fbpx
سړوبن کاکړ مقالې

ایا د پښتنو ژغورنه د اسفندیار او مامود خان په لاس کې نه ده؟

لیکوال سرؤبن کاکړ
خدايي خیزمتګار غورځنګ په افغان تاریخ یو داسي غورځنګ ؤ چي ساری یې نه لیدل کیږي. او دا ټؤل غورځنګ د ستر لارښؤد باچاخان له برکته بریا ته رسېدلی ؤ. دَ پښتنؤ ډېری ورسره مله ول او دَ پرنګي غوندي سیال سره یې په مړانه سیالي کوله. خو ارمان ارمان چي کله دَ ګټؤ د وېش ګړئ راوَرسېدله نؤ دا غورځنګ په تیاره کې تپېدلؤ او لؤری لؤدن ورڅخه ورک ؤ. دَ پښتونخوا خپلواکي او له بېرته له مؤرني هیواد ګران افغانیستان سره دَ یوځای کېدل دومره اسان ول چي بس تنها دَ باچاخان ږغ ته اړتیا وه چي پر پښتنؤ یې کړی وای. خو داسي یې وَ نه کول. اپوټه موسلیم لیګ د جینا ګوجراتي او کیوم کشمیري په لارښؤنه راپاڅېدلؤ او هغه خودايي خیزمتګاران یې دَ پښتونخوا په زړه کې په ډېره بې شرمئ ووژل کومؤ چي به له پرنګي سره ډغرې وهلې. نتیجه دا شوه چي پښتونخوا غولامي نؤره هم درنه او اوږده شوه او دا نن چي په افغانیستان کې کوم ټؤلوژنه روانه ده او لر او بر افغان چي لېوني سپي په مرګ وژل کیږي موږ به یې خامخا د باچا له ځایناستؤ پوښتنه کوو. پکار دا ده چي خپلې تېروتنې ومنو.
خو ارمان ارمان چي موږ نه خپلې پخوانئ تېروتنې منو بلکې لا اوس هم بیا بیا هغسې تېروتنې کوو. موږ منو چي اوامي نېشتل ګوند (اې اين پي) د خودايي خیزمتګار غورځنګ دَ بلهاریؤ او کړاوونؤ په پایله کې راپاته یو غورځنګ دئ او همدا ګوند په شمالي پښتونخوا کې د پښتنو د رېښتو لپاره زیار او کړاو کوي او تر اوسه پورې یې ځینه لویې لويې بریاوې هم شته. موږ دا ګوند د پښتنؤ ګوند بولو ځکه خو ورباندي خپه کیږو.
خو دا کومه وژنه چي د دې ګوند د مشرانؤ او غړیو روانه ده نؤ د ګوند مشران ولي دَ خپل دوښمن نوم نه اخلي؟ ایا دوی ته خپل وژونکی نه دئ ورڅرګند؟ ایا دا ریښتیا یوازي تالیب دئ چي دَ پښتنؤ مشران وژني؟ اسفندیار وليخان باندي هم ځانمرګی برید شوی دئ. ایا هغه د خپل دوښمن نوم واخیستلؤ؟ ایا هغه ته پته نشته چي دا کار د پنجاب مرګیالی لښکر او ای اېس ای کوي؟ سوَب څه دئ چي هغه یې له نوم اخیستلو ډډه کوي؟ زه ګومان نه کوم چي د اې اين پی مشران له مرګ وېره لري. ځکه چي هغوی خو هره ورځ وژل کیږي. نو بیا څه سوَب دئ؟ موږ د پوښتنې او غوښتنې رېښته لرو او هغوی به خامخا موږ ته ځواب راکوي.
هر چا ته پته ده چي په سوات، وزیریستان، باجوړ، تیراه، اورکزو او کراچئ کې پښتانه د سپيو په شان وژل کیږي، بې کؤره کیږي او شرمول کیږي. ښاغلی اسفندیار وايي چي دَ مرګیالي تالیب ځانمرګي جاکټونه به ختم شي خو زموږ بلهارئ به ختمې نه شي. ایا پښتانه بس همدې بلهاریو ته پیدا دي؟ ایا د دې ټؤلوژنې مخنیوی نه شي کیدای؟ خو موږ ته دا هم ښه څرګنده ده لکه غوا تؤره او شیدې یې سپينې چي د دغؤ مرګونؤ د مخنیوي کونجئ د ښاغلي اسفندیار ولي خان په لاس کې ده. که نن ښاغلی اسفندیار لومړی پر خپل ګوند ږغ وکي، بیا پر ښاغلي مامود خان اڅګزي د پښتني ننګ اواز وکي او بیا ټؤل پښتانه یوه لؤیه جرګه او بیا په هر کلي او ښار کې وړې وړې جرګې وکي نؤ ایا پنجابی لښکر څه په جهان کې داسي ځواک شته چي مخې ته به یې ودریږي؟ موږ پوره پوره ډاډه یو چي پښتونخوا او کراچئ خو لاڅه په افغانیستان کې به هم دا درؤغؤ جګړه پای ته ورسیږي.
موږ دا نه وايو چي شاغلی اسفندیار دي له ښاغلي اڅګزي سره یوځای شي بیا دې تؤپک رواخلي او غره ته دي وخېزي او چیریکي جنګ دي پیل کي، بلکې دا وايو چي د پښتانه جګړه په ډېره اسانه ګټل کېدای شي. تر ټؤلؤ اول د دواړؤ ښاغلیو یوکېدل او بیا دې له بؤلانه تر چتراله په د سیاسي جرګؤ، غونډؤ، لاریون له لارې پنجابي لښکر ته د خپل زؤر هسي یو پړک وروښيي. که په دې تؤګه کار و نه شؤ نؤ بیا دي همهغه ګاندي جي او باچاخان لاره “سول نافرماني” غوره کي. که ښاغلی اسفندیار او ښاغلی مامود خان د سول نافرمانئ تر بریده پښتون کام ورسوي نو بیا به پښتانه وژل کیږي نه، بلکې ازادي به ازادي به اخلي. خو دا کار د اسفندیار وليخان په لاس او وس کې دئ. چي هغه يې نه کوي نو موږ به ورڅخه خامخا پوښتنه کوو. ځکه چي لږه موده وړاندي ښاغلي اسفندیار له ښاغلي اڅګزي سره لاس یو کؤ خو بیا په ډېره ناڅرګنده تؤګه ډېر ژر یې د بېلتونه لاره غوره کړه چي دا د پښتنؤ لپاره تر اوسه هم یوه لؤیه پوښتنه ده.