fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري نړۍ

راتلونکې جګړه (افغانستان د ډانګ او پړانګ ترمېنځ) څلورمه برخه

لیکوال جلال بازوان
مونږ د یوویشتمې پېړۍ په داسې یو پړاو کې اوسېږو چېرته چې پخواني نیواکګر له لوي لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌او د سړی جګړې را وروستو هغه حالت چې نړېوال نظام یواځې د یو هېواد لخوا اداره کېدو اوس داسې يو پړاو ته ننوتې چې نړېوال نظام به له یو قطبي سیستم (Unipolar System) څخه څو قطبي سیستم (Multipolar System) پر لوري ګامزن دی. د یوویشتمې پېړۍ په روان وخت کې د پخوانېو نیواکګرو برلاسیتوب (Hegemony) له خطر سره مخ ده، او نوي نیواکګر ځانونه چمتو کوي‌.
په سیمه او نړۍ کې نوي‌راټوکیدلي اقتصادي قوتونه که څه هم په اقتصادي او پوځي لحاظ سره متوازنه نه دي، مګر ټول د اقتصادي قوت ترڅنګ په پوځي او په سیمه کې د خپل برلاسیتوب په کوښښونو کې مصروف دي. د نړېوالو اړیکو او د ریالیزم فلسفې یو تر ټولو پېژندل شوې څېره پروفیسر میرشایمر یو ځل په یو کانفرانس کې د پخواني نیواکګر (امریکا) د بهرنې تګلارې په اړه وویل: امریکا یو محوري جدول لري، له سړی جګړې ترمخه د امریکا بهرنۍ تګلارې په محوري جدول کې لویدیځ (Western Hemishphere) په اوله درجه، اسیا په دوهمه او د پارس خلیج په دریم درجه بندۍ کې ؤ، مګر د سړی جګړې را وروستو او په ځانګړي ډول د چین اقتصاد په تېزۍ سره پرمختګ د امریکا دغه تګلاره بدله کړله. د امریکا بهرنۍ تګلاره کې اوس اسیا په لومړۍ درجه، د پارس خلیج په دوهمه او لویدیځ هېوادونه یا اروپايي ټولنه په درېیمه درجه بندۍ کې دي.
امریکا په دې خاطر چې اوس په لویدیځ کې داسې کوم قوت نشته چې هغه د امریکا لپاره یو چلینج جوړ شي نو په دې خاطر له هغه ځایه يي تګلاره او پالیسي ټول د اسیا چېرته چې د نوي‌راټوکېدلي اقتصادي قوتونه (چین، هند، روس او ترکیه) او د پارس خلیج چېرته چې د نړۍ د تیلو لویه برخه له همدغه لارې تېرېږي خپل لومړیتوبونه ګرځولې دي.
اوباما د چین د نفوذي سیمې د مخنیوي او د امریکا د برلاسېتوب (Hegemony) د ساتلو په خاطر د ټي ټي پي(Trans-Pacific Partnership) یوه تګلاره جوړه کړه، مګر د ټرمپ په ولسمشر کېدو سره هغه لغوه شوه. کچېرې دغه تجارتي معاهده د ټرمپ لخوا نه وې لغوه شوې نو په حقیقت کې د چین د نفوذ د مخنیوي په لاره کې یو لوي‌خنډ ؤ. په ورته وخت کې پخواني نیواکګر په جنوبي کوریا کې د (THAAD) د میزایل دفاعي سیسټم ولګولو چې دا یواځې د شمالي کوریا د حملې د خطر لپاره نه بلکه سیمه د خپل پوښښ لاندې راوستل او په ځانګړي ډول د چین د پوځي حرکات تر خپل نظارت لاندې نیول دي.
د روانې میاشتې په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه په چین کې د یو لار یو کمربند (OBOR/Belt and Road) په اړه یو نړېوال کانفرانس ترسره شو چې پکې د نړۍ اکثرا هېوادونو ولسمشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړو. لکه څنګه چې به تاسې ته پته وي چې د یو لار یو کمربند د ۲۰۱۳ کال د چین د ولسمشر ښاغلي شي جین پینګ لخوا د پخوانۍ ورېښمو د لار بیا رغاونه اعلان شوه، چې د یو لار یو کمربند په دغه پروژه کې د پانګونې په موخه يي‌د اسیا زیربنا او پانګونې بانک بنسټ هم کېښود. د دغه بانک د بنسټ ایښودل د ډېرو اقتصاد پوهانو او سیاست پوهانو لخوا د امریکايي برلاسیتوب، د نړېوال بانک او د اسیا پرمختیايي بانک لپاره د خطر زنګ وګڼل. په دغه بانک کې له امریکا او جاپان پرته نور تقریباً ټولو لویدیځو هېوادونو او د امریکا نژدې دوستو هېوادونو برخه واخیسته.
د یو لار یو کمربند په مناسبت چین په مختلفو هېوادونو کې په لویه پیمانه پانګونې کړې دي‌چې یوه يي‌هم تر ټولو ډېره مهمه د چین-پاکستان اقتصادي دهیلیز پانګونه ګڼل کېږي. د یو لار یو کمربند په موخه چین په افغانستان کې د کونړ په سیند د اوبو او برق ډیم، د مس عینک د مسو استخراج، د ریل پټلۍ او د لوي لارې جوړولو په موخه پانګونه کوي. همدارنګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې یو مهم هېواد افغانستان دی ځکه چې چین به د دغه هېواد له لارې له منځنۍ اسیا سره تر ټولو نژدې لاره پیدا کوي.
