fbpx
جلال بازوان ژباړې نړۍ

د چین د پرمختګ او بهرنۍ تګلارې په اړه بحثونه: درییمه برخه

لیکوال جلال بازوان
د چین د پرمختګ په اړه د بحثونو لومړی دور په کال ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کالونو ترمنځ شروع کېږي، دا هغه مهال ؤ چې کلتوري انقلاب ایله پای ته رسېدلی ؤ. چینایان په دغه موده کې لا د ماویزم د ایډیالوجۍ «Two Whatevers» څخه لا پوره نه ؤ ازاد شوي. د «Two Whatevers» ایډیالوجي د ماوڅه دونګ لخوا په داسې اصولو سره جوړه شوې وه چې هرڅه ماوڅه دونګ وویل هغه باید په پټو سترګو ومنل شي او په هغه کې نورو پوښتنو او ګېروېږنو ته ضرورت نشته. دغه مناظرې او بحثونه په دې اړه ول چې په څه ډول حقیقي معیارونه وضع کړل شي. ددغو مناظرو خاص تمرکز په دې ؤ چې نظریات باید وازمایل شي او هغه ته څرنګه د عمل جامه ور وغوندل شي. دنګ شیاوپینګ «邓小平Deng Xiao Ping» په ځانګړي ډول د «Two Whatevers» نظريي سخت مخالف ؤ، هغه مشورې کولې او په دې لټه کې ؤ چې حقیقت باید له تجربه شوو فکتورونو څخه په لاس راوړل شي. د دنګ شیاوپینګ دغه کار هغه څه ول چې ټولو چینایانو ته يي ذهني ازادي وروبخښله. ددغو بحثونو او مناظرو دوهم دور په ۱۹۸۰ کال په اخرو کې په دې اړه ؤ چې د بازار اقتصادي نظام په اصل کې سوشیلیسټ دی او که سرمایه درانه؟ دنګ شیاوپینګ په ۱۹۹۲ کې د هېواد جنوب ته د سفر په حال کې ښې بیانیې ورکړې او هغه انتقادونه چې ګواکې ریفورمونه او اصلاحات به هېواد د سرمایه دارنه نظام پر لاره رهي کړي پخپلو بیانیو کې ځواب کړل. هغه په خپلو بیانو کې ټینګار درلود چې ذهني ازادۍ ته به لا ډېره وده ورکوي او د یو داسې سوشیلیسټي نظام بسنټ په ږدي چې هغه به په چینايي ماناوو کې برابر او تعریف شوې وي. د هغه بحثونو په اړه چې د ۱۹۷۸ کال را وروستو را ولاړ شوي ؤ چې ایا هغه پالیسي چې چین خپله کړې سوشیلیسټي ده او که کپيټلسټي؟ د هغه په ځواب کې ښاغلي دنګ وویل: د قضاوت معیار باید دا وي چې چې مونږ به خپله ټولنه په یوه تولیدي او صنعتي قوت بدله کړو، په عموم کې خپل هېواد یو پیاوړې هېواد کړو او ددې ترڅنګ به مونږ د ولس د ژوند په شرایطو کې ښه والې راولو. د دنګ شیاوپینګ دغه ویناوو او بیانونو چې د هېواد جنوب ته د سفر په حال کې يي وکړي په اقتصادي سکتور کې د اصلاحاتو په برخه کې یو کلیدي رول ان تر ۱۹۹۰ کلونو پورې ولوبولو. د دې بحثونو او مناظرو دریم دوره په دې اړه وه چې ایا دا اصلاحات او ریفورمونه د موډرن او عصري پرمختګ په لار ګامزن دي او که نه؟ د ریفورم او اصلاحاتو د پالیسۍ د تصویب پرضد هغه مهال اوازونه لوړ شول کله چې دا جوته شوه چې نوموړي پالیسي د تصویب له امله په چین کې نژادي توپیرونه را ټوکېدلې دي. دغه بحثونه او مناظرې تر کانګرس د اوولسمې غونډې تر دائېرېدو پورې روان ول چې اخر بیا په ۲۰۰۵ کال کې کانګریس نوموړې مسلې ته د حل لارې د پیدا کېدو په خاطر غونډه وکړه، دا چې کانګریس بله لاره او بدیل نه درلود نو هم دا يي غوره وګڼله چې باید اصلاحاتو او ریفورمونو هماغه پخوانې لاره دې تعقیب کړای شي.
د چین بهرنۍ تګلارۍ په اړه بحثونه