fbpx
شریف شیرانی مقالې

“بابو للۍ” (افسانه)

لیکوال شریف شېرانی
درې ساعته ورستو بيا پر هغه ځای ناست يم پر کوم ځای چې ما او بابوللۍ* نن غرمه پوره درې نيم ساعته سره وکتل. دا وخت هم زه او زما درې ملګري يو کتاب، يو مجله او يوه رېډيو موجود يو، وخت هم ماښامنی دی. خو زما د کرۍ غرمې مېلمه بابو للۍ اوس راسره نشته.

نن د لوی اختر د مياشتې نهمه نېټه ده او سبا له به لوی اختر وي. زه هم د اختر په رخصتۍ خپل کلي ته راغلی يم. د غرمې دولس بجې وې کتاب, مجله او رېډيو درې واړه مي راواخيستل, د خپلو ملکونو (پټيو) خوا ته راغلم. د وخت تېري لپاره مي لومړی کتاب, ورپسې د مجلې لوستل, او له هغې وروستو د رېډيو اورېدل و ټاکل. د کتاب لوست مي لا نه وو پوره کړی، بابوللۍ پر راپېښ شو او دا نور وخت چې درې نيم ساعته کېده له بابوللۍ سره تېر شو.

بابوللۍ د برې کڅۍ کلي يو وتلی شپون دی. زه له کوچنيوالې هغه پېژنم. چا راته ويلي چې هغه يو وخت دوبۍ ته هم تللی وو, خو زما دا په ياد نه دي. نن غرمه چې کله ما په پټې کې ولاړ د يواځېني توت تر سيوري لاندې کتاب لوست هغه ناببره پر راغلی. خپله تره چاوۍ يې پر غاړه وه او ما ته يې له لرې پورته کړه. ويل يې ”څنګه مړ دي نه کړم؟” ما ويل ”هسې نه خونکښتی به شې.” نزدې راغلی, جوړ پخير يې راسره وکړه. هغه او ما کابو څلور کاله وروستو سره وليدل.

په سر کې يې راته وويل, “اوسوس چې دا کتاب درسره مه وايي-”

“دا بيا ولې؟” ما په حيرانۍ ځنې و پوښتل. راته يې وويل, “که پر ځای د دې قران درسره وايي خوند بې کړی وای. زما له ايسکوله ډېر بد کيږي. دا کتابونه د سړي زهم (ذهن) خراپوي.” ما په ډېره ککړه حيراني هغه ته وکتل. په دې فکر کې وم چې هغه ته داسې څه ځواب ووايم, ګوندې قانع يې کړم. خو وار يې را نه کړ.

بې له څه توقفه شرو شو. بې سره بې لکۍ مجلسونه يې پرلپورې وتړل. يو وار خو يې د مسلمانۍ اوږد داستان را بيان کړ. د اقتصاد په هکله يې دومره وويل چې پيسه شرمېدلې ښه ده. د غريبۍ عجيبه خوند دی. زه هم داسې هق حيران وم. نه پوهېدم چې هغه کوم څه ووايم چې د بابو للۍ په زړه يې ورپورې کړم؟ هغه وخت مي حيرانتيا نوره هم زياته شوه کله چې ما لوست په اړوند د قران يو ايت ورته حواله کړ, او هغه په ځواب کې راته وويل,

“زه په ايتونو نه پوهېږم. ما ته د ملا صيب د خلې خبرې وکړه. کتابونه هيڅ مانا نه لري.”

د هغه په دې خبره ما په ژوند کې په لومړي ځل بېبسي احساس کړه، او د پاخه ايمان اصلي شکل را مالوم شو. هغه لغتونه چې زه به ډېر په نازېدم، نن راته بې وارې ښکاره شوه. ما د پوهې په ډګر کې خپل لښکر مات وليد.

نن مي يو سړی نشو پوه کولی.

