fbpx
سیمه او افغانستان مقالې نړۍ

د کریم آغا خان بی سرحده نړیوال سلطنت:  دریمه برخه:

لیکوال افغان جرګه

کریما آغا خان په ۱۹۳۶م کی په جینوا ( سویس ) کی پیدا شوی. پلار یی علی خان نومیده چه د دریم آغاخان ( سلطان محمد شاه ) زوی کیده او مور یی  جویان باربرا نومیده چه پرنګئ وه او د پرنګي نواب چرسټن لور کیده . دا نواب د هند د واسرای( ټولواک) کرزن ډیر نژدی سړی ؤ او لکه څنګه چه دریم آغا خان په برطانوی هند کی د پرنګیانو خاص سړی ؤ نو ځکه پرنګیانو ورسره فامیلی اړیکی هم جوړی کړی چه اوږدمهالی ګټی سره وپالي!! پلار یی ډیر بی لاری سړی ؤ او په پای کی هغه پرنګی میرمن هم ورنه جلا سوه ځکه چه په اخلاقی بی لارئ اخته ؤ. په زړه پوری خبره خو دا ده چه د آغا خان یو نا سکه ورور پیترک بنجامین ګینس نومیده چه یهودی ؤ او له یهودی مور ریتا هیورت نه پیدا ؤ کومه چه د اوسنی آغا خان د پلار دومه ماینه وه!  ( مور یی پرنګئ ، ورور یی یهودئ ، میره یی یهودئ ، پلار یی هغسی بی لاری او نیکه یی د هند نامتو شرابی!! خو دی بیا هم ۴۹ امام دی او په مزکه د خدای نور دی!! لومړی زده کړی په کینیا ، سویس او لوړی زده کړی په هارورد پوهنتون ( امریکا ) کی د تاریخ په مسلک کی ترسره کړي. په شل کلنی کی د نیکه د مرګه وروسته دی د ا مامت مقام ته ورسید.

 

د کریم آغا خان خپله لومړی ماینه یوه پرنګی ماډله( د جامو د فیشن رقاصه) وه او دومه واده له المانوی جبرایل زو لینګن سره وکړ. له دواړو میرمنو نه طلاق شوی او علت یی له پردیو ښځو سره ناروا اړيکی وی!! دا پداسی حال کی چه دی ځان ته په مزکه د خدای نور وایی او ځان د حضرت محمد (ص) اولاد هم ګڼي!! د ده نیکه دریم آغا خان ښاغلی سلطان محمد خان دومره لوی او نامتو شرابی ؤ چه د رسنیو په مخکی به یی ویل: زه دومره مقدس یم چه شراب هم زما په لاس کی پاکیږي او سپیڅلی اوبه ځنی جوړیږي!!!!!!

 

د کریم آغا خان اقتصادی امپراطوري:

 

لکه څنګه چه په دوهمه برخه کی ذکر شوی چه د نړی یو ډیر شتمن سړی دی . د نړیوالو شتمنو خلکو په لست کی په یوولسم نمبر دی پداسی حال کی چه د بریطانی اوسنی ملکه پدغه لست کی په دولسم نمبر ده!! د شتمنیو جال یی په ټوله نړی خپور دی .په زړه پوری خبره خو دادی چه د اسماعیلی عقیدی مطابق هر اسماعیلی د خپل کلنی آمدن څخه باید ۱۲.۵٪ګټه مستیقیما امام ته یانی آغا خان ته ورکړي!! د دوی د احصایی مطابق په نړی کی کابو ۳۰ ملیونه اسماعیلی ژوند کوي او له دی جملی څخه یو لوی شمیر یی په کانادا، امریکا، اروپایی هیوادونو کی ژوند کوي او د آغا له برکته د لوی شتمنیو خاوندان هم دي. ددوی لویه برخه هم آغا خان ته پیسی ورکوي. د کریم آغا خان د شخصی  شتمنیو له دی جملی څخه په سلګونو نسلی اسان په فرانسه او ایرلینډ کی ، سلګونه فارمونه، د  تفریحی بیړیو یو لوی کلب په ساردینیا ( مدیترانی بحر کی یوه ښکلی جزیره ) کی ، د بهاماس په هیواد کی یوه شخصی ټاپو ( جزیره) ، دوه جت الوتکی او یوه هیلی کوپتر هم لري!!! دی نه پرته یوه تفریحی بیړي چه علمشار نومیږي ، سل ملیونه دالر ارزښت لري. همدا راز په سلګونو تجارتونه او د نړی ګران هوټلونو کی هم لویه برخه لري لکه د سرینا هوټل او داسی نور هوټلونه چه د هر هیواد په پلازمینه کی شتون لري.

