د پښتون کلتور دغه ورځ له لمانځينې او مبارکۍ پرته په خپله منځ کې نور سوالونه هم پيدا کوي. لومړی دا چې ولې سږ کال دا ورځ له کوټې او چاپېره پښتونخوا ماسېوا نورو پښتنو و نه لمانځله. دوهم, دا چې هغه خلک څوک چې د کلتور د دې ورځې په ډاګه مخالفت کوي. که څه هم د هغوی د مخالفت اصلي لامل نه مالوميږي, خو د دې ورځې لمانځل ضرور تر پوښتنه لاندې راوړي. هغوی د کلتور ښکاره مخالفت کړی خو د کلتور تيوري يې نه ده رد کړې. هغوی د اکېډمک دلايلو تر چوکاټه نه دي رسېدلي. د پښتنو د نورو ستونځو غوندې يې له دې موضوع هم کورنی بحث جوړکړی.
نو په سر کې بايد چې کلتور وپېژنو. د کلتور پېژندنې ګڼ شمېر تعريفونه شوي چې په مانا کې يو بل ته بېخي نزدي او ورته دي. خو د اکېډمک اصولو تر ستونې بيا ډېر تفاوت پکښې دی. موږ دلته له دې ټولو نه يو غوره تعريف دا جوړوو چې کلتور;
1. په انساني ټولنه کې د ګواښ او واښ(تقسيم) په علامتي بڼه څيزونه او هيېتونه پيمانه کول دي.
2. د جغرافيې او خلکو تر منځ د ژوند په هره برخه کې ځينې لوازمات چې د ژبې او اقتصاد تر مستقل اثر لاندې وي ټاکل دي.
3. په ژوند کې د انساني تړون تر ټولو اوچته او مضبوطه اداره هم کلتور دی, چې د تړون تر شا له يو ناڅرګنده قوت/احساس نه کار اخلي.
4. په ژوند کې د مور له غېږې د ګور تر غېږې ټول مراسم د ټولنې او يا وګړو کلتور ګڼلی کيږي.
5. د وخت له غوښتنو سره برابر و سم او ناسمو کړنلارو ته د محاکمې سند وربخښل دي, چې څوک يې په ټولنه کې عملي کوي.
6. د پردو يا يرغل ګرو په مقاومت کې تر ټولو قوي غيرهيتي ږغ چې د يرغل شويو خلک يو په بل تړون برقرار ساتي, هم دا کلتور دی.
7. د زور په مخ کې هغه قانون چې و کمزوري ته د پاڅون او بغاوت درس ورکوي.
8. په ژوند کې اسانتيا او پوهنه پيدا کوي.
9. د وخت او وکړي تر منځ د پل کردار اداکوي.
10. په ټولنه کې د بد کارونو مخه نيسي او ښو کارونو ته ادامه ورکوي. د دې تر څنګ د دنني انساني وضعيت د ښه کولو په لړ کې کار کوي.
که څه هم کلتور ځينې نور ښه او اړين ټکي هم لري, خو ما دلته دا پورته لس ټکي غوره کړي. اوس راځم هغو پوښتنو ته چې د ځينو کلتور مخالفو لخوا راپورته شوې او په رښتيا چې د اهميت وړ دي. يوه پوښتنه د جديديت او علميت په تناظر کې ده, چې باچاخان ټول عمر نه بدي کړې, نه يې خاني او زور زياتی کړی ايا موږ باچاخان له پښتون کلتوره بهر ګڼلی شو؟ په ځواب کې به دومره ووايم چې باچاخان د کلتور هغه بدو برخو ته کتلي کوم چې دانسانانو د شخصي ګټو او زورورو لخوا د کلتور ونډه ګرځولي شوي وو. باچاخان کله هم لنګۍ, خولۍ, څادر او واسکټ (سدرۍ) مخالفت نه دی کړی, ولې چې هغه ټول ژوند د جهالت د تيارو په ضد مبارزه کوله. هغه کله هم د جرګې, مرکې او ننواتې د دود مخالفت نه وو کړی. نن چې څوک د “باچاخانۍ” نارې وهي ايا د په يو تعريف کلتور نه دی؟ او بلې خو ته د خوشحال بابا دی چې له يو نه زيات وار يې د دستار شعرونه ويلي او کله يې هم داسې بل څه له دې صفت سره نه دي تړلي. چې د دستار کار په بل ذماني توري ننګولی. او ښکاره يې د پښتون دستار ته اشاره کړې. هغه ټول ژوند پت او ناموس يادکړی او دستار يې د هغه علامت ګرځولی. کلتور د انسانو په منځ کې د هغه يونيفارم حېثيت لري کوم چې د فوځيانو يو اداره و خپلو کارکونکو ته ور اغوندي. هم داسې ملي وياړ د کلتور تر څنګ وګړي د ازادۍ و بهير ته راپاروي.
