fbpx
سالار یوسفزی مقالې

بهګوان مړدے که شهید ؟

رتن کمار یو اوږود ساه واخستو او د جهېل په تیاره کوټګۍ کښې یې دېوال ته ډډه ولګوله هغه په کوټګۍ کښې د ډېرې تیارې له وجې دا پته هم نه لګېده چې د هغې اوږودوالے اوپلنوالےڅومره دے یوه توره تیاره چپتیا اوتوره تیاره شپه که د چا په سترګو کښې څوک چخچي ورکوي نوپته یې نه لګي.البته د هغه دلاسو د هتکړو او د پښو د بېړود زورورزنځیرونوشړنګېدو سره به په دغه ډوبه چپتیا کښې خللپېداکېدو.خودغه تریخ ساعت تېرو خوږو یادونو تریخ پرېنښوداوډېر خواږه خوندونه یې پکښې ډک کړل.
هغه د هندو مذهب پوخ منونکے وو د برتهکال پېښور په یوه تنګه کوڅه کښې د خپل وړوکي کور په یوګوټ کښې د دشري بهګوان مها دېو د بت ( مورتي ) لګولولے دے چې به یې په تازه ګلونو اوخوشبویانو نمانځلو وخت بې به پوجا پاټ کښې مشغول وو. د دغه مینې وروستودهغه په ژوند کښې یوه بله مینه هم پېغله شوې وه رتن کمار پدې خوشحاله هم وو اومطمیئن هم. رېشما دهغه د خپل تره لور وه د هغې نرۍ دنګه ځواني لکه د بطې دنګه غړۍ اوږدې اوږدې پستې ګڼې اوخورې تورې زلفې لکه د رېښمو تارونه د هغې مدهوشه غټې غټې اومعصومې تورې سترګې اوبې خوده کونکې سادګانې اداګانې ګل ورینه خندا او د سًروتال نه ډکښې نازکې خبرې چې اورېدوته به یې هغه تل لک غوږونه نیولي ووچې د دغه اواز د اورېدو سره به یې د هغه په غوږونو کښې لکه د سوچه ګبینه خوږوالے په غزېدو شو . او د هغې د ليدو سره به په هغه دنیا هم د جنت نه زیاته ښائیسته وه. او د هغې په غېر حاضرۍ کښې به یې خیالوه اوفکرونه د هغې په یادونو ښکلي وو.
هغه ته یاد نه دي چې د ریشما او د هغه مینه کله ، څنګه او ولې مخ په وړاندې لاړه او ولي البته دومره ورته یاد دي چې هغوي دواړو یوځائے خپاړې کړې وې یو ځائے بې لوبې کړېوې کوټګۍ جوړې کړې ورانې کړوې نینځګې لوبولې وې یوځائے سکول اومندر ته تلي راغلي وو. او دغه پرمخ تللي وخت د هغوي په مینه د وړکوالي نه تر ځوانۍ پورې د مینې او خوښۍ شالونه خواره کړي وي اودهغوي راتلونکي وخت ته د خپل تېروخت په درشل هرکلے وئیلے وو. البته د رېشما مشر ورور د رتن کمار سره د کرکې رشته پاللې وه اوچې کله هغه پوهه شو چې هسې نه خبره د هغه د لاسه ووځې د هغه کرکې هغه دې ته و هڅولو چې د رېشما زر ترزره واده وکړي هغه پدې لټه کښې شو چې زرترزره ریشما له خاوند ولټوي او واده یې وکړي.خو رتن کمار مطمئین وو چې رېشما د هغه ده او هغه درېشما او د بهګوان ځانګړے نطر د هغه ملګرے دے .پوجا پاټ له به یې ډېر وخت ورکولود بهګوان د بت به یې ښه خسمانه کوله اود ريشما سره د وصال او واده کولودعاګانې به یې ترې غوښتلې او منتونه به یې هم منل.
اخر هغه بده ورځ هم راغله چې د رېشما کوئیدن د بل چا سره وشوه او د واده تیاریانې یې په زور شور سره شوروشوې اوهغه ورځ هم ډېره په منډه راغله چې د رېشما د واده ډنډوره وغږېده. هغه نن هم د بهګوان د تمثیل په درشل سرایښے دے ژاړي او دعاګانې ترې غواړي اوپدې باور دے چې د هغه دعاګانې به ضرور رنګ راوړي ناڅاپه د بهر نه د هنډ زوګ اوچغو نعرو اوازونه را پورته شواوهغه ته معلومه شوه چې رېشما زهر خوړلي دي او په نازک حالت کښې یې روغتون ته ورسوله هغه بیا په عبادت کښې مشغوله شو اپه ژړا ژړا کښې یې د رېشما د روغتیا دعاګانې غوښتلېخو د قسمت بلا څوک وژلے شي اورېشما د دې فاني جهان نه ابدي جهان ته د روح کډه یوړه.
د دې خبر اورېده سره رتن کمار بد حواسه شو مازغه یې شل شو لکه د لېوني راغوټه شواو مخامخ د بهګوان سینګارکړے بت یې اوچت کړو اوزمکې له راپرېښودو او هغه ټوټې ټوټې شو. د هغه دغه عمل د هغه د تره ځوي ولیدو اوپه خپله ټولنه کښې یې د بې دینې اولا دینۍ شکایت وکړو.اوپه ټاڼه کښې یې پرې هم چټهۍ ولیکله چې دا بې دینه شوے دے او د بهګوان مورتي یې ماته کړېده هتک یې کړے دے او نه یواځې د بهګوان بلکې د دین سپکاوے یې هم کړے دے پولیس راغلل رتن کمار یې ونیولو اوتهاڼې ته یې بوتلودا خبر لکه د اور هره خوا خورشو. هرسړي پکښې د لچسپي اخستل خپل ټولنیز او قانوني حق وګڼلو.او د لږې نه یګه جوړه شوه.چاپېره لوئے اکثریت د مسلمانانو وو سنیان د یو اړخ نه راغلل اوشیعه ګان د بل اړخ نه . مظاهرې شورو شوې جلسې جلوسونه شوروشو.او خبره دلته لا ډېره متنازعه شوه ، یوه ډله په ضد ده چې بهګوان مړدے او بله په ضد ده چې نا شهید دے د حالاتو واګي په لاسو کښې د ساتلو لپاره رتن کمار په هنګامي طور جېل ته واستولے شو. دواړه ډلې نن هم پاخ دلیلونه وړاندې کوي. او د ټولنې عام وګړے د دې ستونځې سره مخ کړے دے هروکړے پدې پرېکړه سرخوږوي او ځان پدې خبره پوهه کول غواړي چې بهګوان مړدے که شهید؟