fbpx
مقالې

د ملایانو،تالیبانو او پښتنو جنګ

لیکوال افغان جرګه
په لر او بر افغانستان کښې له تېرو ۳۰ کلو راهیسې یوه بې نومه جګړه روانه ده. په دې جګړې کښې چي څوک وژل کیږي هغه زیاتره پښتانه سیکولر، پوهان، خانان او ځوانان دي.
دوی په دې نه دي اګاه چي ولي وژل کیږي، کومه ګرمه او شپیانه یې کړې ده؟ تر دې لا هم بده خبره دا ده چي څوک په دې نه دي خبر چي وژونکي او سورلاستي څوک دي.
او تر ټولو بده خبره بیا دا ده چي خلک سېلاب ، وچکالۍ، لوږې ، ناروغۍ ته ستونزې وايي او هم پر دغو ستونزو خبرې هم کوي. ورسره ورسره هڅه هم کوي د دغو له بدو اغېزو خپل ځانونه وژغوري.
خو جګړې ته څوک د ستونزې نوم هم نه ورکوي او نه دا پیدا کوي چي دا جګړه د چا لخوا روانه ده، جګړه ماران څوک دي، او هغوی ولي جګړه کوي، ولي وژنې کوي.
تر څو چي پښتانه جګړې ته د ستونزې نوم ور نه کي ، او تر څو چي هغه څوک وَ نه پېژني چي دا جګړه یې روانه کړې ده، تر هغو به دا ناورین روان وي، د مرګو خپسه په زموږ مرۍ تربتوي او شازلمي به هره ورځ د کاځرو او مولیو غوندي د ټوپک او باروتو خوراک کیږي.
که هرڅو موږ جګړې ته ستونزه نه وايو، مګر له پېښې تېښته نشته. موږ د توپان په لیدو خپل سرونه په شګو کښې نه شو منډلای.
موږ ته پکار ده چي دومره خو پوه شو چي په دې تېرو ۳۰ کلونو کښې چي هرچرته یو پښتون وژل شوی دی، او یا دا نن چي هره ورځ چرته هم پښتانه وژل کیږي نو په دې وژنه کښې به د یوه ملا او یا تالیب لاسونه خامخا په وینو سره وي.
موږ به دا په ډاګه وایو چي د جګړې یوه خوا ته ملا/تالیب دي او بلې خوا ته پښتون ولس. دا دَ ملایانو/تالیبانو او پښتنو ترمنځ جګړه ده. نور هیوادونه به خامخا له دې جګړې خپله ګټه اخلي. خو پر ولس خو ناورین د ملا/تالیب لخوا روا دی او نورو ته یې هم دا چانس ورکړی دی. ناروغۍ ته چي نوم ور نه کې نو درملنه به یې څنګه کوې؟
چي هره ورځ راډیو، اورو، ټي وي ګورو او یا ورځپاڼه لولو نو پکښې دا خبر څو څو ځله راځي چي تالیبانو نن څو خانان ، ملکان ووژل، دومره یې ښووَنځي تباه کړل، په پلانۍ سیمه کښې بم والوزولو او څو سوه پښتانه یې ووژل، د پلاني په هوجره یې ځانوژونکی برید ترسره کو، د افغانستان په میلي پولیسو یر برید ترسره کو، میلي اوردو باندي چپاونه وکول، د پارلیمان استازی یې ووژلو، ښځه یې تېزندۍ کړه، او د نجونو پر مخونو یې تېزاب وَپاشل، او داسي نور…
له بلې خوا ملا جان او تالیب جان ناست وي هر ورځ پینځه واره بانګ کوي، او بیا دَ کلي او سیمې ولس داسي جومات ته ورروان وي لکه په پیسو اخیستلي غلامان. نن په نړۍ کښې دومره اینسانان د کوم ولسمشر ته او نه کوم بل چا ته رایوځای کیږي لکه څومره پښتانه چي ملایانو ته هر روځ پینځه ځله د مرېیانو په شان خپل سرونه ټیټوي. ملایان او تالیبان په ټولنه کښې هغه کسان دي چي د ژوند تېرولو هیڅ کسب او چاره یې نه ده زده. نو دوی خو ځکه په چل او بهانو له ساده خلکو د چندو، ایسخاتونو، زکاتونو، خیراتونو، کوډو او جادو په مټ پیسې لوټي. دا پیسې یې لا نه وې بس نو اوس یې د همدغه ولس د ټولوژنې پسې راواخیستله.
پښتون ولس به دغې جګړې ته جګړه وايي. موږ به جګړه مار خپل دوښمن بولو. د دنیا دود دا دی چي هیڅوک خپل دوښمن ته زکاتونه او خیراتونه نه ورکوي.