بله دا چې ايا د پښتنو په کلتوري جرګه کې دومره توان شته هم چې د عدالتي نظام متبادل دي وګرځي؟ د امريکې چې د دنيا تر ټولو پرمختللی هيواد دی, په اساسي قانون کې د Alternate Dispute Solution په نامه يو ماده موجوده ده, چې له لارې يې د بېلابېلو سيمو خلک خپلې لانجې د روايتي عدالتي نظام نه پرته د هغوی د خپل کلتور له لارې هم حل کولی شي. دغه ماده د دې زباد (ثبوت) دی چې په هر کلتور کې د لانجو هوارولو امکان موجود وي.دغسې ګنجايش د هر هيواد اساسي قانون لري. او پښتانه خو هسې هم د مرکو خلک دي.
دغه پوښتنه چې کلتور کله هم د انسانانو لوږه تنده نشي ختمولی؟ په رښتيا هم ډېره مهمه ده. خو دلته موږ دغه سوال په مجهولي انداز ځوابوو, چې لوږه او تنده د ځينو بدو کارونو په اړوند پيدا شوي او کيږي, څو دغه بد کارونه په يو کلتور کې د مثبتو قوتونه د مدافعې کمزوري څرګندوي. چې ستر لامل يې هم دغه د کلتور لمانځنې مخالفت ګڼلی شو. که چېري دا سوال هم کيږي چې لوېديځ يا امريکا د کلتور په بهانه موږ غولوي. نو دا څنګه ممکن ده چې يو څوک و خپل پېژندګلوي ته نزدې هم وي او دغه نزدېکت يې د بل په ګټه تمام شي. که په دې هکله يو تيوري يا مفکوره شته هيله مند يم چې څوک مي په پوه کړی.
کلتور لمانځنه او يا پر کلتور ټينګار په اصل کې هغه سوګند دی چې څوک يې د خپل قامي مرام په اړوند اخلي. نو دا وينا چې د کلتور لمانځونکي د تبليغيانو غوندې و استراحت ته حاجت مند دي سمه نه ده. ځکه هرکله سوګند تر کار کولو لمخه اخيستل کيږي. او يو پښتون چې سوګند اخلي تر لمخه يې د هغه پالنه تر زړه ايستلې وي. بيا هم که څوک د سوګند اخيستو وروستو کارپالنه و نه کړي نو تر تبليغيانو هم بدتر دي. او دا پوښتنه کونکي تر يو حده پرځای دي چې نن سبا د دې خلکو شمېر ګڼ شوی دی. خو دغه لاملونه او حالتونه يو په بل ګډوډول غلط عمل دی. که څوک بد کار کوي او پښتون وي نو د بدو پړه يې پر پښتون کلتور نه راځي.
