fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (دولسمه برخه)

بختور :- مونږ هم دا وئیلے شو چې که د کسب خېل کلی انتظامیه ( چمیار ، نائی ، شاخېل ملا او نور ) د جولا نه ښه شړۍ غواړی نو په هغهوی به هم لازم وی چې جولا ته د ښې ګډۍ او ښه وړۍ تابیا وکړی.
تل ودان :- ولې نه . دا د هغوی زمواری جوړېږی.
بختور:- او جولا مونږ پدې هم پوهه کولے شو چې که د چمیار نه ښه څيلۍ غواړې او دا ارزو هم لرې چې نائي دې ستا ښه خدمت وکړي او شاخېل درله ښه کټ اوبڼي نو ته هم هغوی له ښه تنسته او وده.
تل ودان :- دغسې مونږ نائی ، چمیار ، او شاخېل هم قائیل کولے شو د هغوی محنت او پېداوار معیاری کولے شو او د هغوی رضا هم خپلولے شو.
بختور:-او که داسې وشی نو زه فکرکوم چې کسب خېل کلے به ټول په ټوله معیاری ، خوشحاله او مخ په وړاندې وي او هر یو وګړے به یې د ژوند په مزو کښې سیال وی.
تل ودان :- ښکاره ده.
بختور:- یعنې د کسب خېل کلی په سر مونږ دا زمواری واچوله چې هغه به جولا له څنګه کډۍ جوړوي دغه شان به د نائی د اوزارو هم تابیا کوي او د دهقان او شاخېل هم.
تل ودان:- غوږ مې دے.
بختور:- دا هم زړه ته پرېوځي چې د کسب خېل کلی هنر او پېداوار څومره پیاوړی او ډېر وی دومره به هغه پرمختګ کوي. او چې څومره وده کوي ورسره ورسره به خپل هنر او پېداوار نور هم پیاوړے کوي او نوی نوی هنرونه به هم تر لاسه کوی او نوی اوزار به هم پروژه کوي.
تل ودان:- دا دهغه د خپل وجود سالم ساتلو لپاره د ټولو مو همه خبره ده.
بختور:- چې دا موهمه او اهمه خبره ده نو بیا به کسب خېل کلے دې ته غاړه ږدي. چې د خپلو غوښتنو نه زیات پېداوار ترلاسه کړی.او په نورو کلو یې خرڅ کړي او د خپلوغوښتنو سره سم څیزونه پرې واخلي.کوم چې د ده سره نه وی او نه یې پېداکولے شی.
تل ودان :- سمه ده.
بختور:- یعنې زه دا وئیلے شم چې که کسب خېل کلے خپل پېداوار زیاتول غواړی نو هغه دې نور خام مال پېدا کړي نور هنرمندان دې تربیه کړي او نور اوزار دې ورته پروژه کړي.
تل ودان:- بې شکه
پسې بیا