بابوللۍ دومره په خوند لګيا وو. زموږ د کلي هغه بل شپون اولم ګل يې هم په خپلو خبرو کې و غندی. ويل يې اولم ګل ډېر دروغژن سړی دی. په چا يې ښه نه وي پېرزو. خو چې د هغه خپل تربور ساوڼ په هکله مي يوه ښه خبره وکړه. دی راته په خښم شو. په غوسه يې وويل, “ته هم لکه چې نه پوهېږې؟ ساوڼ په دې دنيا غرقيږي. هغه يو زوی له مندرسې ايستلی, او په ايسکول کښې يې داخل کړی. ته وا، اوس به له غرقېدو بچ شي؟” ما په خندا ورته وويل, “ولې به څوک په علم زدکولو غرقيږي?” بابو للۍ يو څو ثانيې چپ پاتې شو, داسې يو ژور فکر يووړ. په ږغ کې يې يو مصنوعي غوندې استحکام پيدا کړ. په لومړي ځل ما د هغه اعتماد په لړزان وليد. ويل يې, “علم يواځې د دين وي, دا دنيا پاتې کېدونکې ده. ها بله ورځ ملا صاب په هديره کې نصيحت کړ, ويل يې د ايسکول تعليم د موکالې…. داسې ښه نوم يې وو…” ما په منځ کې ورته وويل, “لارډ مېکالې؟”

“هو هو, دغه نوم يې وو، نوم يې ورک شه، ملا صاب ويل دا د هغه قانون دی.” بابو للۍ چې کله خبره ختموله زما پام لږ بلې خوا ته ولاړی او هغه خپله خبره په هم دې ځای سوکه کړه.

زه لږ په مذبذب کېفيت کې وم. ما څه ورته نه وويل. بابوللۍ څه ګړۍ خاموشه ناست وو. خو صبر يې و نشو, ګويانه شو, “ته ډاکتري زدکوې؟” ما ويل, “نه زه نورې زدکړې کوم.”

“ښه ښه! ماشټر جوړېږې؟”

“نه بابو للۍ زه ليکوال جوړېږم.”

“د چيش ليکوال جوړېږې؟” بابو للۍ په حېرانۍ سره و پوښتل.

ما ويل, “ده پښتو ادب ليکوال” زما په دې ځواب کښې لږ تريخوالی پيدا شو.

“چې و ادب ته دي شوق شي, مندرسې (مدرسې) ته لاړ شه…. ته نو کله ملا وې!” بابو للۍ يو وار بيا درک راڅخه ورک کړ. ما بيا لږ خاموشي اختيار کړه.

يو پنځه شپږ دقيقې خاموشي دا ځل بيا بابو للۍ ماته کړه. ويل يې, “پخوا ده رودکوټ بازار يو هلک په ورس (روسيه) کې سبق ته تللی وو. چې کور ته راغی, پلار يې د واده بندوبست ورکړ, خو هغه هلک ويل ما ته واده د چيش راکوی. زه خپله خور غواړم…” هغه خبره لا نه و پوره کړې چې ما په غوسه ورته وويل,

“بس دی! دروغو ته دي ملا تړلې. دا و تا ته چا ويلي؟” هغه په رډو سترګو را وکتل,

“ښه! نو زه به ولاړ شم, ته خپل تاليم ته دوام ورکړه. دا هم وايې چې زه ادب ليکم. لومړی ادب زدکړه. ما ته دروغژن وايې, زه د ملا له خلې درته ږغېږم. او ته يو دوه کتابه دي ويلي په ځان دومره غره يې. سړيتوب که په کتاب وای, اوس به د کتابو دوکان مرکې کولې…..”

د بابو للۍ زړه نورې خبرې هم غوښتې خو ما ورته وويل, “بابو للۍ! اوس اجازه درکوم. زه چې کومې خبرې درته کوم, له کتابه دي. او ته يې کتلی شې. ته راته ملا بيانوې چې هغه ستا په څنګ کې نشته. ته لاړ شه ملا راوله. هغه دي ماته ځواب راکړي.”

بابو للۍ له ما څخه رهي شو. څلور کاله پس دا ملاقات ښه نه وو. هغه په زړه دروند وو. زه هم کور ته لاړم, اوس دا يم بيا هغه ځای ته راغلی. هغه خپل درې ملګري راسره دي. خو له خدايه دعا غواړم چې بابو للۍ او د هغه ملا په مخه مه راولې. زه دا اوس پر لمانځه هم درېږم, زه د بابو غوندې په پاخه ايمان خپل نيت تړم. چرته د بابو د ملا زور, چرته زه او زما دا درې ملګري.

*بابو للۍ: بابو د يو نامه عرفيت او للۍ زموږ د سيمې د لالا متبادل توری دی.