fbpx
شریف شیرانی

“رښتيا ويل توان غواړي”

لیکوال شریف شېرانی
يو پوهاند وايي, “رښتيا ويل د زورور او يا د لېوني کار دی.” که څه هم دا خبره په افاقيت پوره نه راځي, ولې چې نوره دنيا اوس د رښتيا ويلو په تکل کې ده. او د تاريخ زدکړه دا ده, چې يو نه يو وخت به رښتيا خامخا څرګنديږي. خو که و دغه وينا ته زموږ د ټولنيز ژوند په تناظر کې وکتل شي, تر يو حده پر ځای او د فکر وړ ده. زموږ ټولنه چې د ګواښلو, وېرولو او ترهولو ستر علامت ده, پکې “رښتيا” ويل هم په رښتيا چې ګران کار دی. د پښتنو هغه لېوني او زورور چې ممکن د رښتيا ويلو توان ولري پر پردي خره سپاره دي. د پردو لپاره کارکول د هغوی وياړ ګرځېدلی. او پردو غوږونه دومره زيات ور ډک کړي چې د اورېدلو او سنجولو حس يې ختم شوی.

ټوله ملامتيا په دوی کې هم نه ده, ځکه چې رښتيا نه ويل يواځې د ويرې او مجبوريت لامل کېدلی شي, خو چې ويره او مجبوريت پکې نه وي بيا هغه څه چې ناپوهي يې سبب وي د رښتيا لاره نيسي. يعني د بې علمۍ او ناپوهۍ په سبب رښتيا مخې ته نه راځي.

دا دومره لوی تمهيد مي په دې وتړلی, چې د پښتنو مقدمه دا وخت د لېونيانو او يا د زورورو و رښتيا ويلو ته حاجت لري. پښتانه له مودو راهيسې له سختيو او جنګونو سره مخ دي. او په دې ټوله خونړې دوره کې په لومړي ځل د پښتون ملت جذبه داسې پارېدلې چې که مشران وغواړي يو ټاکلې موخه و قام ته ورکولی شي. په نړۍ کې ژوند اوس پر بل لوري روان دی. نړيوال قوتونه په دې نتيجه رسېدلي چې د اوسېدلو دغه ټاټوبی بايد نور په جنګونو کې نه پرېږدي. خو دې ته بايد ډېر خوش بينه نشو چې څوک جنګ غواړي او که نه, بلکې موږ دا وغواړو چې نور نو جنګ نه کوو, او دا وکړو چې موږ نور خپل امن غواړو.

د امن او سوکالۍ په غوښتلو کې اوس پښتانه يو اتفاق دي. ورسره دې پړاو ته هم رارسېدلي چې د پښتانه ژرغونه په پښتني کړه وړه ممکنه ده. پښتانه په دې هم پوهی دي چې د اسلام او يا د نور څه پاللو ټېکداري هم پر دوی تپل شوې وه. خو د رښتيا ويلو يو ځای اوس هم لا پاتې دی چې ايا د پښتون قام دغه ستونزه د چا له لاسه ده. دلته هم دوې خبرې دي چې په بېلابېلو برخو کې د وېش له کبله پښتنو که د لر دي او که د بر يو ټاکلی دښمن يې نه دی ګرځولی. ځکه چې که د پښتون سياست او قامي تګلاره په باريکۍ سره مطالعه شي له ورايه ځينې دقتونه پکې راپېښ دي او د حل لپاره يې هغه رښتيا ويل ضروري دي چې يو لېونی او زورور يې توان ولري. که داسې و نه شي نو ممکن دغه ترخه حقيقتونه د منزل په لاره کې خنډ ثابت شي. له ډېرې قربانۍ وروستو يو پرېکړي ټک ته رسېدلي يو. خدای مه کړه که دغه موقع له لاسه ووته بيا به دغومره قربانۍ نورې و غواړي.