fbpx
سیمه او افغانستان مقالې

کریم آغا خان او د هغه سیاسی ، مذهبي او اقتصادی مافیا په افغانستان کی: لنډ تاریخ ته کتنه-

لیکوال افغان جرګه

خلیل الله د شیعه ګانو د اسماعیلی فرقی پنځه څلويښتم امام او د ایران د کاهک د سیمی اصل اوسیدونکی ؤ. هغه خپل ځآن د علی ابن طالب د اولاد څخه ګڼه او ځان ته یی هندی او ایرانی مریدان هم درلودل . په کال ۱۸۱۷ م کی  یوه شخړه چه د هغه د مریدانو او د سیمی د دوکاندارانو تر منځ راپیښه سوه ، د خلیل الله پر مرګ تمامه سوه. دده د پیرئ په مسند د هغه زوی حسن علی کښناست ( د اسماعیلی ۴۶ امام ) . د خلیل الله د مرګ څخه وروسته ، د هغه کورنئ د ولږی او غریبئ سره مخامخ سوه او دا راز کاهک یی پريښود او د ایران نامتو مذهبی ښار قم ته کډه شوه. په قم کی هم دوی د غریبئ نه خلاص نه شول او په پای کی د حسن علی  مور او پخپله حسن علی تهران ته مخه کړه چه  هلته د واکمن فتح علی قاجار نه مالی مرستی تر لاسه کړي. ( یادونه: دا هغه زمانه ده چه قاجاریان په ایران کی واکمن دي ، پرنګئ سیمی ته راغلی او د افغان په کور د یرغل هوډ لري ، په  ۱۸۳۹ میلادی کی بیا لومړی افغان- انګلیس جنګ وسو.) فتح علی قاجار د هغوی غصب شوی مځکي بیرته ورکړی او ان خپل یوه لور چه  سرو جهان نومیده ، امام حسن علی ته ورنکاح کړه. حسن علی ، دقاجاری دربار زوم  شو او همدا راز دی لومړی د قم والی او بیا د کرمان والی وټاکل شو. فتح علی قاجار  خپل نوی زوم امام حسن علی ته آقا( آغا) خان لقب ورکړ او دی نه وروسته دی په همدی نوم نومیالی سو. دا راز دئ د اسماعیلی ډلی لومړی آغا خان هم دی.

د فتح علی شاه قاجار د مرګ څخه وروسته د هغه لسمی محمد علی شاه قاجار د ایران په تخت کیښناست . دا نوی قاجاری واکمن د حسن علی د بد نیت او جاه پرستی نه ښه خبر ؤ. د دواړو ترمنځ اختلافات ورځ په ورځ په زیاتیدو ول او وروسته  د حسن علی د مریدانو او د قاجاری واکمن د ځواکونو تر منځ ځنی نښتی وسوی چه په پای کی حسن علی ماتی وخوړی او دی افغانستان ته په کال ۱۸۴۱میلادی کی فرار سو!! ( توره بلا د افغان کوره ته راننه وته او له همدی ورځی زمونږ د بدبختي داستان پیل کیږي !! ) دا وخت د لومړی افغان-انګلیس جنګ د زمانی  سره سمون خوري او پرنګئ کابل ته رارسیدلی دی . حسن علی چه یو ډیر ټیټ او ابن الوقت سړی ؤ ، پرنګی جنرانل میک ناټن ته یی داسی ولیکل: زه اماده یم چه د خپلو مریدانو سره په هرات یرغل وکړم خو پدی شرط چه د هرات واکمنی به ماته راکوئ !

میکناتن دا وړاندیز ومانه خو له نیکه مرغه پرنګئ په کابل کی د وزیر اکبر خان په لارښوونه یو ناڅاپی او بربادونکی ماتی سره مخامخ سو او له افغان خاوری نه په تیښته مجبور سو. له دوی سره د دوی دا نوی زر خرید غلام حسن علی هم د برطانوی هند خاوری ته وتښتید. دا زموږ د تاریخ په پاڼو کی د افغانستان او د آغاخانیانو  لومړی کتنه او تصادف ؤ . همدا راز پرنګیانو هم ځآن ته یو ډیر بی ایمانه  مذهبی لارښود پیدا کړ چه هغه د پیسو او دولت په بدل کی دی ته اماده ؤ چه د پرنګی لپاره هر څه وکړي . پرنګی ته د حسن علی په شکل کی یوه لویه طلایی مارغه په لاس ورغله کومه چه د افغان په لاس د پرنګي د تازه ماتی د زخمونه لپاره  اغیزمن مرهم کیدای شو. همدلته د پرنګیانو او آغاخانیانو سیاسی نکاح سره وتړل سوه او دواړو د افغان پر ضدیو اوږد جنګ ته ملا وتړله.