fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (اتمه برخه)

بختور:- که د دنیا په ننی حالاتو نظر واچوؤ نو ښه به پوهه شو چې دنیا ولې یوه انډوخه شوې ده.
تل ودان :- هغه څنګه؟
بختور:- نن صومالیه ته وګوره ! بوسنیا ، تاجکستان ، چیچنیا ، افغانستان او کشمیر ته اوګوره هر خواه دغه د مال، عزت ، شناخت او اختیاراتو د خوندی کولو او تروړلو له امله د دنیا د امن ګرېوان ريښې ریښې دے. او هغه لا لرې خبره ده دلته په پاکستان کښې د پنجابي ، پښتون ، سندهي ، بلوڅ ، سرائیکی او مهاجر شخړه هم لکه د اور د لمبې پورته کېږي.
تل ودان :- نو ستا څه خیال دے چې پاکستان دې په پنجابستان ، پښتونستان ، سرائیکستان ، سندهودېش او مهاجرستان ووېشلے شي اوکه ستا خیال وی چې پدې وېش به امن راشي نو دا نا ممکنه ده.څکه فرض کړه که پښتونستان جوړېږی نوهندکیان به بیا ځان له د جدا ملک او خپل شناخت غوښتنه کوی او که دغه هم وشي نو بیا به پخپلوکښې پښتانه د یوسفزی ، اچکزی ، افرېدی ، شنواری ، مهمند دېش او خټکستان غوښتنې نه کوی. نو دا خو څه معنې نه لري.
بختور:- ډېر ښه زه دې د دې خبرې ملګرتیا کوم. خو لږ ساړه وخوره.
بختور:- زه تاؤده نه خورم خو ته اووایه داسې به وی او کنه؟
بختور:- بیخی هم د غسې ده. بلکښې زه دا وایم چې د دې نه هم ښکته راکوز شو او د قبیلو ، خېلونو نه یې تر یو انسان محدود کړو.او بیا یې په ټوله دنیا اوګورو.
تل ودان:- ځه داسې هم وکړه.
بختور:- که په یو کلی کښې یو کور د جولا دے ، یو د نائی دے ، یو د شاخېل دے ، یو د چمیار دے ، یو د ملا ئی صیب دے ، یو د دهقان دے او یو د خان دے او د کلی نوم کسب خېل کلے دے . فرض کړه د کلی مشر باچا خان دے . د کلی زمکه سمبالول د د هقان کار دے جولا به تنسته وو وي نائی به سر سنت جوړوی. شاخېل به کټونه کټکی بڼي او ناړۍ غړی. چمیار به پېزارونه پڼهې جوړوی. ملا به دینی فریضه سر ته رسوی د دې ټولو د ګټې وټې جمع کولو او برابر خرڅ کولو بیت المال یو دے ننګر یو دے پدوي لازمه ده چې د خپلې ټولې ورځې ګټه وټه پدغه بیت المال کښې جمع کړی او د دغه بیت المال نه د خپل ضرورت مطابق اغراض یوسی. د دغه ننګر نه تیار خوراک وړی. فرض کړه د جولاګی درې ځامن دي او یوه ښځه ده. او د ده نوم پدغه سرکاری رجسټر کښې د مشر جولا په نوم سره د څلور تنه کډې لیک دے، دے د وېش په وخت ننګر ته ځي او پنځه ډوډئ سره د پوخ کړی اننګولی د هغه ځائے نه راوړی او په خپل کور کښې ورته کېښنی او سره د ځامنو او ښځې یې په شریکه خوری. دغه نائی ، چمیار ، شاخېل ، د هقان ، ملا او خان ته هم د هغوی په نومونو هغومره خوراک د هغوی د غوښتنو مطابق د هغوی په برخه کېږي او هر یو یې ځان له ځان له پخپلو کورونو کښې د خپلو کډو سره په شریکه خوری او د هغوی د توان خوښې او پوهې سره سم په هغوی لازمه وی چې د کلی خدمت وکړی. ایا که جولا د جولا په نوم د دغه کلی په رجسټر کښې لیک دے دغه کلے به مات شی؟ او یا به نائي دا ګیله کوی چې د جولا نوم دې پدغه رجسټر کښې جولا نه لیکلے کېږي او یا دې نائی ولیکلے شی او دا به په ځائے وی څه ؟ او یا که جولا جولا ګېری کوی نو دغه کلی ته به خطره راولاړه شی څه؟
پسې بیا