fbpx
مقالې

پښتون څه ته وائي?: ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
له ټولو اول زه منم چې يو شمير پښتنو نه به ترهګر هم جوړ شوې وي
څوک به فکري غلامان وي
پښتني اخلاق هم اوس هاغسې نه دي.
او نه يوازې پښتون دې ته وائي چې پښتو وائي يا ليکي .
پښتون وائي ناموس ساتونکي ته
که پښتون هر څومره جابر شي
خو د چا په ناموس به تيرې اونه کړي
پښتون وائي د خق ملګرتيا کوونکي ته
پښتون وائي يو لوی انسان ته
پښتون وائي د مظلوم ملاتړ کوونکي ته
پښتون يو لوی احساس او انسانيت دې
پښتون د پښتو د څوګنده تيريدې نشي.
د پښتون سره د لوې انسانيت کلمه پښتو ده
ځکه د نړئ هر با احساسه خلک پښتنو سره مينه لري ولې چې ستر انسانيت هم پښتو ده چې په چا کې وي هله
يو ښه پښتون ښه انسان او ښه مسلمان دې
پښتون په نهاره خيټه د ميلمه د خيټې غم کوي
ولې به د نړئ با اخساسه خلک اصل پښتون سره مينه نلري?
نن که پښتون د وخت او د حالاتو د لاسه چا د وخشت لارې ته سم کړې دې يا يې په غلا دهوکو اړولې دې
نو دا ځکه چې هغه پښتون فکر يې روک شوې دې او ازاد نه دې
د پښتون پښتون ولي ژبه دود دستور پرديپالو او اغيارو چرې ودې ته پريښودې نه ده.
اصل پښتون خاورين دې د هغه عمل او کار لوی خبره وړه ده
او دغه د لوی انسان پيژندګلو ده.
اصل پښتون چې
کومه غوڅه په خپله ژبه کولې شي په توره يې نشي کولې.
د افغانستان يو تاجک ليکلې دي چې پلار مې وئيل چې کله يو پښتون د افغانستان مشر وي نو د هر چا ناموس په امن شي
خو چې غير پښتون مشر شي نو زمونږ سره د خپل ناموس غم شي.
دې ته وائي د پښتون لوی والې
د پنجاب په کلو کې چې يو اصل پښتني احساس واله پښتون ميشت وي نو د خلکو زړه پرې ډاډه وي
زه به دا اووايم چې هر يو کلي له يو پښتون پکار دې ولې چې د مشرئ دا کار دې د پښتون.
کاش چې ته خبر شې
کاش چې ستا پوهه ,فکر ,ژبه دود دستور
په يو مرکز کې منلې شوې او رسمي شوې وې
ستا په پښو کې ځولنې نيشتې ستا سر پردې شوې دې.
ستا پوهه شتې خو پوښتنه پوهه د روکه ده.
که يو پښتون مشر د پښتني پوهې سره تاته لار سمه کړي او دغه احساسات اول په خپل ځان کې ولري نو ستا لار څوک هم نشي نيولې.
چا درنه نن ګل خان چا ګلمرجان جوړ کړو
چا ترهګر چا عربان جوړ کړل.
چې دا شپولونه لرې کړې بيا به ځان اوپيژنې