fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري

راتلونکې جګړه (درېیمه برخه)

لیکوال جلال بازوان

په تېرو دوو برخو کې مو د سوریي په حالاتو او روسيي ته کتنه وکړه، په درېيمه برخه کې غواړم چې د امریکا لخوا په اچین ولسوالۍ د بمونو د مور د استعمال او د پخواني ولسمشر کرزي لخوا د امریکا له افغانستان نه د شړلو ته یوه لنډه کتنه وکړم.
په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنېو کې د امریکا لخوا د بمونو د مور د استعمال په هکله ګرم بحثونه روان دي او خلک يي په دووه ډلو وېشلې دي. یو ډله خلک ددغه بم د استعمال په حمایت کې او بله ډله خلک بیا ددغه بم د استعمال سره مخالفت ښکاره کوي. د دغه بم د حمایت ډله ډول ډول دلایل د خپلې ادعا د اثبات لپاره راوړي، او په دې وروستېو کې خو د پخواني ولسمشر کرزي ویناوې يي د خپل د زړه بړاس د ویستلو لپاره یوه ښه اله جوړه شوې ده.
خو که په اچین د بم د استعمال، او هلته د شوې ذهنیت سازۍ ته سړی فکر وکړي نو دغه ولس هېڅوک هم نشي ملامتولی. له دې ولس سره امریکا او لنګرګوټیانو لخوا دوه نیمه کاله داسې لوبه ترسره شوه چې ولس پخپل تاوان هم نه دی بلکه د یو پلان مطابق ددوي په کلو کې ځای پرځای شوو ترهګرو د منځه وړلو لپاره له دې لويو بمونو غوښتنه کوي. دوي فکر کوي چې امریکا دغه بم ددوي د حمایت او دوي يي له یو ستر ناورین نه د خلاصېدو په موخه استعمال کړو مګر حقیقت بل ډول دی.
د بمونو د مور د استعمال په مورد کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت دریځ ته که سړی فکر وکړي او بیا راشي د امریکا د معاون ولسمشر مایک پینس خبرو غور وکړي نو دواړه یو له بل سره مکملې متضادې دي. افغان ملي یووالي حکومت وايي چې دغه بم د امریکا او د افغان حکومت په ګډه مشوره استعمال شوی مګر په جنوبي کوریا کې له مطبوعاتو سره د مایک پینس خبرو دا ادعا غلطه ثابته کړه چې ګواکې دغه بم د امریکا لخوا په ریښتینې ډول د ترهګرۍ د منځه وړلو په موخه استعمال شوی، برعکس د دغه بم استعمال ترشا څو موخې وې: لومړی دا چې په ماسکاو کې د بم د استعمال په سبا د افغانستان د مسلې د حل په موخه یو امنیتي کانفرانس جوړېدو، او له دې بم سره امریکا د کانفرانس د ناکامۍ او د هغه کانفرانس څخه د خلکو توجه بل طرف ته اړولو په موخه دغه ډول یو اقدام وکړو. دوهم او تر ټولو مهم دا چې ددغه بم نه درې ورځې وورستو د شمالي کوریا د پخواني مشر د زېږون کلیزه لمانځل کېده او شمالي کوریا غوښتل چې په دغه ورځ د اتومي وسلو یو نوې تجربه د خپل پخواني مشر ته د درناوي په خاطر وکړي، نو له همدې امله امریکا غوښتل چې شمالي کوریا د افغانستان او سوریا باندې د امریکا لخوا بریدونو له لارې وګواښي. همدارنګه امریکا دا هم ویلي ول چې خپل جنګي بېړۍ يي د شمالي کوریا اوبو ته استولې دي او که شمالي کوریا د نوې اتومي وسلې د تجربې هڅه وکړه نو دوي به پرې حمله وکړي، مګر درې ورځې وروستو پته ولګېده چې د امریکا جنګي بېړۍ د شمالي کوریا په لوري نه بلکه د اسټرالیا په لور له اسټرالیايي بحري پوځونو سره د ګډو پوځي تمرینونو په مسیر روانه وه. په جنوبي کوریا کې د امریکا معاون ولسمشر پینس وویل: شمالي کوریا باید ټرمپ ته په ټیټه سترګه ونه ګوري، دوي باید له هرڅه د مخه په افغانستان کې د بمونو د مور د استعمال او په سوریه د توغندیو برید څخه د ولسمشر ټرمپ جدیت پته ولګوي.
