fbpx
شریف شیرانی مقالې

د جنګ هنر

لیکوال شریف شېرانی
چرچل وايي, “جنګ دومره حساسه معامله ده چې يواځې يې و جنرالانو ته نشو پرېښودلی.” په رښتيا هم جنګ يو فن دی او يو فنکار يې ښه لوبولی شي. په تېره د اوسنۍ زمانې جنګونه, چې ګڼ شمېر اړخونه او محاذونه لري. که څه هم د جنګ تاريخ د انساني ژوند تاريخ هغومره زوړ دی, خو د جنګ پېمانې په اوسنۍ دوره کې ډېرې بدلې شوې دي. د نړيوالو اړيکو زدکړه اوس د جنګونو بېلا بېل قسمونه بيانوي, چې څنګه يو قام له بل قام سره تود او سوړ جنګ کوي.
له دوهمې نړيوالې جګړې وروستو د پراکسيز او بفر زونز اصطلاحات په نړيواله کچه و منل شول او له دې لارې د جنګونو طريقې هم بدلې شوې. په دې جنګونو کې د ګټې او تاوان دواړو اخيستونکي مالوم دي. د نړۍ پر منابعو د تسلط راوړلو لپاره په مختلفو نومونو بېلابېل محاذونه تاوده دي.
موږ ته بايد دا مالومه وي چې هر څوک د دې جنګ تر شا ولاړ دي, څوک دي؟ که له يوې خوا يې له موږه درک ورک دی نو له بلې خوا دې خلکو ته دا هم مالومه شوې چې د ښکاره ګټو په نوم د جنګ لړۍ غزول څه ګران کار دی. بلکې په ښکاره جنګ کې پټې ګټې زياته اسانې دي. هم له دې کبله يې د جنګ لپاره ځينې جذباتي لاملونه غوره کړي, او هر يو په خپل وار کاروي. خو زموږ دا بدبختي په وار ده چې هر وار په يوه او بل نوم وغوليږو.
يو چيني فېلسوف سون زوو په خپل کتاب(the art of war) “د جنګ هنر” کښې وايي چې که په خپل زور خبر يې او د دښمن په هغه نه, يا د دښمن زور درته مالوم وي خو د ځان هغه نه, نو به يو جنګ ګټې او بل به بايلې. او که نه د ځان او نه د دښمن په زور خبر يې, نو دواړه جنګونه به بايلې. خو که د ځان او د دښمن دواړو قوت درمالوم وي, نو ته دواړه جنګونه ګټلی شې. خو زموږ بدبختي لا تر هغې هم زياته ده چې تر اوسه مو يو ټاکلی دښمن لا نه دی مالوم. او نه په دې اړوند د قامي وګړو تر منځ هيڅ يو اتفاق لرو. د جنګ هنر زدکول خو ليرې پرېږدو, مګر د دښمن د مالومولو هنر بايد زدکړو. که داسې و نه کړو نو هم داسې به د مرګ و خله ته سيخ پراته يو.
يو سياست پوه وايي, “جنګ هغه څوک پېلوي چې ګټه پکې ويني.” که دې خبرې ته لږ فکر وکو نو څرګند به شي چې پر موږ راتپل شوی دغه جنګ د چا په ګټه تماميږي؟ او دا يې لار ده چې پر خپل دښمن د پېژندلو ګوته ورونيسو. خو افسوس چې دلته کې د دښمن دروغجنې او ګمراکونکې پروپاګنډې دومره توره شپه پيدا کړې چې هيڅ نه پکې مالوميږي. پښتنو له پکار ده چې هغه ټول ګواښونه چې د قامي شعور لار يې نيولې، ته پام وکړي او د خپل قامي پېژنګلو په سفر ووځي. که څوک له موږ سره د قام په سر نفرت کوي نو پکار ده چې زموږ د قام يو بل سړی د هغه چا ”مينې” ته نه پرېږدو.
د جنګ تر ټولو لوی هنر دا دی چې ستا په کور کې د دښمن لپاره مينه ختم شي. او وروستو هغه هنري کار وشي چې قامونه يې له لارې جنګونه ګټي. تر هر څه لمخه پکار ده چې د قام وګړي له قام سره پاتې شي.