fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې

کويټيوالو خپل ځوان کول دلاسه ورکړ…!: نعمت رضا

لیکوال جلال بازوان
دبدامني هغه خونړي جنګ چي تيري يوه لسيزي راهسي پر پښتانو سيمه بليږي چي تراوسه پوري دغه جنګ خپل پاي ته ندي راسيدلي اواوو دي چي بليږي او دپښتانو ځوان کول سوزي وي او پښتانو ميندي غمجني کوي ….. او دوي بي کوره کوي …ايا دغه بدامني تور جنګ به کله پاي ته ورسيږي..ِ.؟کله به دي پښتانو وژنه بند کړي شي….؟څوک خبر ياست مونږ څوک وژني…؟دښمن مي څوک دي او چيري اوسي….؟او په کم رنګ مي تباه کوي….؟په کم تور مي تر خپل وطن څخه مهاجر کوي….؟قدر مندو ډيرۍ پښتانه به ځمه په دغه سوالو پوهيږي خو وينا نشي کولي او حق خبره کولو سره به بيا ډيرو ګواښونو سره مخ کيږي او اوس مهال خو مونږ څخه د حق وينا کولو حق هم اخيستل شوي مونږ وژل کيږي ژوبل کيږو خو خپل اواز نشو پورته کولي ګونګ شوي يو ځوانان او راروان نسل مي تباه کيږي او نړي کي مي څوک دي ملاتړ کولو نشته دي پر بي ګناه تور مي وژنه روانه ده. کويټيوال پښتانه او بلوڅيان به ترڅومره پوري قرباني ښکارکيږي…؟ نور به څومره شهاداتونه ورکوي…؟د شهادات لوړ مقام نه زار شم….خو دغه شهادات صرف د پښتانو په قسمت کي ليکل شوي دي او دوي با شهيدان کيږي صرف….؟ په سيمه روان جنګ کي بيا دغه اووني کي کوټيوالو خو خپل راتلونکي ووبيللو خپل ستوري تر لاسه ورکړل د پښتانو ميندي غمجني شوي او خپل ستوري پشان ځمنو غمن بائي تل ترتله خوري هغه ځوانان چي پکښي زيات شمير قانون پوهان ول په کالونو ئي زدکړي کړي وي تيره اووني ترهګري په نوم روانه جګړه کي قرباني شول او کويټيوال قانون پوهانونه بي برخي شول هم په سياستي توګه او هم په قانوني توګه …دغه قانون پوهانو ګناه چه وه….؟خپل د قام خلکو ملاتړ او دوي لپاره قانوني حق غوښتل په وجه ووژل شول که چيري چه نور عوامل کيدشي…خو ځمه په خپله يوه خبره پوهيږي چي دغه جنګ راته پښتانو راتلونکي ختمول سبب ګرځي ځکه خو اول مونږ قانون پوهان وژل کيږي چي مونږ غږ څوک واناوري او په پټ غږ مي ووژني خو که څوک هم دغه سوچ کوي چي صرف پښتانه به ترهګري قرباني کيږي نو بايد مونږ نور پوهه شو دغه شهادات نور ښکار نشو او په خپلي کي يوموټي شو څرنګه چي لوي بابا ويلي وو” چي يوي کيږي ګني ورکيږي” هغه وخت راغلي دي که چيري مونږ يو نشو نو ورکيږي او نسلونه مي بيا دغه شان وژل کيږي کوټي خونږي بريد خو پښتون قام منيدي خوائندي بورې کړي کويټي اولس خو خپل روښانه سباؤن نه محرومه شول په لسګونه ځوانان ئي توري خاوري شول اوس مونږ ته پکاري چي نوري دخاموشي روژي ماتي کړو خپل حکومت نه دساتني او د بي ګنا قتلولو پوښته وکړي چي مونږ دښمن څوک دي ولې مونږ وژني او تباه کوي مو. ملګروځکه چي جمهوري رياست کي اولس ته حق حاصل دي چي رياست چارواکو نه پوښتنه وکړي.که چيري دغه شان يو څو ورځي وير ولمانځو بيا خپل قتل شوي ځوانان هير کړو نو بيا جاوته خبره ده چي دغه شان په قتليږو او ژوبل کيږو بي څرنګه چي ګوېټوالو خپل ځوان کول د لاسه ورکړو.