fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځمه برخه ( اخري پاټکے )

بختور:- د غسې که یو سړےد هندوتوب لوازمات پوره کوی هندو دے دغسې که یو مسلمان د مسلمانۍ لوازمات پوره کوی مسلمان دے . که یو هندو د خپلې عقیدې په رو سره د څه ګناه مرتکب کېږي نو هغه دې ته راضی دے او یا نور هندوان دې ته رضا دي چې هغه له دې د هندومت د قوانینو مظابق سزا ورکړے شي او که مسلمان څه ګناه وکړی نو هغه دې د اسلامی شریعت مطابق سزا بیا مومی او مونږ دا نشو کولے چې یو هندو له دې د اسلامی شریعت مطابق سزا ورکړے شی او یا دې په یو مسلمان د هندومت قوا نین لاګو کړ ے شی. چې چرته هندوان دي د هغوی علاقائي او کلتوری مذهبی قوانین دې په هندو مت اډانه ولری. د مسلمانانو د ژوند ژواک د راپېښو ستونځو پرېکړې دې په اسلامی شریعت وکړے شی . او د غسې د نورو مذهبونو او عقیدو په رو دې د هغوی د پېروکارانو ګناهونه سپک کړے شي.او په لوړه پېمانه دې د ټولو لپاره داسې قوانین جوړکړے شی چې هغه د دنیا د هر وګړی او هرې عقیدې او هر مذهب خاوند ته یو شان قابل قبول وی. یعنې په دغه قوانینو کښې دې د هرمذهب او عقیدې هغه غوره قوانین راغونډ کړے شی چې ټول انسانیت پرې متفق وی.
تل ودان:- ډېر ښه ! لیکن هغه کوم قوانین دي چې ټول انسانیت به پرې متفق وی او هغه به په انصاف سره څنګه عملی کېږی؟
بختور:- مخکښې چې مونږ کوم قوانین بیان کړی دي که ستا یاد وی په هغه قوانینو کښې هر یو د غلا سزا لاس پرېکول غوره کړی دي.
تل ودان:- فرض کړه که یو سړے غلا وکړی د قوانینو مطابق د غلا سزا لاس پرېکول دی د انصاف غوښتنه داده چې وړمبے دا معلومه کړے شی چې ایا ! فلانی په رښتیا غلا کړېده؟ اوکه په رښتیایې غلا کړېده نو د حکومت دا هم زمواری ده چې د دې پلټنې وکړی چې غل ولې غلا کړېده ؟ د ده روزګار شته ، د ده کره د ده د بچو لپاره د خوراک سخاک او دارو درملو لپاره څه شته د ده او دده د ګډې د ژوندی پاتې کېدو غوښتنې پوره دي ؟ که پوره وی نو بیا دې د غل دماغی حالت په نظر کښې ونیولے شی او که دا هرڅه په ځائے وي نوبیا دې یقینی د ده نه لاس پرې کړے شی او که په دغه غوښتنو کښې یوه هم نیمګړې وي یعنې د ده کره د خوړلو څښلو یا نور داسې د ژوند د بنیادی شیانو څه درک نه لږی نو دا دحکومت زمواری ده چې هغه له روزګار ورکړی او د هغه د ژوندی پاتې کېدو غوښتنې هغه ته پوره کړي. او که حکومت او ټولنه داسې نه شی کولے او صرف د هغه نه لاس پرېکوی نو دا به نه یواځې د هغه سره بلکې د ټولنې سره زیاتے وی . ځکه د هغه په لاس پرېکولو او یا د هغه په وژلو سره د هغه د پاټې ګډې د ژوند غوښتنې پخپله نه تر سره کېږي او وسیله یا ذریه ترې تاسو واخسته.ځکه دغه بدې چارې د معاشی انصاف د فقدان له وجې پېدا کېږي.
او څنګ چې مخکښې مونږ ووئیل داسې قانون به د هرمذهب ، هرې عقیدې او د دنیا د هروګړی او ټول انسانیت لپاره قابل قبول وی.
ختم شد.