fbpx
جلال بازوان مقالې نړۍ

د چین د پرمختګ او بهرنۍ تګلارې په اړه بحثونه: پنځمه برخه

لیکوال جلال بازوان
شه (Shi/势):
د چینايي کتلور د هر اړخیزه فکر او د بدلون د فلسفې بنیاد دا دی چې دوي کله هم په نړېواله ستراتیژۍ غور کوي نو د شه (Shi/势) په پام کې نیول د دوي مرکزي نقطه وي. چین چې کله هم د کوم ځانګړي حالت او د هغه د ذاتي وړتیا په اړه سوچ کوي نو دوي تر بل هرڅه زیات په «لوي انځور» زیات ټینګار لري. لکه څرنګه چې مو په نورو بحثونو کې هم ولیدل، تر هغه چې نړیوالو اړیکو خبره کېږي نو شه (Shi/势) د نړیوال وضعیت ته په کتو سره له دوه مهمو نقطو څخه بحث کوي (۱) ټاکل شوې ځانګړنې (۲) د نړیوال واک جوړښت
د ټاکل شوو ځانګړنو سم درک او پېژندنه زمونږ موضوع ښه پسې روښانه کوي یانې دا په ګوته کوي چې د چینایانو نړۍ لید څرنګه دی. چین د ۱۹۷۹م کال نه را پدېخوا د خپلو ټاکل شوو ځانګړنو له امله په نړیواله ټولنه کې کومه غټه حصه او برخه نه ده اخیستې، بلکه یوه داسې تګلاره يي غوره کړې ده چې نورو انقلابونو او جنګونو ته ضرورت نشته دی، البته یواځې سوله او پرمختګ ته ضرورت دی.
د چینايي سیاسي شنونکو او بهرني سیاست وضع کوونکو لخوا په ننې دور کې د چین ټاکل شوي ځانګړنې په ګوته کول او پېژندنه يي یو خورا مهمه مسله ده. په چین کې د بهرني سیاست په اړه ټول بحثونه په دې راڅرخي چې د اوسني نړیوال نظام ماهیت څه ډول دی او په ځانګړي توګه د چین او د اوسني نړیوال سیستم ترمینځ د اړیکو بهیر په څه ډول دی؟ ټاکل شوې/مشخص شوې ځانګړنې هغه څه دي چې مونږ سره د چین د بهرني سیاست کې د تغیر او بدلون او د چینایانو لخوا د نړیوال سیستم په درک کولو کې مرسته کولاې شي.
ګواجي ګه جیو (国际格局) یا نړیوال سیستم جوړښت د چینایانو د نړیوال واک په جوړښت د ارزونې په اړه بحث کوي. دا یوه بله مهمه موضوع ده چې د چینايي شننونکي نړیوال وضعیت ته په کتو سره د چین بهرنې سیاست ترتیبوي. د نوولسمې پېړۍ په منځنیو کې چین په ختیځه اسیا کې د خپل نرم قدرت (سافټ پاور) له لارې د خپل سیاسي نفوذ لاندې راوستلې وه او دغه سیمه کې دوي مرکزي رول لوباوه، مګر په کال ۱۸۴۰م کې لویديځۍ نړۍ د ملکونو سره د مقابلې او د هغوي د لاسوهنې په نتیجه کې دوي دغه مرکزي رول له لاسه ورکړو.
چین د ۱۰۰ کلونو اوږدو کړاوونو او اوږدې مستعمرې وروستو د خاورې حاکمیت ته په ستر ارزښت قایل دي. دوي د اوږدې مبارزې څخه زده کړه وکړه چې «د وروستو پاتې قومونه همېش د زورورو د استعمار ښکار ګرځي»، د د ټولو ترخو تجربو څخه د زده کړې په نتیجه کې چین د سافټ پاور څخه د هارډ پاور په لور رهي شو. د چین بهرنۍ پالیسي د نړیوال واک د جوړښت په اړه ډېر حساس دی. د چین بهرنۍ پالیسي د اوسني نړیوال قدرتونو باندې راڅرخي او چینايي شنونکي دغه موضوع د څیړني لاندې نیولې ده.
شه (Shi/势) مفهوم په اصل کې د نړۍ د نظم په اړه د چین د تشویش انعکاس کوي، همدا وجه ده چې چین شه (Shi/势) په رڼا کې خپلې واړه لنډ مهالې او اوږد مهالې پالیسۍ ترتیبوي. هغه مهمې نقطې چې چین يي د نړیوالې پالیسۍ د جوړولو پر وخت د شه (Shi/势) په رڼا کې کوي عبارت دي له: استعماري قدرت څوک دی؟ ایا اوسنې نړیوال واک جوړښت خو به د چین د ګټو په مخ کې خنډ نه اچوي؟ ایا دوي کولاې شي چې نړیوال امنیت او ثبات ټینګ کړي؟ د پراخو ګټو او پرمختیا بهیر څه دی؟
د دغو پوښتنو سمه ارزونه او د دې په رڼا کې سم قضاوت د نړۍ په روان حالت کې کولاې شي چې یو هېواد د پراخ نفوذ درلودونکی شي. د شه (Shi/势) په مفهوم کې یو بل مهم نظر د (顺势而为) شامل دی یانې مطلب دا چې «عمومي تمایلات او هڅې په پام کې نیول او د هغه مطابق کارونه پرمخ وړل»
د بحثونو دغه لړۍ په شه (Shi/势) راڅرخي چې چین نړیوال واک ویش ته په کوم نظر ګوري، په ځانګړي ډول امریکا، اروپا او په سیمه کې د نوو راټوکېدونکو قدرتونو ته.
نور بیا………