ناځوانه ته څوک ي چي زما د مرگ پریکړه داسی د گوتو په سر په یوه لحظه کښي وکړې ، ته څوک ي ، تا له چا دا اختیار درکړې ؟ ناځوانه ، ته څوک ي ، چي زما د ژوند واک په خپلو لاسو کښي ساتې ، نه دې خره یم نه دې اسپه یم ، زه انسانه یم ، او ستا نه زیات روڼ نظر لرم. ناځوانه ته څوک ي چي زما مینه درته خپله سپکاوې ښکاریږي. زما د کوره بهر وتلل درته خپله بیغیرتي ، زما زده کړه درته خپل تاوان او زما خبرې درته بی عفتي ښکاریږي.
رازه ، زما خبرې په خپلو غوږونو واوره ، زړه خو مي نه کیږي چي ستا سره خبرې وکړم ، چي زه څوک یم ، څه فکر لرم . خو ته ړون ي ، کونړ ي ، زړه نه لرې، تا ته وییل غواړم ، ته څومره بدرنگه ي ، ستا د بدن نه د وینو بوې راځي ، ستا د لاسونو نه وینې څاڅي، ستا په غاښونو کښي د ښځو غوښي دی. ستا لمن توره ده لکه ستا د مخ. د شهوت لیونیه ، ته د ښځې په عصمت څه پوهیږی. ته چي کله خپله توره د عصمت درۍ په تور د یوې ښځې سر له را واچوې ، دا ستا د هغو اویاو حورو لپاره شهوت دې. ته غواړې چي دلته څلور وکړې او هلته اویا ولرې. خو بې ژبې ي غواړې. تاته په ښځې کښي یواځې یو سیز ښکارېږي، ناځوانه ، لږ ځان ته پام وکړه ، ته څوک ي. ستا په لاس کښي چي کومه توره ده ، دا د شهوت او د بدکردارۍ توره ده. ته چي کوم قانون په دی ځمکه غواړې ، هغه د ځنگل ځناور نه قبلوي.
د هر زلم سره ، ستا د هرې حلالې سره ، زما کرکه ستا لپاره زیاتیږي، زه به د خپل زړه دا کرکه نوره هم زیاتوم. دا زلم به داسې جریان ونلري. ته به زما عدالت ته راځی. د ښځې عدالت ته او ستا سر به پری کیږي. زما هره خور به دومره زده کړه وکړي چي ستا پوزه به نوره هم پرې شي. مونږ به مینه دومره خپره کړو چي ستا د کرکې او زلم ډک بد رنگه بدن به ورک شي. دا چي زما په سر ورکولو پسې دی راغستي ، تا به ورکوم.