fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (لسمه برخه)

تل ودان:- هغوی ته به د داسې کولو هډو حاجت نه وي
بختور:- وس هم دغسې به بیا په پاکستان کښې د پښتونستان او یا سندهو دېش جوړولو اړتیا وی. که د پښتونستان ، پنجاب ، سندهو دېش او بلو چستان نه به یو کوټلے پاکستان جوړېږي.
تل ودان :- د دوي د وجود نه یو کوټلے او پائیدونکے پاکستان په وجود کښې راځي.
بختور:- ایا که په پاکستان کښې بیا یو هندو خپل هندو توب کوی او مسلمان خپله مسلمانی پاکستان ته به خطره وی؟
تل ودان:- نه بالکل نه!.
بختور:- که په پاکستان کښې د هندو او مسلمان په ګډه سره په اوسېدو پاکستان ته څه خطره نشته او نه د هغوی په هندوتوب او مسلمانۍ، نوڅه فکر کوې د هندو په هندوتوب او مسلمان په مسلمانۍ به هندوستان ته خطره وی؟
تل ودان:- ښکاره خبره ده چې دلته نه وی نو هلته به هم نه وی.
بختور:- که یو سړے امریکنے دے اوبل هندوستانے نو د دوی په امریکنی کېدو یا هندوستانی کېدو به دنیا ته څه خطره وی؟
تل ودان :- هیڅ وجه نه لری.
بختور:- که داسې وی نو مونږ چې د دنیا د امن لپاره کومه لار وټاکله هغه بېخي سمه ده.
تل ودان :- زه دې ملګرے یم.
بختور:- ډېره ښه ده. اوس راځه چې بیا په خپل انفرادی حکومت یو نظر وزغلوؤ.او په عالمی حکومت یې خورکړو.
تل ودان:- ډېره ښه ده.
بختور:- تل ودانه ! که ستا یاد وی مونږ مخکښې داوئیلی وو چې که یو سړے هر کسب کوی او هغه هر څوک وي هغه ته د داسې کولو اجازت دے لکه جولا که جولا دے او هغه په خپله مرضۍ جولا ګېری کوی نو هغه ته اختیار دے او که هغه جولاګېری کول نه غواړی او نائی توب کوی نومونږ هغه د داسې کولو نه نه شو منع کولے. او نه په هغه دا بندېز لګولے شو چې هغه جولا دے جولا ګېری به کوی او نائي توب به نه کوی.
تل ودان:-وو ! ښه مې یاد دي.
بختور:-ډېر ښه ! مونږ دا هم وئیلے شو چې په جولا باندې نائی هیڅ غوره والے نه لری. البته کسب خېل کلے د هغوی د خویونو او کړنو په پېنډۍ دهغوی سره ښه انصاف کولے شی.
تل ودان :- یقینی ده بلکښې جولا او نائی دواړه د کسب خېل کلی د دواړو لاسونو په شان دي.
پسې بیا