د فرانسی د اسانو لوی فارمونه او د اسانو د مندي او سیالیو لوبځایونه او همدا راز په ایرلنډ کی دا شتمنئ په ملیونونه دالر ارزښت لري.

 

په نړی کی د آغا خان مریدان چیری اوسیږي؟؟

د غربی نړی  ( شمالی امریکا او اروپا نه پرته )  د ده مریدان په ختيځ افریقایی هیوادونو لکه کینیا ، تنزانیه ، یوګنډا ، موزمبیق، مالی  او د لاطینی امریکا ځینی هیوادونه لکه مداغاسکر او داسی نورو کی ژوند کوي. د ۷۰ په لسیزی کی ډیری مریدان یی له افریقا نه کاناډا او نورو اروپای هیوادو ته متقل کړل. همدا راز د منځنی ختيځ په هیوادونو لکه دوبی ، سوریا ، لبنان ، ایران، جنوبی آسیا په هیوادونو کی لکه  هند ، بنګله دیش ، پاکستان او د منځنی آسیا  په هیوادونو لکه افغانستان، تاجکستان ، قزاقستان او قرغیزستان کی ژوند کوي. په پاکستان ، افغانستان او د منځنی آسیا په هیوادونو کی چه کوم اسماعیلی اوسیږي ، دوی د ځانګړي اهمیت خاوندان دي او پر دوی به بیا بحث کوو. دوی د نوی لوی لوبی اصل لوبغاړی هم دي!!

 

د آغا خان پرمختیایی شبکه: (Agha Khan Development Network, AKDN)

د آغا خان دا پرمختایی شبکه د دریمه نړی اوپه خاصه توګه د آسیا په هیوادونو کی خپره ده چه د دی تر چتر لاندی دوه سوه نوری اداری کار کوی. دا جال اوس په افغانستان او د منځنی آسیا په هیوادونو کی هم خپور شوی. دی سره اړند نور مهمی اداری د آغا خان د مایکروفنانس اداره ، د پلان ګزاری او پرمختیا اداره ، آغا خان بنیاد او داسی نوری په لسګونه اداری په کار بوخت دي.

ډیره په زړه پوری خبره خو دا ده چه دی همدا اوس د بریطانیی د مشترکه دولت د شاهي ټولنی مرستیال مشر هم دی!!! همدا راز د بریطانیی اوسنی ملکی الزبت دوم ده ته په ۱۹۵۷ کی د اعلیحضرت خطاب هم ورکړ کوم چه تر اوسه کارول کیږي. دا خطاب ده ته د ده د نیکه دریم آغا خان د مرګ نه وروسته ورکړل شو. د یادونی وړ دی چه د ده نیکه ته هم د بریطانیی پاچا ادورد پنځم د اعلیحضرت خطاب ورکړی ؤ!!!

هیله کوم چه د دی دری برخو د لوستلو نه وروسته تاسی پدی پوه سوی یاست چه آغا خان د تاریخ په اوږدو کی څوک ؤ او بیا څه ورنه جوړ شو؟؟؟ اوس د دی هر څه تړاو د نوی لوی لوبی ( NEW GREAT GAME) سره څه ده ؟