fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري نړۍ

راتلونکې جګړه (اوله برخه)

لیکوال جلال بازوان
 په خواله رسنېو کې مو ولیدل چې روسي پوځي هیئت له وزیرستان څخه د پاکستاني پوځیانو په بلنه لیدنه وکړه. دا خبره لاتراوسه پوره نه ده جوته چې اخر داسې څه ول چې روسي پوځیان تر وزیرستان ورسېدل او له هغه ځایه يي لیدنه وکړه، مګر مونږ او تاسې ورته له یوې بلې زاویی کتلی شو او هغه دا چې روسانو په غیرمستقیم ډول امریکا او ناټو ته د وزیرستان د سفر له لارې یو سیګنل ولېږلو او ورته يي د سړی جګړې وختونه ورتازه کړل. همدارنګه ددې سفر سره سم د جنوبي اسیا لپاره د روس یو لوړپوړي ډیپلوماټ ضمیر کابلوف هم په واضح ډول وویل چې روس د طالبانو حمایت په دې خاطر کوي‌چې د روس او طالبانو موخې سره ورته دي یانې مانا دا چې روس او طالبان دواړه په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون نه مني. هغه زیاته کړه چې د دوي موخه دا ده چې بهرنۍ قوتونه دې له افغانستان څخه ووځي.
که مونږ وروستېو حالاتو ته په ځیر سره وګورو او د روس وروستېو اقداماتو ته نو حالات مکمل یو بل ډول انځور راکوي. روسان تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکا او د ناټو شتون په افغانستان کې اړین بللو او د هغوي وتل يي‌له دې هېواد څخه یوه لویه تېروتنه ګڼله مګر اوس داسې کوم تندر راپرېوتو چې روسان وايي له طالبانو سره همکاري ځکه کوي چې دوي نور په افغانستان کې بهرني قوتونه نشي زغملی؟ اصل خبره دا ده چې روسانو خپل زور په سوریه کې وازمایلو مګر هلته يي هڅو او زور کومه لویه نتیجه ورنه کړه او چې کله يي ځانته فکر کېدلو نو جګړه يي تر خپلو دروازو راورسېدله.
باید د روس د کمزوري اقتصاد ته په کتو سره ووایم چې روس په سوریه کې لویه ناکامي د روس لړزیدلی او کمزوری اقتصاد دی چې نشي کولای هلته د اوږدمهال لپاره خپل شتون او جګړی ته دوام ورکړي په داسې حال کې چې جګړه يي تر خپلې دروازې رارسېدلې وي. روس ته به دا وروستو ډېره په ګرانه بیه تمامه شي که همدا اوس د خپلو سرحدونو ته د رارسېدلې جګړې غم ونه خوري. په سوریه کې دوي کولای شي چې له نړېوالو قوتونو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي مګر هغه جګړه چې اوس ددوي تر سرحدونو ورتېرېږي له هغه سره به څه کوي؟
له همدې امله روس کوښښ کوي‌ چې دغه جګړه له افغانستان نه منځنۍ اسیا ته منتقله نشي. روس ولې غواړي چې دغه جګړه په افغانستان کې دوام ومومي؟ هغه ځکه چې له یوې خوا به يي لړزېدلی اقتصاد باندې هغومره فشار نه راځي لکه څومره چې سوريي ته د پوځونو، الوتکو او نورو جنګي وسایلو په لېږلو باندې راځي، او همدارنګه دوي به په ډېر کم مصرف او په پوره مهارت سره وتوانېږي چې خپله لوبه وکړي.
نور بیا……