اوس غواړم چې د پخواني ولسمشر په بیان باندې یو څه تبصره وکړم. ډېری خلک په دې اند دي چې د ملي یووالي حکومت په مخ کې د ټولو خنډونو اچونکی ګواکې پخوانی ولسمشر کرزی دی. دوي همدارنګه ادعا کوي‌چې ولسمشر کرزي له واک سره بې حده زیاته مینه لري او نشي زعملې چې له واکه لری پاتې شي. په پخواني ولسمشر کرزي ډول ډول تورونه پورې کېږي، مګر زما خپلې ذاتي فکر دا دی چې له پخواني ولسمشر کرزي سره اختلاف کېدای شي او پدې هم متیقین یم چې هغوي به هم خپل تېروتنې ومني مګر له افغانستان سره د مینې په برخه کې يي شک کول ناسم ګڼم.
ما دلته په چین کې له ځېنې سیاسي شننونکو سره خبرې وکړی او له هغوي مې د پخواني ولسمشر کرزي د دریځ پوښتنه وکړه چې ستاسې ددې په اړه څه فکر دی؟ د هغوي ځواب هم څه ورته ؤ او ویل يي چې د کرزي په دې اقدام سره به امریکا خپلو تېروتنو ته متوجه شي او باید هغه تېروتنې او ناسمې کړنلاره چې د اوباما په دوره کې شوې دي باید چې بیا تکرار نشي، همدارنګه هغوي زیاته کړه چې د افغانستان د مسلې حل کله هم د بمونو د غورځولو او یا د جګړې په جاري ساتلو کې نه دی بلکه د دې مسلې د حل لپاره د سولې حل لارې چارې لټول په کار دي. هغوي هم د کرزي ته ورته دریځ درلود چې د امنیتي او سټرټیجیک تړونونو په لاسلیک سره بیا هم امریکا څرنګه د افغانستان په خاوره دغسې بمونه غورځوي؟ ایا د سټرټیجیک تړون مانا دا ده چې دوي د افغانستان په خاوره څه کوي هغه دوي کولای شي او که څنګه؟ دوي همدارنګه زیاته کړه چې له هرڅه د مخه باید دوه سټرتیجک ملګري هېوادونه د یو بل خاورې ته د درناوي په خاطر هم دغه ډول بمونه چې په راتلونکي کې به ولسي خلکو ته ستونزې پیدا کوي باید استعمال نه کړي.
که له احساساتي برخورده لږ د باندې راووځو او دې ته فکر وکړو چې په اچین کې دوه نیم کاله د مخه هغه مهال چې د پاکستاني طالبانو او لشکر جنګجوي د داعش په نوم عملیات شروع کړل ولې افغان حکومت، امریکا او ناټو په وخت عملیات ونه کړل؟
ولې يي دوه نیم کاله ولسي خلک ډول ډول ظلمونو، وژنو او د دغه ترهګرې ډلې او ستم ته پرېښودل؟
ولې د حکومت لخوا په څو وار په سیمه کې عملیات په نیمايي کې پرېښودل شول او بېرته يي تاکتیکي شاتګ کولو؟
د پاکستاني طالبانو او لشکر جنګجوي لپاره له تېرو دوو کالونو څخه د ناټو له دفتره ولې پروپاګن او تبلیغات کېدل؟
د پاکستان د ضرب عضب عملیات د څه په خاطر ول؟ او څرنګه دغه ترهګر د افغانستان خاورې ته را دننه شول؟
ایا ددې پوښتنې ځواب له چا سره شته چې دغه ترهګر څنګه او چا راوستل؟
ایا په شینوارو کې د داعش په نوم د پاکستاني ترهګر ‌په ریښتینې له عراق او سوریي د داعش سره مستقیمې اړیکې درلودی او که دا هم لوبه وه؟
ایا تاسې ته دا پته شته چې همدغه سمڅې او تونلونه چې اوس امریکا پرې د بمونو د مور استعمال وکړو د افغان جهاد په دوران کې سي ائی ای جوړ کړي ول؟
پوښتنې ډېر دی او د ټولو مطرح کول ضرور نه ګڼم. راځم او په پخواني ولسمشر کرزي په غبرګون خپل تبصره کوم. د بمونو د مور د استعمال نه وروستو د ولسمشر کرزي په غبرګون خلکو سختې نیوکې وکړی، او هغه ته يي هم د طالب بل او بل خطاب وکړو، مګر که ولسمشر کرزي غږ نه وای اوچت کړی دې ولس به بیا هم هغه ته ګوته نیوله چې ولې غلی يي؟ په اصل کې د کرزي غبرګون څو مثبتې خواوې لري.
