fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (نهمه برخه)

لیک: سالار یوسفزی
تل ودان :- د هغه په نامه او جولاګېرئ دغه کلی ته هیڅ خطره هم نشته.
بختور:- ډېر ښه ! خو که نائی جولا ته دهغه د نوم او کسب کولو اجازت نه ورکوی نو دا به ښه کوي؟.
تل ودان:- دا به د هغه او د ټولنې د حقوقو تروړلو هسې کوي.
بختور:- یعنې ستا مقصد دادے چې که ناېي ځان ته نائي وائي او نائي توب کوي نو د جولا هم دا حق دے چې هغه دې هم ځان ته جولا وائي او جولا ګېری دې کوي.
تل ودان:- هم د غسې ده.
بختور:- ایا که پدغه کلی کښې جولا ، جولا، وی نائی ، نائي ، وی دهقان ، د هقان ، وی او خان خپله باچاهی کوی نو کسب خيل کلی ته به خطره وی.
تل ودان:- بلکل نه!
بختور:- ایا که جولا ته د جولا حق حاصل وی او نائی ته د نائي او دغسې نورو ته نو ته څه فکر کوې چې جولا به په کسب خېل کلی کښې د جولا دېش یا جولاستان جوړولو کوښښ کوي او کسب خېل به نه منی؟
تل ودان :- د دې خو هډو سوال نه پېداکېږي.
بختور:- په پیر دې رحمت شه زه فکر کوم چې وس به ته پوهه شوے یې چې کسب خېل کلے یو دے مختلف کسب ګر او خېلونه پکښې د خپل شناخت او غوښتنو سره ژوند کوي.او د دې ټولو په شریکه یو شناخت ، یو قوت او یو طاقت کسب خېل کلے دے. ایا پدوی کښې به څوک هم دا فکر وکړي چې زه د کسب خېل کلی سړے نه یم.
تل ودان :- نا !
بختور:- ښا ! که پدې کلی کښې څوک غېر حمله ټونګه وکړي نو جولا به څه وائی چې دا زما کلے نه دے بلکښې دا دخان کلے دے ا یا ده ده د غېر نه خوندی ساتل ده ده زمواری نه ده. خان به پخپله د دې شخړې هوارولو کوښښ کوی.
تل ودان:- نا ! بلکښې جولا ، نائی ، شاخېل او نانداپ وغېره به د یو بل سره اوږه په اوږه د دښمن مقابله کوي او کسب خېل کلے به د دښمن د بدو سترګو او کړنو نه ژغوري.
بختور:- رښتیا دې ووې او که دا رښتیا وی نو یوسفزے ، اپرېدے ، او مهمند وغېره به هم دغسې کوي او که نا هغوي به په پښتونستان کښې مهمند دېش او خټکستان جوړوي؟
پسې بیا