د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې په مخ کې د هند لخوا غبرګونونه وښودل شوې دي ځکه چې د کاشغر-ګوادر لویه لاره د کشیمر د لانجمنې سیمې څخه تېرېږي او هند له همدې امله د یو لار یو کمربند په کانفرانس کې برخه هم وانخیسته. چین او هند ددغې پروژې په اړه دواړه خپل نظرونه لري. چین وايي چې دغه پروژه یواځې د اقتصادي اړیکو د پراخوالي په خاطر ده مګر هند بیا وايي چې په راتلونکي کې به دلته د چین لخوا پوځي اډې جوړېږي او د پاکستان سنا مجلس د راپور مطابق به په ۲۰۴۸ کال کې په بلوچستان سیمه کې له ځايي خلکو زیات چینایان مېشت وي. خو مونږ به د هند او چین په مسلو نه غږېږو البته په هغه څه به وغږېږو چې افغانستان سره تړاو لري.
تاسې به شاید د پاکستان حکومت لخوا د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په اړه د تېرې اوونۍ راپور لوستی وي او یا نه، مګر د هغه د لوستلو وروستو ما سره ډېری پوښتنې راولاړی شوې. د راپور له لوستلو وروستو ما سره تر ټولو لویه پوښتنه په سیمه کې د لانجمنو سیمو او په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې په اړه راولاړې شوې دي. ځکه چې که تاسې راپور ولولی نو دا به درته پته ولګېږي چې که په راتلونکي کې افغانستان یو ځل بیا پخپلو پښو ودرېږي نو د ډیورنډ کرښې او جیوپولیټیکل ګټې به څنګه شي؟ په ورته وخت کې د اروپايي پارلمان د مرستیال ویاند لخوا په اول ځل د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان په ګټه خبرې هم ماته د یو لوي او بل ناورین پېلامه ښکارېږي. که تاسې ۶۰ لسیزې ته ولاړ شئ او د ډیورنډ کرښې او د پښتونستان په اړه لږ ریسرچ وکړئ نو درته به پته ولګېږي چې د پښتونستان په جوړولو کې تر ټولو لوي خنډ امریکا، بریتانیا او د هغوي‌نور اروپايي اتحادیان ول. هغه هم ځکه چې هغه مهال پاکستان له امریکا سره د سټرټیجیکې دوستۍ معاهده لاسلیک کړې وه، په ورته وخت کې د افغانستان حمایت کوونکي د شوروي‌اتحاد او چین ول. هغه مهال چین حکومت په ښکاره د ډیورنډ کرښې او یا د پښتونستان د حمایت په اړه خبرې نه کولې مګر د ډیپلوماټیکو سرچینو او خبرو اترو له لارې چین د افغانستان په حمایت کې ؤ. په ۶۰ لسیزه کې افغان حکومت په وار وار له چینايي رسنېو څخه هم غوښتنه کړی وه چې که په مستقیم ډول نه وي په رسنېو کې کولای شئ چې د افغان حکومت دعوه قانوني وګڼئ. اوس خبره برعکس شوې ده او هغه داسې چې امریکا او لویدیځ له افغانستان سره ولاړ دي‌مګر چین بیا له پاکستان سره ولاړ دي. که تاسې د پاکستان د حکومت راپور د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په اړه ولولئ نو تاسې ته سره به حتمي رنګارنګ پوښتنې راولاړې شي.
همدارنګه د نوو راپورونو مطابق د امریکا ولسمشر لخوا افغانستان ته یو ځل بیا د ۵۰ زره عسکرو رالېږل هم یو لوي لړ شکونه زېږوي. افغان حکومت د دومره لوي شمېر د امریکايي‌عسکرو په اړه هېڅ دریځ نه دی ښکاره کړی. ملي یووالي حکومت ددې مسلې په اړه ګونګ دی او هېڅ نه وايي چې دوي په دومره لوي شمېر عسکرو ته په کوم معاهده او یا هم د تړون له مخې اجازه ورکوي چې یو ځل بیا افغانستان ته راشي او بیا له کوم تړون له مخې دوي خپل پوځي ماموریت شروع کولای شي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې که د افغانستان د مسلې حل پوځي وای نو بیا خو باید د افغانستان مسله د اوباما په دوره کې حل شوې وای ځکه چې هغه مهال خو په افغانستان کې ۱۴۰ زره عسکر مېشت ول. د اروپايي ټولنې لخوا د ډیورنډ کرښې په اړه دریځ او د افغانستان ځنې حمایت، د یو لار یو کمربند په اړه نړېوال کانفرانس، په افغانستان کې د تروریستي حملو زیاتېدل، د ۵۰ زرو نورو نوو عسکر رالېږل افغانستان ته او همدارنګه د امریکا او ناټو راتلونکې ناسته چې بل سبا ته به ترسره شي هغه څه دي چې شکونه زېږوي.
له دغو پورته ذکر شوو حالاتو څخه په هېواد کې د جنګ د اوږدولو او د نورو کړاونو بوي راځي. پخواني نیواکګر غواړي چې په نوو بهانو سره په افغانستان کې د جنګ اور بل وساتي، د هغه اقتصادي سونامي مخه چې په اسیا کې راپورته شوې او د لویدیځې نړۍ او پخوانیو نیواکګرو ته به د پای ټکې کېږدي غواړي مخه يي ونیسي.

نور بیا ………