم پیژندل کیږي .دا د هسکو غرونو ښکلی سیمی د چترال او کوهستان سره نښتی دی او د افغانستان د نورستان ، بدخشان او واخان سره هم وصل دي. بدبختانه پر دی سیمو کی هم اسماعیلی شیعه ولس شتون ولري . دلته دوی ډیر فعاله ده او د بلاوارستان په نوم یو ځانګړی خوزښت هم شته کوم چه د ا مریکا د نظارت لاندی  د پاکستان او چین پر ضد کار کوي او د سیمی خپلواکی غواړي. په نژدی وختونو کی په اسلام آباد کی د امریکا د سفارت ځنی دپلوماتان هم دی سیمی ته ورغلی ؤ چه د خلکو او سیمی د حال جاج واخلي!

 

۴)د چین سیمی :  همدا راز زموږ د افغانستان واخان ختيځ ته د چین د سنکیانګ او یوغور سیمی دي چه هلته هم اسماعیلی شیعه ګان د کریم آغا خان د امامت تر چتر لاندی شتون لري .چین د هونزه ډیره سیمه هم نیولی چه هلته اسماعیلی هم شته.

۵)د کشمیر سیمه: د کشمیر ښکلی غریزه سیمه هم د همدی ذکر شوي سیمو سره نښتی ده او له ډیری مودی راهیسی متنازعه هم ده.

 

 

یادی شوی ټولو سیمی ځنی مشترکی ځانګړتیاوی لري . دا ټولی غریزی ښکلی سیمی د آسیا  بام او تخت جوړه وي ، هغه تخت کوم چه د نړئ تر ټولو ستراتیژیک موقعیت دی او له دی ځایه ټوله آسیا څارلی شي . (سره د چین ، روس ، کوریا، افغانستان او نور) . دا د آسیا هغه سویس غمئ دی چه دوی پری مین دي!! برسیره پر دی دا ټوله غریزه سیمه د نړي لویی معدنی زیرمی لکه  یورانیم ، طلا ، قیمتی کاڼي او داسی نور هم لري . یواځی د ګلګت بلتستان سیمی د زیرمو اندازه ۵۰۰ تریلیونه دالره ده. پرنګیان او د هغوی امریکایی ملګري د آغا خان په مرسته غواړي چه د افغانستان ، تاجکستان ، چین ، شمالی پښتونخواه (پاکستان ) او د متنازعه کشمیر دا ټولی  نښتی غریزي سیمی چه اسماعیلی شیعه ګان پکی میشت دي ، سره یو ځای کړي او د یو مستقل هیواد په حیث یی رامنځ ته کړي!!!! دلته به کریم آغا خان ناست وي په مزکه د خدای د سیوری په حیث او تر شا به یی پرنګیان/امریکایان! کریم آغا خان همدا اوس پر دی پراخه پروژه  تود کار پیل کړی او په اړوندو سیمو کی په چټکی سره کار روان دی. خوار افغانان او تاجکان یی پروژو ته ګډیږي خو خبر ندي چه د ډول د غږ تر شا د دوی د جنازی تور غږ هم ورسره مل دي!!! وږی ته مرګ او ډوډی یو شی دی!

 

خلاصه دا چه د دوو سوو کلنو په ترڅ کی چه کوم شراکت د اسماعیلی آغا خانیانو او پرنګیانو تر منځ د هند په مزکه  واقع شوی ؤ ، هغه شراکت اوس یو نوی او ډیر په زړه پوری پړاو ته ور ننوتی . د آغا خان په هویت کی چه کوم تخم پرنګی دوه سوه کاله پخوا پدی غریزی سیمی کی کرلی ؤ ، هغه  اوس زرغون شوی او  خوږه میوه یی هم نیولی ده . د دوو سوو کلنو د صبر میوه خو به هسی هم خوارا خوږه وي!! همدا راز طالب ،ځانمرګي ، ملا عمر ، اسامه ، القاعده  دا ټول د همدی لویی لوبی پوری اړوندی نوری لوبی دی چه غربی استثمار په سیمه کی روانی کړی تر څو خپلو اصلی موخو ته ورسیږي .  دا ټول د غرب د شیطانی شطرنج هغه موری دي چه دیخوا او هغه خوا ته خوزیږي  او په  یو نوم او بل نوم د جنګ اور ته ادامه ورکوي !!! استثمار پدی پوه دی چه په سیمه کی د لویی ګډوډئ د رامنځ ته کولو نه پرته دوی نشی کولای چه خپل وروستی هدف ته ورسیږي نو ځکه خو له پامیره تر بولانه دا لوی غوبل روان دی!!!!!