fbpx
ملي پاڅون

نړۍ او روان بدلونونه

لیکوال ملي پاڅون
زه به يو ځل بيا درياد کړم چې دا دنيا اوس د بدلون په لور روانه ده او د دې په شا هم بل څوک نه دي هغه پخوانے انکل سام دے چا چې اسلامي هيوادونه د کفر په نوم د کمونزم په وړاندې راپارولي وو او د خپلو سياسي غرضونو دپاره يې کارول۔ تاسو اوليدل چې د کوه قاف غرونو شاته کومې ازوزې مازوزې ابادې وې ، نوم نشان يې پاتې نشو او نن هغوۍ هم د ازاد مارکيټ برحه ګرزېدلي دي ګرچې اختلافات يې اوس هم ختم نه دي او اوس هم فکري تضادات لري۔
د اسلامي دنيا مقدس ترين واکمن وائي چې په روانه دنيا کې سعودي عربستان تش د اسلام او تيلو په صعنت ژووندي نشي پاتې کېدے او څه نور بندوبست کول پکار دے۔ دا مقدس خلک چې پرون د ازوزو مازوزو په جنګ کې د هر چا نه مخکې وو نن يې بله لار رانيولې ده او وائي چې په دغه ملک کې د دهشت ګردو څومره نخښې نخښانې دي هغه د مونډه کونډه رااباسۍ او په اور يې لمبا کړۍ۔ په دې لړ کې يې د مودودي په ځنې کتابونو هم پابندي اولګوله کوم چې پرون د دغه ملک په تعليمي ادارو کې مهم کتابونه وو۔ دا کار مصر، اردن هم اوکړو او داسې يو ورځ به راشي چې دا کار به پاکستان کې هم اوشي۔ د بنګال نه واخلې تر افريکا پورې دغه د ازوزو مازوزو واله جهاديان رانيسي او مرغوټونه وررله ماتوي۔ دا کار څنګه چې بنګال کې کيږي نو دغسې پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او تر افريکا پورې ملکونو کې روان دے۔
دا نن چې توبې اوباسي او د بخښلو دپاره منتونه کوي او څوک يې بخښلو ته تيار نه دي سبا به د دويۍ اوميږونه هم ځوړند اووينۍ ولې چې د انکل سام دې توپان چې څنګه ازوزې مازوزې لولپه کړې دغسې به ستاسو نه هم څرمنې اوباسي۔ ډالرې لاړې، پېټرو ډالرې لاړې، نړيواله مرسته او ملاتړ لاړو، د استبلشمنټ مرسته لاړه ، اوس به تاسو څنګه ځان ساتۍ؟