fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

واؤره پيښوره او د پښتونخوا پښتنو: ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
کله چې لر او بر سره يو وو نو د افغانستان اقتصادي مرکز پيښور وو کابل نه. د کابل حيثيت د پيښور په وړاندې په تجارتي کچه دومره نه وو دا د سوئيلي او منځنئ ايشيا د تجارتونه غټ مرکز وو. همدغه رنګ د مغلو په دور کې هم پدې ښار کې به تجارتونه کيدل او په زرګونو کاله دا ښار يو تجارتي مرکز پاتې شوی دې. بيا تر څه وخته د افغان شاهي کورنئ پښتون دښمنه پالسۍ وې چې لر او بر يې سره نور لرې کول خو ددوي د اقتدار د نسکوريدو سره د ثور انقلاب او افغان جنګ بيا د لر او بر اولسونه سره نژدې کړل او تر نن ورځې پورې پيښور د لر او بر تجارتي مرکز وو
د بر دماغ شاهي کورنئ په پارسئ داسې اوده کړې وو چې د خپل پښتون خاوری ته به يې پردې نوم يادوو او د لر پښتون مطالعه پاکستان مدهوشه کړی وو او وئيل به يې دا خو کابليان دي. خير دا اوږد بحث يو اړخ ته .راځئ نن
د زړه په سترګو وګورئ چې پنجابي درسره څه اوکړل او کوي.
ټولې تجارتي پروژې يې درنه اوړې. پاتې يو د افغانستان نه راتلونکي سوداګران او مريضان وو چې ستاسو ښار او اقتصاد پرې چليدو نن پنجابې په تورخم نوې ورونه جوړوي د اقتصاد دا لاره درته هم تړي. همدغه رنګ په افغانستان کې دننه داسې خلک شتې چې د پښتنو پوخ بيلتون غواړي. لاړ شائ خپله وګورئ د پيښور ډاکټران او روغتونو نه نوي سلنه خلک دتورخم په تړلو له لاسه لاړل. په سلګونو ټرکونه د لر او بر پښتنو په سړکونو ولاړ دي. په پيښور کې د افغانانو د اربونو روپو کاروبارونه يا خو بند شو يا د بنديدو په حال کې دي. ډير په مکارئ مو دشمن نور تبا کوي خو افسوز چې ننګ او غيرت مو مړ دې او داسې دلالان سياسي مشران درباندې کينولې شوې دي چې انسانيت ته پرې شرم ورځي.هر هغه پښتون د خپل ګريوان کې اوګوري چې نن د پنجاب فوځ ته لاس پړکوي، دوي خو هم مړه کړئ هم يې پړه کړئ هم درله د بچو د خلې نه نمړئ تښتوي. ويښ شائ او په خپل ځان,بچي,قام,تاريخ او جغرافيه ننګ اوکړئ
مه تير اووځئ د اغيارو په پروپيګنډو. دا اغيار درنه په والله دخسن بازار جوړوي وخت به راشي خو اوبه به د ورخه تيری وي. دشمن چې د ګټ سر له لاړشي رو غوندې يې اوکشه وا ښکته به مړ پروت وي. ستاسو د بيلتون د يوالونه ستاسو په لاسو جوړوي او په دواړه اړخه درته اغيار په ننداره دي