fbpx
سیمه او افغانستان مقالې

د افغانستان پښتنو ته پيغام ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
که پوهان ,ډاکټران ,هنرمندان,ساينسپوهان او سياست پوهه خلک خپل وطن پريږدي نو داسې وطن به څنګه جوړ شي.
ښاغلو او اغليو.
افغانستان په جوړيدو دې. دا وطن به جوړيږي. نن سبا غټې غټې پروژې د جوړيدو په حال کې دي او د هند په مرسته نن افغانستان د چا بهار ,سلمه بند او اوس د کنړ د بند د جوړولو تابيا کړې ده. دا وطن په روښانه کيدو دې. يو هيواد چې بريښنا اولري اقتصادي لارې اولري بيا يې د پرمختګ لاره څوک نشي نيولې.
پورته چې مې اوليکل نن همداسې خلک ستاسو وتن ته پکار دې. ملکونه يوازې په بهرنو مرستو نه چليږي تر څو اولس دې کار ته بډې رانښکي.. د سياسي اختلاف نه جنګ مه جوړوئ. سياست هغه ځائ کې کوئ چې څوک درسره اختلاف لري او په خپله پوهه او سياست هغه همغږ کائ. په تيرو څلويښتو کالو کې ښه شوي دي يا بد له دې تير شائ.
که غواړئ خپل هيواد د پرمختللي نړۍ سره سيال کړئ نو د ودانۍ او مبارزې کار ته بډې راښکئ.او د نوي افغانستان د ودانئ دپاره کار اوکړئ.
ګوندې دا ځوانان به درته څوک جنت ته ليږي چې تاسو ته هم ويزې ترلاسه کړي څوک به پوډريان شي او څوک د پردو وطنونو مزدوران. اوچه او سپوره نمړئ اوخرئ خو ښځې او نر د ښونځي لاره اونيسۍ. په ټولنه کې هر جنس د يو انسان په صفت اوپيژنئ او د هر مذهب او ملت خلکو سره د ناستې ولاړې او اړيکو چل زده کړئ.
هم به مو دنيا ښه شي هم هغه جهان.
نن ملتپالنه يوازې په سياست کې نه وي د ژوند په هر ميدان کې وي. د نن يو ترهګر نه رنځورپوهه هم جوړيدې شي
ساينس پوهه هم جوړيداۍ شي. دې خلکو ته خقوق ګټل او د اغيارو د منګلو نه ازادول اصل مبارزه ده.
دوي ته مکتب جوړول ددوي فکر د بڼسټپالانو نه ازادول اصل بريا ده او همددې خلکو بچي به دا وطن جوړوي دا هر څه اخلاص او پالسي غواړي چې څنګه خپل قام ددغې وخشيانه فکر نه ازاد کړو. څنګه خپل قام کې د زړونو تړون راولو. او چې کله وداني راشي علم او پوهه راشي اقتصاد ښه شي. په نړيوال سياست کې ملګري پيدا شي نو ستاسو ملک او قام به هم ښه ژوند اولري. ډير په هنر تاسو د پوهې نه لرې ساتلې کيږئ او په سياسي,اقتصادي او تعليمي حساب مو لاندې کوي. وخت د لښکرو نه دې د سياسي پوهې,هنر,قامي خقوقو پيژندل روښان فکرئ دې.
همدغه د پرمختګ لاره ده نور که چا په طمع کينولې يائ نو دا مو نور روستو کوي