fbpx
جلال بازوان مقالې نړۍ

په سیمه کې د نوې لوبې پیل 

لیکوال جلال بازوان
په وروستېو کې مونږ د هېواد د شمال برخو د نامنۍ شاهدان یو. د هېواد شمال چې په تېرو پنځلسو کالو کې تر ټولو پرامنه سیمې وې، له دوه زره پنځلسم کال له شروع څخه په شدت سره هلته تروریستان ځانونه د طالبانو او داعش په بڼه راڅرګندوي. همدارنګه په مرکزي اسیا هېوادونو کې هم نامني تر بل هر وخت زیاته شوې ده او په دې وروستېو کې نړېوالې ادارو او رسنېو د خبرونو له مخې په سوریه کې د مرکزي اسیا یو لوي شمېر وګړي د داعش په لیکو کې جګړه کوي.
د راپورونو په اساس ازبکستان او تاجکستان هر یو هېواد څخه د زرو نه پورته کسان د داعش په لیکو کې جنګېږي. د قزاقستان وروستۍ حمله چې د اکتوبي په ښار کې يي وکړه او په هغه کې پنځه ویشت کسان مړه شول د نوې لوبې د پیل زنګ ګڼل کېږي. همدارنګه د ځینې راپورونو په اساس د هېواد ګاونډي هېواد د ترکمنستان په ځینو کلیو باندې د طالبانو لخوا هم حملې شوې دي.
پرون ورځ د نیدرلینډ د هاګ په محکمه کې د چین او فلیپین ترمینځ د چین سویلي سمندر په ځینې برخو باندې خپله فېصله واروله. نوموړې قضیه د فلیپین لخوا په ۲۰۱۳ کال دغه محکمې ته وړاندې شوې وه په داسې حال کې چې چین هغه مهال هم دغه محکمه د نړېوالو سمندري قوانینو مطابق یوه غیرقانوني قضیه ګڼلې وه ځکه چې د دې دواړو هېوادونو ترمینځ له پخوا څخه یو لوظنامه موجوده وه. چین دغه مسله غوښتله چې د ډیالوګ او د ډیپلوماټيکو اړیکو په ذریعه سره حل کړي.
د نوموړې قضیې د فېصلې د اورولو څخه د مخه امریکا خپل جنګي او الوتکې وړونکې بېړۍ سیمې ته ورلېږلې وې ترڅو د چین لخوا د برید په نتیجه کې له فلیپین څخه دفاع وکړي.
که څه هم د محکمې فېصله د فلیپین په حق کې وکړل شوه مګر د محکمې فېصله دا چې چین ورڅخه بائېکاټ اعلان کړې ؤ او په هغه مهال په محکمه کې د چین له لوري هیڅوک هم نه ول نو د دغې محکمې فېصله کومه قانوني بڼه نه لري. د دې ترڅنګ نوموړې محکمه د اجراتو ورکولو او د فېصلې د عملي کولو حق هم نه لري چې دا بیا د دې خبرې پخلې کوي چې دغه قضیه یو بل مشکل پړاو ته ننوتله او امریکا په لوي لاس غواړي چې د سیمې هېوادونو ترمینځ یو نوی مشکل ایجاد کړي.
د تاریخو حقائېقو مطابق هغه سمندري سیمې چې اوس يي فلیپین دعوا لري او امریکا يي‌ترڅنګ ولاړه ده د چین مربوط سیمې دی. هغه مهال چې چین د دوهمې نړېوالې جګړې پرمهال د چاپان مستعمره وګرځېده نو دغه سیمې يي هم له کنټروله ووتلې مګر د دوهمې نړېوال جګړې په ختمېدو سره سم يي له فلیپین سره په دغو سیمو خبرې وشوې او دغه مسله يي د ډيپلوماټیکو اړیکو له لارې د حل کولو وړاندیز وکړو چې دواړو هېوادونو ومنله.
د هاګ محکمې د فېصلې د اورولو وروستو د چین ولسمشر، د بهرنېو چارو وزارت او د دفاع وزارت ټولو دغه فېصله نه یوازې دا چې رد يي‌کړه بلکه دا يي‌د امریکا لخوا په سیمه کې نوې ډرامه وبلله. همدارنګه د چین دفاع وزارت ویاند اعلان وکړو چې دوي تیار دي چې د خپل هېواد د هر لویشت ځمکې څخه دفاع وکړي خو دوي بیا هم غوره ګڼي چې دغه مسله د زور او جنګ له لارې نه بلکه د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړای شي. دلته په چین کې د محکمې د فېصلې د اورېدولو وروستو د چین دفاع وزارت په لویه کچه تیاري نېولې ده او داسې ښکاري چې دغه مسله د امریکا لخوا په زوره بدۍ خواته کش کول کېږي.
له بلې خوا په دې وروستېو کې د امریکا کانګریس لخوا هم فشار زیات شوې دی او ډول ډول خبرونه هره ورځ مخې ته راځي. د تعجب او حېرانتیا خبره دا ده چې په تېرو پنځلسو کالو کې پاکستان د افغانستان دښمن نه ګڼل کېدو مګر اوس په یو وار د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون خوري او پاکستان ته د انزوا او یواځیتوب ګواښونه کېږي هم یوه نوې لوبه په نظر راځي.
د هېواد وروستېو حالاتو ته په کتو سره حتمي د یو کس ذهن ته دا فکر او سوچ ورلوېږي چې هغه فکرونه او سوچونه چې مونږ يي‌کوو چې ګوندې افغانستان به یو ځل بیا نړۍ د وچې له لارې سره وتړي هسې نه چې د امریکا او لنګرګوټیانو د نوې لوبې ښکار ونه ګرځي او دغه سوچونه یواځې یو خوب پاتې شي. د ډېرو سیاسي شننونکو نظر هم دا دی چې د هېواد شمال نامني تصادفي نه ده بلکه په سیمه کې دا د نړېوالو د نوې لوبې د عملي کېدو یوه برخه ده.