fbpx
جلال بازوان ژباړې نړۍ

د چین بهرنې سیاست او چین به په راتلونکو لسو-شلو کلونو کې څرنګه یو نړېوال طاقت وي؟: اوله برخه: 

لیکوال جلال بازوان

چین به په راتلونکو لسو-شلو کلونو کې څرنګه یو نړېوال طاقت وي؟ د دې پوښتنې د ځواب په موخه د چين سټراټیجیکه ټولنه په هر ځای کې د بحثونو لاندې ده، د دغه پوښتنې ځواب ټولې نړۍ ته او په ځانګړي ډول اروپايي اتحادیې ته ډېر د اهمیت وړ دی، ځکه چې دا به د راتلونکو لسیزو د نړېوال نظام سټرکچر او جوړښت بڼې ته بدلون ورکړي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا راتلونکی نوې څو محوریز نظام به د طاقتونو د توازن له مخې اداره کېږي او که اروپايي اتحاديي د حیاتي ګټو په پام کې نیولو سره؟ او که نړۍ به د دوه قطبي او عیر جنجالي بایپولر نظام پر لور رهي شي؟ کوم چې اروپايي رسنۍ د دوه نړېوال طاقتونه (G-2) یانې نړۍ د چین-امریکا مالکیت په نوم سره هم یادوي. د دې پوښتنو ډېرځوابونه به د اوسني چین د سټراټیجیکو بحثونو په دې لړۍ کې درته حل شي. لکه څنګه چې چین د نورو سترو او کوچنیو قوتونو په څېر په دې نړۍ کې یواځې نه دی، دلته یو متقابل اغیز وجود لري او هغه دا چې بهرني قوتونه او مفکرین به هرومرو د چین لپاره یوه ټاکلۍ لاره ټاکي.
په معاصر سیاست کې د چین عروج تحلیل موضوع یو تر ټولو مهمه موضوع ده. د پروفیسر جولي چؤن همدغه موضوعاتو ته عمومي کتنه د پام وړ او ځواب موندونکې کار دی. د اغلۍ جولي چؤن دغه کار به له لوستونکو سره د«چین به څرنګه راتلونکي کې یو نړېوال طاقت وي» بېساري مرسته وکړي. اغلۍ جولي چؤن په دې فکر ده چې د چین د بهرنۍ پالیسۍ په اړه بحثونه به د چین او نړېوالې ټولنې ترمنځ په خبرو اترو پرته له کومه شکه یو څه اغیز ولري. جولي چؤن وايي چې چین په یو نړېوال اقتصادي قوت بدلیدل د چین د پخواني ولسمشر ښاغلي دنګ شیاوپینګ د «سوله امیزه پرمختګ» د پالیسۍ وجه ده. نوموړې سیاست د نړېوال واک پر ویش او د چین په بهرنې سیاست کې د یو لوبغاړي په حیث باندې متمرکزه ده.
په حقیقت کې هغه څه چې مونږ او تاسې يي اوس شاهدان یو، په دې اړه یو بحث دی چې چین باید سوله امیزه پرمختګ پالیسي تعقیب کړي او یو رغنده نړېوال چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.