دا پوښتنه چې د کلتور لمانځنه بايد د پښتو اکېډمۍ تر اختيار لاندې مه وای, بېخي بې ځايه ده. ولې چې د پښتون کلتور ورځې لمانځينه تر ابده د پښتو اکېډمۍ دنده او مېنډېټ نه ده ګرځولې شوې. دا پرېکړه د ټولو پښتنو ګډون کونکو په خوښي شوې وه. او په راتلونکي کې دا کار د اولس او اولسي ادارو په غاړه اچول شوی وو. او له دې سره نزې دا سوال چې رياست د کلتور په وده کې کوم څه کولی شي؟ منم چې کلتور د يو پرلپسې او پېيلي تغير نوم دی. او يو رياست د تغير په دې دوران کې خپل مقاصد ور داخلوي. خو د پښتنو په مېشتون کې دوه هيوادونه راځي چې دواړه خپل بېلابېل نظريات لري. او چې پښتانه و کومې نظريې ته ځان نزدې بولي, پوښتنه هم بايد له هغه هيواده وشي. هو! زموږ په کلتور کې چې ځينې بد دودونه راګډ شوي هغه هم د دې تقسيم کبل کېدلی شي.
له دې پرته نور سوالونه هم پيدا شوي. چې زموږ له کلتور سره ځانګړي دي. رښتيا هم دا د تاوان خبره ده چې د دې کارونو په اساس ځينې خلک زموږ و کلتور ته بد وايي. زه دلته د کلتور سپېڅلتيا بيانول کله هم نه غواړم. کلتور په خلکو سپېڅلی کيږي. دا منم چې زموږ په کلتور کې ځينې اساسي نيمګړتياوې شته دي, هم کبل يې دا چې په دې ډګر کې تر اوسه هيڅ اکېډمک کار نه دی شوی او د پښتنو دنني احساسات لا تر اوسه په ځينو وحشي مفکورو کې راګېر دي. دا کار په رښتيا د رياست له بقا سره تړلی دی. نن هم که چېري په دې هکله په دقت سره هغه ټکي مطرح شي نو ممکن موږ په دې ستونزه کې په لنډ وخت بريالي شو.
دا هم واضح کول غواړم چې د پښتو اکېډمۍ او د درويشتمې نېټې بايد دفاع و نشي. خو د دې کمزوري بنسټ تر څنګ هيڅوک اجازه نه لري چې په پښتنو کې د کلتور جواز تر پوښتنه لاندې راوړي. پښتون يو قام دی, ژبه لري, د نړۍ پر نقشه شتون لري, وګړي لري نو له يو کلتور نه ولې بې برخې کړای شي؟
زه خو په دې هم باور يم چې پښتانه د خپل کلتور او جرګې په وسيله له اوسني ناورين څخه خلاسېدلی شي. جرګه د پښتنو د دولت او اولس شوری (پارليمنټ) ده. دښمن زموږ دغه لچ پرېکړی او موږ يې د غلامۍ و کنده ته غورځولي يو. ايا که اولس د جرګې له لارې پر دولت خپل انحصار کم کړی, د پښتنو په ګټه به نه وي؟
کلتور په سياست او مذهب کې رانغښتل ستره غلطي ده. په هغه صورت چې قام تر غلامۍ لاندې وي نو د کلتور زياتره برخه د سياست اغېزمنه وي. او دغه اغېز ګټور وي, خو له مذهب سره هيڅ تړاو نه لري. مذهب د انسان شخصي موضوع ده او کلتور د انسانانو ګډ څيز دی. د انساني تهذيب تاريخ دا زباد کړې چې تر مذهب لمخه سحر(د جادو يو قسم چې پخوا په بدله بڼه کې وو) راغلی. وروستو مذهب راغلی. هغه پخوانی سحر په پرتله کې په معنوي توګه کلتور ته رانزدې کيږي.
هر څه چې وي پښتانه له خپل کلتور څخه پرته ژوند تاوان ګڼي. خو د امکان تر حد که څوک په دې ډګر کې شعوري کار کول غواړي د هغوی به دا پر پښتون قام لوی احسان وي.