fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (څوارلسمه برخه)

بختور:- زه فکر کوم که په جولا مونږ دا پابندی لګوؤ چې د نائی توب سپکاوے دې نه کوي نو د نائی توب او نائي په سپکاوی نه کولو د هغه جولا ګېری تنزل نه شی کولے او نه وده موندے شی.
تل ودان :- صحیخ فکردے.
بختور:- د غسې نائي توب ، شا خېلی او نور هنرونه هم دي.
تل ودان :- بیخي سمه ده.
بختور:- او په داسې کولو به کسب خېل کلے هم هغوی ته اجازت ورنه کړی.
تل ودان :- بیخی به نه ورکوی او که څوک د داسې کولو زړورتیا کوی هغه له به سزا ورکوی.
بختور:- دواړه سره په مقصد ورسېدو یعنې مونږ دې ته غاړه کېښوده چې که د هندو بچے مسلمانیږی نو هغه ته اختیار دے نه هغه خپل مور وپلار په زور هندو کولے شی نه ټولنه او حکومت.
تل ودان :- ښکاری خو داسې
بختور:- مونږ دا هم وئیلی وو چې جولا دې خپله جولاګېری کوی او د نائي په نائي توب پورې دې پشاړې نه کوی هغه د هر چا خپله خوښه ده چې جولا ګېری کوی که نائي توب.
تل ودان:- او! وئیلی مو وو.
بختور:- بیا یو هندو له مونږ دا اجازت هم نه شو ورکولے چې هغه دې مسلمان یا مسلمانۍ ته سپورې ستغې او بدې ردې ووائي.
تل ودان :- بیخی نشو ورکولے.
بختور:- حکومت او افراد هم د دې سره تړلی دی.
تل ودان:- بالکل تړلی دی.
بختور:- دغه قانون د مسلمان ، هندو اوعیسائي لپاره هم دے او د هر چا خپله خوښه ده چې په کومه لاره یې زړه مظمئن وی او تګ پرې کول غواړی هغه ته اجازت دے.
تل ودان:- لاس یې اذاد دي.
بختور:- او که څوک یې د داسې کولو نه په زور منه کوی یا یې کږي دهغه زور ماتول او د پردي حق غصب کولونه د هغه لاس نیول د حکومت او عوامو په ګډه زمواری ده.
تل ودان:- زما هم دا خیال دے
بختور:- اوس که مونږ فکر وکړو نو پدې به پوهه شو چې د جولا ګېرئ لپاره کوم لوازمات دي او یو سړے په هغې پوهه دے او عملی کولے یې شي او کار ترې اخستے شی هغه په اصل کښې صحیح جولا دے او د دغې کسب لپاره د انتخاب وړ.دغسې نائي او شاخېل، چمیار او داسې نور
تل ودان:- رښتیا وائي.
پسې اخري پاټکے