fbpx
مقالې ملي پاڅون

د زبرو ځواکونو سیاسي لیدلوري بدل شوې دي

لیکوال ملي پاڅون
د دنيا په اقتصادي او نظامي سياستونو کې ډېر بدلون راغلے دے او په دنيا کې د زبرځواکونو سياسي وړومبيتوبونه يکسر بدل شوي دي۔ په تېره دنيا کې چې کومه نظامي جګړه وه او دنيا په دو برخو کې سره وېشلې شوې وه نن نه هغه وېش پاتې دے او نه دوه زبر ځواکيزه دنيا پاتې ده۔
په تېره دنيا کې يو پلو ته کمونسټ هېوادونه ولاړ وو او بل پلو ته امريکا او د امريکا مرستيال ولاړ وو۔ د دغه تېرې دنيا جګړه هر څو که اقتصادي وه خو سامراجي ملکونو ورله ډېر په هنر سره د کفر او اسلام رنګ ورکړے وو۔ سامراجي هېوادونو د کمونزم په زد اسلامي دنيا د ځان سره اودرولې وه او د دويۍ په وسيله يې جهادي سياست په مخکې اوړلو۔
اسلامي دنيا د امريکا دپاره يو عظيم الشان جهادي جنګ اوکړو او په نتيجه کې د کفر نظام له مينځه لاړو۔
د امريکا يو مخور سينټر کريسټ مرفي وائي چې امريکا د ۱۹۶۰ نه تر ننه پورې د اسلامي نظرياتو تشکيلولو او تنظيمولو باندې سل اربه ډالر لګولي دي۔ خو اوس په اسلامي نظرياتو باندې امريکا سرمايه کاري بنده کړې ده او غواړي چې د کمونزم د ړنګېدو نه پس اوس د اسلامي او جهادي سياستونو بېخ بنياد اوباسي۔ په دې لړ کې په ټوله اسلامي نړۍ کې اصلاحات روان دي کيږي۔ د سعودي حکومت په تېره مياشت کې د مولانا مودودي په ځنې کتابونو بنديز اولګولو، د بنګله ديش حکومت لګيا دے اسلامي سياسي ګوندونو باندې د پابندۍ لګولو دپاره تيارے نيسي، پاکستان کې دننه د اسلام پسندو او جهاديانو خلاف يو محتاط اپريشن روان دے او په پاتې اسلامي دنيا کې هم انټي جهادي ګامونه اغستلے کيږي۔
زمونږ د پاکستان او خاصکر د پښتونخوا اسلامي او جهادي ګوندونو او تنظيمونو ته خواست دے چې د دغه پخواني انسان دښمنه او پښتون دښمنه سياست نه لاس واخلي او د دنيا په روان سياست باندې ځان پوهه کړي۔ که چا هم په دې نوي سياست ځان پوهه نه کړو نو لرې نه ده چې اورمېږ يې مات کړے شي!!!!!!!