fbpx
ساهو برلاس مقالې

پاکستان او طالبان

لیکوال ساهو برلاس
پاکستان هم داسي نه چې ګوندي لاس په لاس، پښه په پښه اړولې ناست دې. د پاکستان پوځ د طالبانو ترهګرو په ضد عمليات کوي. دا بېله خبره چې د داسي عملياتو په پای کې پښتانه بې کوره شي او طالبان د کور مالکان شي. پښتانه کمزوري شي او طالبان زورور شي.
په داسي پوځي عملياتو کې: د خدای قدرت دې، طالبان نه، عادي وګړي وژل کيږي. د طالبانو سنګر ټينګ شي د خوارانو کورونه ونړيږي.
کله چې دا بې کوره پښتانه، لوږه، ويره او وير را په مخه کړي، کډه په سر د پنجاب پولي ته راشي. پنجاب بيا ور ورته وتړي. څله چې دوی ته پښتون او ترهګر يو ښکاري. لا کيدی شي پښتون ورته د بل هيواد ښکاري (چې په رښتيا هم داسي ده).
خوار پښتون، د پنجاب و ور (دروازه) ته ناست وي، ناهيله شي، بيرته ستون شي، په کيمپونو کې يې لوږي سپږي وخوري خو بيا يې هم ګمان دا وي چې پنجاب يې سکه ورور دې او پښتون ېې تربور دې. تربور خو دښمن وي.
کله چې د اسلام آباد واکمن د طالبانو د شريعت څخه انکار وکړي نو په طالبانو کې د دين جذبه بېخي په غورځنګونو شي. دا راپارونکي جذبې يې د پښتنو وينه بهولو ته هڅوي او بيا پښتونخوا په وينو رنګ شي.
“تحريک طالبان پاکستان” که څه هم د ټول پاکستان د پاره دې خو زيات نازولي يې پښتانه دي. د دوی مينه له پښتنو سره دومره ډېره ده چې تل يې ديوالونه رنګوي (د ويني رنګ خو هم ښکلې وي — په ذهني ناروغی اخته خلګ يې ډېر خوښوي). دا پښتانه ورباندي دومره ګران دي چې بلې خوا ته يې پام نه اوړي.
انګريز چې هند ونيوو نو بېخي لږ وو. د انګريزي پوځ لويه برخه د هند ځائي خلګ وو. دا ځائي خلګو به خپل وروڼه د انګريز د پاره ځپل، وهل او وژل. که دا خلګ سره يو شوي وو نو انګريز يې ښه په هوسائي د هيواده شړلی شو خو دا خبره يې په زړه او ذهن منلې نه وه. دا تګلاره اوس پنجاب خپله کړې. پوځ، ايف سي، پوليس، طالب او سياسي کارکونکې (ورکر) ټول پښتانه دي، ټول په يو بل پسې دي، سره وژني، ډالر، تېل او ريال يې د پنجاب. د پښتون وينه په نړيوال مارکېټ کې ښه بيه لري خو ټولي روپۍ دلال وړي. پښتون مړ شي او پړ شي.
خلګ وائي، او ښه وائي، چې د دې طالبانو سره يو غيبي قوت ملګرې دې. د پاکستان پوځ په هر ګام باندي يو چيک پوسټ جوړ کړې دې. پښتانه چې د څه ضرورت د پاره ښار، کلي او کور ته ځي راځي نو يې په هر ګام دروي، جامې يې ګوري چې څه وسله، بم، بارود يې نه وي را اخيستي. خو د طالبانو د بارودو ډکي لارۍ نه ويني. کله چې طالبانو د ديره اسماعيل خان زندان مات کړ نو روغه ورا وه چې په دې چيک پوسټونو تېرېدله. د خدای دې قدرت ته وګوره هيڅ يو پوځي و نه ليدل. داسي سليماني کميسونه يې اغوستي وو.
د طالبانو دا سليماني کميسونه د دوی سره ډېره مرسته کوي. کله چې آزاد افغانستان ته ځي نو نه يواځي دا چې پاکستاني پوځيان يې نه ويني، ورسره وسله، روپۍ، ډوډۍ او جامې هم د پوځي چيک پوسټ څخه وړي.
څه خلګ دا ګمان کوي چې پاکستاني پوځيان د اسلام او مسلمان ډېر خواخوږي دي نو ځکه د دين پتنګانو، طالبانو ته هره آسانتيا برابروي. د دوی به کيدی شي هېر وي چې هم دغه پاکستان دوی د خر په بيه په امريکا خرڅول.
طالبان يوه بله ګټه هم کړې. پښتانه وژني خو په پاکستان کې دومره خواخوږي د مړه شوي او ژوبل شوي پښتنو نشته لکه د طالبانو.
طالبان سياسي ګوندونه هم لري. د دوی د پاره په اولس کې تبليغات کوي. د پښتونخوا دا اوسنی حکومت خو يې سم ملګرې دې. دوترونه ورته خلاسوي. کله چې طالبان خلګ ووژني، پړه يې هم پغاړه واخلي خو بيا هم ايف آئ آر د نامالومو خلګو په ضد و ليکل شي.
پاکستان په اوسني وخت کې دوې لوی برياوي تر لاسه کړي. يو د نړۍ اووم لوی پوځ او دويم د نړی تر ټولو د لوی ترهګر لښکر روزنه. دا ترهګر داسي ترهګر دي چې د پوځي جرنيل څخه ويريږي او اولس له دوی څخه ويريږي. چې کله دوی (جرنيلان او طالبان) په خپل منځ کې سره وران شي، بيا نو د پښتنو د مرګونو نندارې وي.