په دې جنګ کښې پنجاب له لومړۍ ورځې چي کومه تګلاره خپله کړې ده هغه وايي چي د انګرېز لخوا نیول شوې افغان خاوره دي همداسي د پنجاب برخه پاته شي او ازاد افغانستان دي یوه دولت نۀ وي بلکې د یوۀ دولت پرځای دي یوه قبایلي سیمه شي
د پنجاب څه نا څه خوله خوند شوې هم ده او دا کار ورته که شونی ښکاري. ځکه چي کله چي ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کښې د مسلمان او سیک پنجابیان له انګرېزانو سره د کرایې سپاهیان ول نو دوی ولیدل چي د افغانستان جنوبي برخه لومړی قبایل وګرځول شول او وروسته یې یوه برخه بندوبستي شوه او بله برخه یې په بلوچستان کښې ووهل شوه او ځینه نورې برخې یې لاتراوسه هم قبایل دي
د نن په دېرش کلن ناورین کښې کله چي افغانستان یو ځل بیا د سترې لوبې ډګر شو نو د پنجاب خوله یو ځل بیا وپسخېدله
کله چي د کورنۍ جګړې په اړودوړ کښې افغان دولت له برمه پرېوتلو، په تېره هغه وخت چي میلي اوردو تباه شو نو پنجان بېخي په دې باوري شو چي اوس نو هغه ورځ رارسېدلې ده چي دا دولت په قبایلو باندې واړوي. د دې ډرامې د تلوسې څوکه هغه وخت راورسېدله کله پخوانی افغان اولس مشر د ملګرو میلتونو له پنا راکاږل شو او بیا د کابل په زړۀ کښې ډېر په بېشرمۍ او په ګولیو غلبېل شو او ورپسې تېزندۍ هم شو. له دې سره سم د یوۀ پنجابي وایسرا ، کرنېل امام، تر څارنې لاندي د افغان دولت د قبایلي کېدلو د پای پړاو پیل شو
کله چي د سمه ایزو او نړۍوالو پېښو له کبله پنجاب دا ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې نو دا ځل ورسره د نیول شوي جنوبي افغانستان (پېښور او کوټه) چي د انګرېز د چالاکۍ له برکته ورته په میراس پاته شوی و، د بایللو اندېښنه ورسره پیدا شوه
د همدغې اندېښنې له کبله، پنجاب اوس په خپله تګلاره کښې څه نا څه بدلون راوستلو
د پنجاب نوې تګلاره ډېرې اړخونه او برخې لري. مګر د دغې تګلارې دوه لویې برخې دا دي
لومړي: د پښتنو مشرانو وژنه، چي یو وخت داسي راشي چي پښتانه به مشران نۀ لري بلکې هر څه به ملایانو ته پاته شي او بیا به ټول ملایان د پزل رامان او کازي هوسېن په شان نورو ملایانو سره یو ځای د پنجاب ملګري شي.
دوهم: په پښتنې سیمو کښې د ښوونځو تالان، چي ځوان کول ټوله د لوست لپاره مدرسو ته ولاړ شي او تالیبان شي. دغه تالیبان به هم د پزل رامان او کازي هسېن په شان ملایانو په مشرۍ کښې د پنجاب دوښمنان نه بلکې بې تنخوا سپاهیان شي
پنجاب دې کار ته کار ویلي دي. که موږ د کندهار، پکتیا او نورو ولایتونو او بیا د باجوو، ملاکنډ، وزیرستان او نورو پښتني سیمو شمېرو راواخلو نو د وژل شویو مشرانو او تالان شویو ښوونځو شمېر زرګونو ته رسیږي
د پښتو متل دی، چي کاڼی په کاڼي ماتیږي. که د مشرانو د وژنې او د ښوونځو د تالان لړۍ هم داسي روانه وي نو بیا پکار ده چي موږ د یوۀ میلت په توګه همهغه تګلاره غوره کو کومه چي دوښمن زموږ په باره کښې غوره کړې ده. که په کندهار یا باجوړ کښې یو مشر وژل کیږي پکار ده چي ساری یې په پنجاب کښې ووژل شي
که په پکتیا یا وزیرستان کښې یو ښوونځی سوزول کیږي پکار ده چي پنجاب کښې پوهنتون وسوزول شي. پښتانه یو بل هم کوي، وايي سل یې مړه کړل او لا یې بدي نۀ بولې