fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

د امریکا او پاکستان د داعش ګډه لوبه 

لیکوال افغان جرګه
په افغانستان کې د نړېوالو قواوو عمومي قوماندان نیکولسن وویل چې په افغانستان کې جنګېدونکي د داعش ډله ټول د پاکستان د طالبانو د تحریک غړي دی چې د پاکستان د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته را اوښتې دي او اوس د داعش په نوم په افغانستان کې عملیات کوي. هغه وړاندې وايي‌ چې دغې ډلې روابط مستقیم د عراق او سوریه د داعش سرګروپ سره دي.

نیکولسن وايي د داعش اویا سلنه غړي پاکستاني اتباع دي چې زیات يي‌ له ارکزو د قبیلې سره تعلق لري.

خبره اصل کې دا ده چې د پاکستان د طالبانو تحریک ډله څرنګه په داعش واوښته او همدارنګه څرنګه د دغې ډلې خلک ټول د لرپښتنې قبیلې سره تعلق لرونکي دي؟‌ د امریکا او پاکستان د یو منظم پلان له مخې داسې څه روان دي چې د ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکړي او په دې پلان کې د پاکستان د طالبانو تحریک تر ټولو موثره رول لوبولاې شي. د پاکستان د عملیاتو په بهانه ټول ترهګر افغانستان نامنه سیمو ته را ولېږل، اوس د حافظ سعید په مشرۍ د داعش په نوم په افغانستان کې عملیات کوي او په قرار قرار دا خبره دې ته برابروي چې د پولې د امنیت ساتنې په نوم د ډېورنډ کرښې د رسمي کېدو یوه نوې لوبه راولاړه کړي.

که د افغانستان حکومت له امریکا سره سپینې او پاکې خبرې ونه کړي چې د افغانستان د کلو په بمبار سره القاعده، داعش او نور ترهګر له منځه نشي وړلې ترڅو چې ددغو ترهګرو ډلو اصلي سرچینې ته ورنشي او د افغانستان د پولو د باندې عملیات ونه کړي.