fbpx
جلال بازوان ژباړې

د چین د پرمختګ او بهرنۍ تګلارې په اړه بحثونه: څلورمه برخه

لیکوال جلال بازوان
د تحلیل چوکاټ پر بنسټ درې مفهومونه
د چین د بهرني سیاست او تګلارې په اړه نړېوال تحلیلونه او بحثونه له درې کلیدي نقطو څخه بحث کوي چې هغه عبارت دي له : (۱) شه (Shi،势) (۲) پېژندګلوي (۳) ستراتیژي.
شه (Shi،势) یوه چینايي اصطلاح ده کوم چې د واک په عمومي جوړښت، او له ټولو هغو هڅو، لارو چارو او جریاناتو د بدلون څخه بحث کوي چې په هغه کې نړېوال لوبغاړي څرنګه او په څه ډول معامله کوي. شه (Shi،势) یوه چینايي لرغونی مفهوم دی چې په نورو ژبو کې دې ته ورته کومه معادله اصطلاح وجود نه لري، خو په ډېرو ژبو کې دغه اصطلاح په مختلفو ډولونو سره ژباړل شوې ده لکه: اختیارات، د شیانو تمایل، حالات، ځواک یا بالقوه او همداسې له ښایست څخه نیولې بیا تر نظامي ستراتېژۍ او سیاستمدارې په ګڼو برخو کې ترې ماناوې اخیستل کېدای شي. چینایان په دې اند دی چې یو فیصله باید د شه (Shi،势) په پام کې نیولو سره ترسره شي، چې د فیصلې کولو دغه جریان د نړېوال جوړښت/نظام (国际格局) په پام کې نیولو سره په یو ټاکل شوي وخت او په لویه کچه سره د معاصرې نړۍ تمایلات تشخیصولو په صورت کېدلاې شي.
پېژندګلوي د نړېوال لوبغاړی ته اشاره کوي، او بحث کوي چې د نړېوال لوبغاړو تحریکي او سلوکي وضعیت څرنګه دی.
د بهرنۍ تګلارۍ د جوړولو پروسه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وضع کېږي او دا په ګوته کوي چې ملي ګټې څه دي؟ او څرنګه دغه ملي ګټې ترلاسه کولاې شي. ګټې همېش له مخکې څخه ژور پېژندګلا ته ضرورت لري، هغه ځکه چې یو لوبغاړې تر هغه پورې نه پوهېږي چې دې څه غواړي تر څو چې هغه خپل ځان ونه پېژني.
ستراتیژي په نړېواله ټولنه کې د ملي ګټو او خپل ټاکل شوي هدفونه لاسته راوړلو څخه بحث کوي. دغه درې مفهومونه نه یواځې د چین په بهرنې تګلارې په جوړولو کې مهم او کلیدي ګڼل کېږي بلکه د ټولو هغو بحثونو او مناظرو مهم ټکې هم دي چې د چین د بهرنۍ تګلارې په اړه څېړنې کوي.