fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري

راتلونکې جګړه (دوهمه برخه)

لیکوال جلال بازوان
د سوریي جګړې په اړه مو تېر ځل یادونه وکړه چې د سوریي جګړه روس ته په اقتصادي لحاظ ډېره په لوړه بیه تمامېږي. همدارنګه روس په سوریه کې د امریکا او ناټو په څېر یو قوي اتحاد نه لري چې د نړۍ له نورو زورورو هېوادونو سره يي انډول برابر وي او هلته د اوږد مهال لپاره خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي. په نړېوال سیستم کې پوځي اقتدار د یو هېواد لپاره حیاتي رول لوبوي مګر که د پوځي قوت سره د یو هېواد اقتصاد ځواک قوي نه وي نو بیا هم نوموړی هېواد د کمزورو هېوادونو په قطار کې شمېرل کېږي. روس په اوس مهال کې یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. اروپايي سیاسي شناندي د روس په اړه وايي‌چې یواځینۍ وېره چې يي له روس څخه کېږي هغه هم د قوي وسلو او یو قوي اردو ده.
تېره ورځ د امریکا لخوا په سوریه د میزایلو برید چې پرته له ایران څخه نورې ټولې اسلامي نړۍ يي هرکلی وکړو سره سم د تیلو قیمتونه راولویدل او ددې سره په څنګ کې د ډالر په مقابل کې روبل بیې هم ۱٪ سلنه راولوېدې. دا چې د روس اقتصاد په تیلو پورې تړلی دی نو همداوجه ده چې د روس اقتصادي وده يي په روان کال کې ۲٪ اټکل شوې ده، هغه هم په هغه صورت کې که د تیلو د یو بېرل قیمت له ۴۰ ډالرو څخه راونه لوېږي.
بېرته غواړم چې د خپلې موضوع په طرف راشم او هغه هم په افغانستان کې راتلونکې جګړه ده. په سیمه کې د نوي سیاسي بلاک په اړه مونږ او تاسې ټولو ته پته شته دی چې د روس، پاکستان، ایران او د چین په شمول هېوادونه په کې شامل دي. داسې ویل کېږي چې دغه هېوادونه اوس د طالبانو مستقیم ملاتړ کوي او غواړي چې په سیمه کې د نوي راپیدا شوي خطر (داعش) باید په افغانستان کې خښ کړل شي او له ددې هېواد له سرحدونو څخه د باندې سرایت ونه کړي. د نوي بلاک په اړه باید ووایم چې په افغانستان کې د هر نوي خطر او د نوي ترهګر ګروپ په راپیدا کېدو سره د سیمې ټول هېوادونه ځان په خطر کې احساسوي په ځانګړي ډول چین او همدا وجه ده چې چین کوښښ کوي ترڅو دغه مسلو ته د سیمه ایزو همکارانو په مرسته حل لاره پیدا کړي مګر په نوي سیاسي بلاک کې چین د طالبانو د حمایت هېڅکله هم پلوی نه دی. شاید تاسې سره به پوښتنه راولاړه شوې وي چې هغه څنګه؟ هغه داسې چې تېره میاشت د امریکا یو پوځي هېئت چې ته په سفر راغلی ؤ او دلته يي له چینايي لوړپوړو پوځي چارواکو سره خبرې اترې وشوې. دواړو هېوادونو په افغانستان کې د وروستېو نامنېو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي او داسې خبرونه تر غوږو کېږي چې چین له امریکا سره په دې توافق شوی دی چې د چین او افغانستان د سرحد په اوږدو کې به چینايي پوځیان عملیات کوي تر څو یغور بېلتونپاله او ترهګر د افغانستان له لارې چین ته داخل نشي. همدارنګه داسې خبرونه هم شته دی چې امریکا چین ته دا اطمینان ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به هېڅکله هم د چین پرضد استعمال نشي، او همدا وجه ده چې په نوي سیاسي بلاک کې د چین شرکت کومه مانا نلري البته چین د افغانستان د مسلې په هواري کې د نړېوالې ټولنې حمایت کوي، مانا دا چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو په شتون کې د چین ګټې خوندي دي. دا هغه څه دي چې د سړی جګړې یادونه راتازه کوي کله چې یو کمونسټي هېواد د کمونېسټ بلاک پرضد د امپریالییزم په بلاک کې ورداخل شو.
باید دا هم ووایم چې تېره اوونۍ په ورته مسله ما له یو پروفیسر او د جنوبي اسیا د چارو ماهر سره په همدې موضوع خبری وکړی. ما ورته په افغانستان کې چین په اړه د خلکو اندېښنو او همدارنګه سیمه اییز نوي سیاسي بلاک په رامنځته کېدو په اړه وویل، نو هغه راته وویل: چین په دې پوه دی چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی، بلکه له یو څه نه باید د افغان حکومت او د یو څه نه هم باید طالبان سره تېر شي او سوله وکړي. هغه زیاته کړه، چین حکومت ته پته ده چې د تاریاکو په کښت او قاچاق کې لوي لاس او تر ټولو ډېره ګټه چاته رسېږي او همداوجه ده چې چین به کله هم د طالبانو حمایت ونه کړي البته چین یواځې د افغانستان یو سوله اییز حل غواړي. د خبرو په دوران کې هغه د پاکستان د وروستي پوځي عملیاتو یادونه هم وکړه چې دا هم د چین فشار ؤ چې پاکستان په پوځي عملیاتو لاس پوری کړو اوس دا چې هغه عملیات څومره کامیاب ؤ او څومره ناکام دا یو بل بحث دی.
نور بیا…….