– لومړی دا چې د ولسمشر کرزي غبرګون په داسې وخت کې ؤ چې سبا د امریکا د ملي امنیت مشاور افغانستان ته راتللو او هغه ته يي دا دریځ ور روښانه کړو چې د ترهګرۍ ضد نړېواله جګړه باید د افغانانو په کلو کې نه بلکه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وشي، او هغه ځایونه په نخښه کړل شي چېرته چې د ترهګرو ځالې او روزنیز مرکزونه دي.
– دوهم، افغانانو د ټرمپ د ولسمشرۍ هرکلې د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر وکړو او افغانستان ته د ځانګړې توجه کولو مګر ټرمپ د افغانستان په مسله لاتراوسه سنجیده نه دي، بلکه د افغانستان مسله يي په افغانستان کې مېشتو ناټو او امریکايي قوماندانانو ته ورپریښې ده.
– دریم د ولسمشر کرزي د غبرګون سره د افغانستان ګاونډېو هېوادونو ته دا پیغام ولېږل شو چې مونږ افغانان د افغانستان خاوره د خپلو همسایو په ضد استعمال ته نه پرې ږدو.
– څلورم، هغه څه چې ملي یووالي حکومت يي په ښکاره امریکا ته نه شي ویلې د ولسمشر کرزي غبرګون يي ورته غیرمستقیم ډول پیغام ورکوي چې باید څه وکړل شي.
– پنځم د ولسمشر کرزي غبرګون یو اپوزیشن رامینځته کړو او دا هغه څه دي چې مونږ ټول ورته له ډېره وخته په انتظار ؤ.
– شپږم، تاسې به د ولسمشر کرزي پخواني مجلسونو کې خبرې او بیاني اورېدلې وي، همدارنګه د امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک څخه انکار به يي هم تاسې ټولو ته په یاد وي، هغه مهال چې ولسمشر کرزي څه وویل بلکل هماغه حالت په افغانستان کې روان دی. جګړه ورځ تر بلې تېزېږي. د ولسي او ملي امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ګراف په بره روان دی، د سولې او بیا پخلاینې هڅې په نشت حساب دي، د ګاونډیو مداخله تر بل هر وخت زیاته شوې ده. په داسې یو حالت کې که د افغان حکومت له امریکا او ناټو څخه د هغوي د دلته د پاتې کېدو، او په افغانستان کې د جګړې د تېزوالي او د نوو ترهګرو ډلو په رامنځته کېدو په اړه پوښتنه نه شي کولای نو بیا ولې د کرزي مخه نیول کېږي چې نه، ته هېڅ مه وايه؟ بیا ولې د هغه چا مخالفت کېږي چې د روان ناورین په اړه له خلکو سره دا پوښتنې راولاړوي چې باید څه وکړو؟ ولې د لویدیځو رسنېو او مطبوعاتو په پروپاګن کې دومره کنفیوز شو چې هر څوک سمه او پرځای خبره هم کوي هغه ته د شک په نظر وګورو؟ ولې په دې اړه فکر نه کوو چې د کرزي پرضد ولې په دومره غټه کچه د لویدیځ ټولې رسنۍ پروپاګن کوي؟ ولې په دې سر نه خلاصوو چې که امریکا په افغانستان کې پاتې کېږي نو باید د افغان انسان په خېر تمام شي نه هم د جګړې تنور نور هم ګرم شي، د ګاونډیو مداخله زیاته شي، امریکایان دې د خېر په غونډۍ ناست وي او زمونږ هېواد دې د نورو زورور د لوبو میدان جوړ شي؟
نور بیا……………