fbpx
جلال بازوان ژباړې نړۍ

د چین بهرنې سیاست او چین به په راتلونکو لسو-شلو کلونو کې څرنګه یو نړېوال طاقت وي؟: دوهمه برخه

لیکوال جلال بازوان
وروستۍ څېړنې او په لویه پیمانه اکاډیمیک مرکزونه، تینک-تینکس جورنالونه او رسنۍ په دې مصروف دي چې چینايي ټولنه وڅېړي. هغه څه چې مونږ ترې ناخبره یو هغه دا دي چې دغه څېړنې او پلټنې به دچین په بهرني سیاست څومره اغیزه ولري؟ یانې دا چې مونږ او تاسې په تیاره کې ساتل کېږو چې د چین حکومت ته به د عام خلکو نظریات او رائې څومره د ارزښت وړ وي او دا به د دوي بهرني سیاست په جوړښت کې څومره مهم رول لري.
یو لوي شمېر چینايي څیړونکي په دې اند دي چې د چین ننی پرمختګ او پخپل ځان بسیا کېدل د نړېوال یو اړخیز او هر اړخیزو سازمانونو په خوښۍ سره شوې دی، هغه داسې چې د چین د پرمختیا سټراټیجي کومه چې په بشپړه توګه د چین بهرنئ سیاست په ګوته کوي لکه په بشپړه توګه په نړېوال اقتصاد تکیه کول، بهرني بازارونو ته دروازې خلاصول، د نوې او عصري ټیکنالوژې راانتقالول، د انرژۍ او خامو موادو ته لاس رسي او د امریکا متحده الاتو په څیر د لویو دوامداره اقتصادي قوتونو ته په لویه پیمانه بهرنۍ قرضې ورکول. یو باثباته او سوله اییز نړېوال سیستم ته له همدې امله اړتیا ده. اغلۍ جو په دې اند ده چې د چین په سټراټیجیک فکر د موجوده نظام (نړېوال نظام) په طرفدارۍ کې ده، او هغه ځکه چې چین له امریکا سره په تغافل سلطې کې کومه ځانګړۍ او مشخصه شخړه نه لري. ددې ترڅنګ په نړۍ د امریکا واکداري په اوسني حالاتو ته په کتو سره د امن او ثبات لپاره یو مهم فکتور دی.
د اغلۍ جولي چؤن مطابق د چین سوله امیزه پرمختګ او او ملت پاله مکتبونو د دواړو په فکر نړۍ د چین په نظر کې د (一超多强) یانې مطلب دا چې: نړۍ همهاله یو قطبي او څو قطبي ده.
نوټ: یو قطبي څخه يي مراد امریکا ده چې په نړۍ واکمنه ده او څو قطبي اوسني په تېزې سره پرمختګ کوونکي هېوادونه دي لکه پخپله چین، هند، روس، برازیل او نور….