fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (یوولسمه برخه)

بختور:- زما زړه دې راکنګال کړو. او که داسې وی نو ته څه فکر کوې چې یو به د خپل یولاس لپاره په ژمی کښې ګرم لستوڼے جوړوی او د بل لپاره یخ؟
تل ودان:- نه ! بېخی نه. سړے د خپل لاسونو ترمینځ څه رنګ دغه توپېر کولے شی. او که وکړی هم نو یخ لستوڼی والا لاس ته چې څومره سخته رسی دغه سخته به نېغ په نېغه د هغه وجود ته نه رسی؟. او چې د هغه نور وجود په سخته کښېوی نو ښکاره ده چې ګرم لستوڼی والا لاس به هم په سخته کښې وي.
تل ودان :- هم دغسې ده.
بختور:- ښا نو که وس په جولا سخته وی نو دا به په کسب خېل کلی سخته نه وی ؟ او چې کسب خېل کلے په سخته کښې اخته وی نو نائي ، شاخېل او دهقان وغېره به هم په سخته کښې وی.
تل ودان:- ښکاره خبره ده چې د وجود یو اندام درد مند وي ټول وجود او د وجود ټول اندامونه بې ارامه وي.
بختور:- یعنې د وجود د یو اندام سخته او راحته د ټول وجود او د وجود د نورو اندامونو سره تړلې ده. که یو اندام دردمند وی بل به ارومرو دردمند وی.او که یو ښاد وی بل به ښاد وي.
تل ودان:- سمه ده.
بختور:- ښه که وس په جولا سخته وی نو څه فکر کوې نائی یا د هقان او شاخېل به په راحته وي.
تل ودان:- هغوی به هم په سخته کښې اخته وی.
بختور:-د دې موخه داده چې دهقان ، شاخېل او نائی او یا پدوی کښې هر یو خپله راحته غواړي.او که په یو سخته وی په نورو به هم سخته وی. هم د دې وجې به په دوي کښې هر یو د بل د راحتې سوال کوي. او چې دا ټول ځان له ځان له په راحته وی نو ټول به په یو ځائے هم په راحته وي.
تل ودان :- ښکاری خو دغه شان.
بختور:- یعنې پدوی کښې به هر یو د ځان سره سره د بل د خېر سوال کوی ځکه چې د هغه به هم پدغې کښې خېر وي.
تل ودان :- سمه ده.
بختور:- ښا ! نو مونږ دا وئیلے شو چې کسب خېل کلے به هله روغ وی چې د هغه هر اندام روغ وی. او که د هغه په یو اندام سخته یا دړد وی نو د هغه ټول وجود به بې ارامه وي. نو معلومه شوه چې د دغه کلی نظام به د نائی هم دومر ه پروا کوی څومره چې د خان کوی.
تل ودان :- بې له دېنه یې بل لور د تېښتې نشته.
پسې بیا