fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

د پښتنو هنرمندان او سندرغاړي ولې د نيستئ په ژوند مجبور شي?

لیکوال افغان جرګه
د يو قوم
د کلتور ژبې دود دستور په ژوندی ساتلو کې د هنرمندانو او سندر غاړو غټه برخه وي
پښتانه هنرمندان چې دلته د زدکړې کومه اکيډمي يا ځائ هم نلري خو دا ددوي د هنر او قام سره مينه ده چې په دې تيارو کې ډيوې بله وي.
پښتو موسيقي او هنر چې په دې وطن کې يې هيڅ داسې څه وسيله نيشتې چې مرسته يې وکړي خو دا زمونږ د هنرمندانو همت او کمال دې چې خپله ژبه او هنر يې بام ته رسولې دي.
دغه هنرمندان چې کله سندرې وائي يا په خپل هنر زمونږ زړونه خوشالوي د خپل قام خذمت کوي نو هغه وخت چې کله ترې مونږ خوند اخلو نو ستاينې يې کوو
خو چې کله دوي بې وسه شي يا عمر پرې تير شي بوډاګان شي نو پښتانه يې هم هير کړي
او هيڅ ياد ګيرنه او مرسته يې نه کوي.
په يو وخت کې به پښتنو خانانو د قمرو جان په يو ټپه پيسې شيندلې او په سيالو کې به د يو بل نه تير وو روستو په زوړ عمر چاته ياده هم نه وا.
استاد خيال مامد,معشوق سلطان,قمرو جان,وګمه ,باچا زرين جان,ګل بالي,نعيم جان,زرڅانګه,ميراوس,استاد ګلزار عالم او د پښتو موسيقئ يو بل ځلانده ستوری چې په يو وخت کې لوی نوم پيدا کړې وو استاذ هدايت والله پښتنو هير کړې دي.
نن چې مې د هدايت والله استاذ د ډيوې سره مرکه اوکتله نو ډير افسوز مې وکړو چې دا دومره لوې هنرمند نن د ناجوړتيا او مجبورئ شپې د پيښور د زوړ ښار په يو تنګه کوڅه کې په يو لنډ تنګ کور کې سبا کوي.
په دې صوبه کې يو وزير ته ددې هنرمندانو په سر دندا سپارلې شوې ده او ښه فنډ لري هغه پيسې نن او پرون چرته ځي او تللې?
دا خق به ددې خلکو تر څو په بډو وهئ.
پښتانه لا تر اوسه د نيکونو د تورو زنګ څټي.
دا قام نن يو بې کلتوره,بې هنره,بې پوهې
قام دې.
دوي د دنيا نه دوزخ جوړوي او جنت پرې ګټي.