fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

د سعودي اقتصاد، حج او عمره

د تیلو د ټیټو بیو له امله سعودي د بودیجې له لوي کمښت سره مخ دی. ددې لپاره چې دغه تشه راډکه کړي سعودي کوښښ کوي چې د حج کوونکو شمېره له دوه میلونو څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۲.۷ میلونو ته زیاته کړي. د سیاحت او ټوریزم وزارت د یو خبر پاڼې له مخې د حج څخه د سعودي کلنې امدن ۲۲.۶ بیلینه ډالره کېږي او له عمرې څخه يي ۱۲ بیلینه ډالره دی.
د اقتصاد پوهانو او د حاجیانو د شمېرې له مخې یواځې حج او عمره ده چې کولاې شي د سعودي عربستان ځوړند اقتصاد وژغوري. د اقتصاد پوهانو او د نړېوال پیسو صندوق له مخې سعودي به ډېر زر له لا زیات بودیجې له کمښت سره مخ شي. سعودي ددې لپاره چې د تیلو ټیټو بیو بدیل پیدا کړي نو هغوي اوس په دې کار کوي چې لا نور حاجیان سعودي ته راجلب کړي.
له بلې خوا بیا زمونږ خوار او غریب ولس ته ګوره چې پخپله يي د بیګاه لپاره ډوډې نه وي خو د حج د فریضې ادا کولو لپاره په قرض روپۍ را اخلي. پخپل ګاونډ کې يي خلک له لوږې مري خو دوي بیا هم د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته منډې وهي.
هېوادوال دې په دې هم باید خبر وي چې ستاسې د حج او عمرې له پاکو روپو څخه سعودي په کوم ډول ناوړه استفاده کوي. ستاسې د لاس په تڼاکو ګټل شوو پیسو سعودي بیا په اسلامي توندلاریتوب، ترورستانو په روزلو او بیا هم د هم ستاسې مسلمانانو بچیانو په وژلو مصرفوي. ستاسې تر ټولو لوي کار او حج به هم دا وي چې پخپل شاوخوا کې عریب په خیټه ماړه کړئ. دغه پیسې چې تاسې يي په سعودي کې په حج او عمره مصرفوئ په دې د هېواد پلونه ورغوئ، کلینکونه، روغتونونه، مکتبونو، سرکونه او نور عامه خدمت ځایونه ورباندې جوړ کړې ترڅو د حج له ثواب څخه مو څو چنده زیات ثواب ګټلې وي. په دې کار سره به مو هم خپلې پیسې په سم او برابر ثوابي ځای کې لګېدلې وي او هم به مو خپل هېواد ودان کړې وي.
په یاده دې وي چې د پلونو، سرکونو، مکتبونو او نور عامه ضرورت ځایونه چې عام خلک ترې مستفید شي ثواب همېشه وي او ددې ثواب به تر تاسې هره ورځ درسېږي.