fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

پيوستون ,تړون,جوړښت: ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
څومره کرکه چې دا د لر او بر ځنې ناپوهان له يو بل سره لري
فکر نه کوم يو پنجابې يې د افغانستان سره اولري
يا د پروان يو غير پښتون يې د پښتونخوا پښتون سره اولري.
صاحبانو دا هغه پالسۍ دي چې تاسو يې يو بل سره دښمنان کړی يائي.
ګوندې يو خوستې به د وزيرستاني سره څنګه خوا بدې شي يا پيښور وال د ننګرهاري سره.
ګوټه وال د کنداري سره.
ستاسو په منځ کې د بيلتون او نفرت ديوالونه
ډير په هوښيارتيا سره نور نور دنګيږي.
تاسو د ناسمو پالسو له امله يو بل نه لرې يائي.
تاسو ته د غنو شپولونه ستاسو په لاسو تړلې کيږي جوړيږي.
ما ته که څوک اووائي چې ته خراسانې وې
نو زه پرې نه خفه کيږم ولې چې زه په يو وخت کې خراسانې اوم او اوس هم زما د خراسانيانو سره ځنې خبری شريکې دي
همدغه رنګ وياړم چې زه روهستانې هم اوم.
د ملک ګجو خان مندڼ په وخت کې په خپل نوم پښتونخوا وياړم چې تر کنداره يې پولې رسيدلې وې او ګجو خان په لمړي ځل يو مثالي
خکومت د پښتنو جوړ کړی وو چې پکې يې د خپل قام د ترقۍ دپاره ډير کارونه کړی وو.
له هغې روستو لوې اخمد شاه بابا پښتانه په يو ټغر راغونډ کړل او
د پښتنو واک تر لرې لرې خپور شو.
او د اخمد شاه په لښکر کې د لر او بر د هرې پښتنې قبيلې لښکر شامل وو
تر د تناول د سردار صوبه خان تنولي پورې مشرانو قامي لښکرې جوړې کړې وې
او د دهلي او پاني پت پورې د پښتنو لښکرو بريا ترلاسه کوله.
ولې چې لر او بر اخمد شاه بابا د عزيز ولئ په ښکلې ټکي يو بل سره اوتړلو.
نو زه د افغانستان د تاريخ او جغرافيې نه څنګه انکار اوکړم.?
زه پدغه نوم هم وياړم چې زه افغان يم
او له آمو تر اباسينه يو وتن وو.
او
داسې وخت هم وو چې د مغلو واک تر کابله او هراته پورې قايم وو
او د دهلي نه به مغل پاچا په مونږ خکومت کوو
دغه توره او د غلامۍ زمانه هم مونږ ته سبق راکوي.
مهرباني اوکړئ د پښتنو نورې ډيرې ستونزې دي
د هغې په اړه ګټه ور بحثونه اوکړئ.
داد نفاق خبری مه کوئ.
د پښتو او پښتون ولۍ نه يو بله د انسانيت او دين خپلولي خو هم لرۍ
نو که پښتو نه کوۍ نو دغه رور ولي خو اوپالۍ.
پښتو خو هسې پښتنو هيره کړی ده
هسې پرې جنګونه کوي.