fbpx
مقالې

تر ټولو لومړی به هر څوک خپل ملا سموي.

هر کلی، هره پرګنه به د خپل ملا پل او لاره لټوي چي دی هره ورځ په کومو غارونو او سوړو سر منډي او له هغه ځایه کوم ماران او لړمان له ځانه سره راوړي. کوم ملا او تالیب چي سیاست کوي او له ترهګرؤ سره ناسته پاسته او راشه درشه شته لري، هغه به نور په کلي کښې ملایيي نه کوي بلکې هغه به زموږ دوښمن بلل کیږي. هغه خاین دی. او خاین هیڅوک په سر نه کښېنوي .
دویمه موږ به پر ملا دا د مفتو پیسو باران بندوو. نور زکاتونه ، ایستخاتونه او خیراتونه موږ پخپله خپلو خوارانو او غریبانو ته ورکوو. هسې هم د ملا له برکته په هیواد هر درېیمه ښځه اوس کونډه ده او ماشومان یې یتیمان دي.
که موږ اسلامي تاریخ وګورو نو په اسلام کښې ملایي او ملایان بېخي نشته. د پیغمبر او ملګرو زمانه که موږ ولټوو نو هیڅوک هلته ملا نه و. خو دلته نن ملا جان د ځان دپاره یو روزګار کتلی دی. پښتانه به دا روزګار پر ملا باند بندوي. د دې دپاره دا اړینه ده چي موږ خپل لمونځونه پخپله وکوو.
نور پکار نه ده چي پینځه وخته د ملا مخې ته غلامانو په شان ودرېږو. موږ به د خپل خدای سره پخپله نېغ په نېغه تماس نیسو. ملا دي زموږ او د خدای له مینځه لرې شي. او نه خو ملایان دومره پاک خلک دي چي د خدای او زموږ تر منځ دي استازیتوب وکړي. ټولنه به د ملا بایکاټ کوي.
که بیا هم ملا او تالیب پښتانه وژني ، نو بیا پکار ده چي پښتاه د ملایانو او تالیبانو په چپه د غزا ږغ وکي. ځکه چي کاڼی په کاڼي ماتیږي. بیا چي هرچرته ملایان تالیبان او یا د دوی اخواني، وهابي او تبلیغي انډیوالان وي په ښکاره به ورسره جګړه کوو. که تالیبان هر ملک، هر خان، هر ښوونکی، هر ښځه او هر ځوان او پېغله وژني ، نو بیا به موږ هم هر ږیره ور او سپین پګی وژنو. که دوښمن موږ هیڅ بې هیڅ وژني، نو پکار ده چي تر دې لمخه یې موږ وَوژنو
لکه څنګه چي پخوا خوارجو مسلمانان وژل، همداسي دا د پښتنو او ملایانو، تالیبانو جګړه ده.ملایان، تالیبان د نن ورځې خوارج دي. یو وخت چي به د افغانستان تاریخ لیکل کیږي، نو په هغه کښې به دې جګړې ته د پښتانه کام او تالیبانؤ ترمنځ جګړې نور ورکول کیږي.