fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

“د خوشحال بابا له ديوان سره يوه خواله (د زړه خبري)

لیکوال ساهو برلاس
بابا هلته کښي ژوند څنګه دې؟
په هر څيز کښي ننداره د هغه مخ کړم ، چي له ډيري پيدائ يې نا پديد وم
بابا د مغلو چي منصب او بيا چي نه وؤ ، څه توپېر يې وؤ؟
چي منصب مي د مغل خوړ يو ملک وم، چي د افغان په ننګ مي وتړله توره، ننګيالی د زمانې خوشحال خټک شوم. ښه خو دا چي د چا نوم پکښي ياديږي، په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک
تاسو وئېل چي تور مصلي واې خو ځواني واې. داسي راته مالوميږي چي ځواني هم د کار څيز ده. هغه شاعر وئيل چي صفت يې خوږ دې ځکه خلګ ترې خاني ځاروي، ما ځواني مرګي څه ليدلي، ځواني څه پېژنم. غني وئېل ولاړه چي ځواني شي بيا هر وخت د ژړېدو دې وخت. دا ځواني به بيا څنګه راستانه شي؟
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي، زوړ خوشحال به شي په دا ځوان
خلګ وائي چي پاکستان او افغانستان دي د ښه ګاونډيانو په هيڅ ژوند وکړي…..
بله هيڅ ليدلې نۀ شي په دا مينځ کښې .. يا مغل له مينځه ورک يا پښتون خوار
مصلحت هم ښه څيز دې…….. که….
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره .. يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي .. نن به درست د هندوستان دولت د دوي وو .. پښتانه که کم همت نه وے جهال
بابا دا پاکستان خو د اسلام قلعه ده . د ټولو مسلمانانو خواخوږې دولت دې. پښتانه پرې وياړي
چې په نام پښتون غوڅيږي پر خوږېږي .. اورنګ زېب هسې بادشاه دې د اسلام (پښتانه که يې منونکي دي که نه خو زۀ) اطاعت د اولوالامر ځکه نۀ کړم .. خليفه د زمانې په زړه کافر دې .. څۀ يو چې په مانۀ ده که ژوندې وي .. اورنګ زېب باچا به ډېر کاندي پائمال (دا پنجاب خو) لکه مخ د پاسه تور سياه ليدۀ شي .. که و نيت وته يې ګورې يو يزيد دې
بابا پښتانه به ترېنه څنګه ځانونه خلاس کړي؟
پښتانه لره لوئ عيب دې که ئې ګورې . چي نازيږي د مغل په لقبونو ، ليوني شول پښتانه په منصبونو ، بادشاهي ئي د مغل په زرو بائېله . د مغل د منصبونو په هوس دي . پښتانۀ لکه مګس ورباندي ګرځي . ورته ايښې و مغل د حلوا تال دې . (چي دا د زر و زور غلامي پريږدي ـ بيا خو) هره چار د پښتانۀ تر مغل ښۀ ده . اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان (که اتفاق هم پيدا کړي) عاقبت به خدائ ظفر کا د بازانو .. تار په تار به اواره واړه زاغان شي . چي و کار ته ئې حيران دي دا خو لږ دي .. ډېر عالم به و خوشحال وته حيران شي .
بابا په دې لار کښي خواري….
د مرد چي صبر ، چي استقلال نه وي . چي غم پرې راشي پکښې خوشحال نۀ وي . مردي ئې هيڅ ده زما په پوهـه . که ئې په جاه و دولت څوک سيال نۀ وي . د نامردانو ورسره کار نشته . غم د مردانو دې، مردان د غم دي .. که ئې کښينوې په باغ کښي ، مرد به او نه کړه ارام .. څو پوره په غليم نه کا هره چار د انتقام .. فراغت کا خبر نۀ دي . نامردان په ننګ و نام
بابا دا مغل زورور دې…
مغل وته چي ګورم هغه هسې مغل نشته .. دتوري وار ئې تېر شو اوس ورپاتې يو قلم دې
بابا دا Pan Islamism ..
رنګ يې شه دې خوئي يې بد دې . زۀ خوشحال يم زما رښتيا زده
بابا کشکې موږ د وخت د مغل په ضد مبارزه پئېل کړي وه او تا ئې مخکښي کوله …
مرد به د تېرو چارو ارمان نه کا .. رنځور چي ومري څوک ئې ارمان نه کا
بابا دا د پښتون ځوئ او د پښتو خلاف….
يا خو دې مۀ وې له ما نه . يا زۀ مۀ وې په جهان . چې زما څه بندوبست وو . دا بد بخت کړو واړه وران . هنګامه ده لا په منځ کښې . د مغل او د افغان . چي زما سره بدي کا . پرې رحمت کا مغلان . چي هيڅوک پرې بدنام نۀ شي . هسې ګور ته شه روان . لکه عاق دې عاق دې درومي . دين دنيا دواړه خسران . ځوئ هغه دې چي خوئ د باز لري . لوئ لوئ ښکارونه، لوئ لوئ پرواز لري . نۀ خوئ د چرګې ، نۀ خوئ د زاغ لري . چي ځان د غولو خوراک ته ساز لري
بابا د بېټ نيکه دعا وه، دا وګړي ډېر کړې خدائيه، ډېر شول، خو پښتون چي څومره ډېر شو هومره زېر شو.
نۀ يو باز د سردرو، نۀ ډېري چرګې . د ځنګلو مزرې يو، ګيدړ هزار . ځه هغه شهباز شه چې ئې ځائ په سردرو وي . نۀ لکه د کلي کارغۀ ګرځي غم د نس کا
بابا نصيحت راته وکړه
په شوکت لکه شهباز شه په همت لکه عنقا .. لکه چغه هسې مۀ شه، نه ئې رنګ نه ئې معنٰی . (زما عادت خپل کړه) لکه باز په لوئ لوئ ښکار زما نظر دې . نۀ چي ګرځي، ګونګټ نيسي، بادخورک يم . چي وهل، خوړل، خورول کا هغه باز دې يا شاهين دې .. چي ئې سوري لره وړينه، يا ميږې دې يا فاره (مږه)، نۀ مچ يم نۀ کارغه يم چي په کړو مړو ګرځم . يا باز يم يا شاهين يم پخپل کار مي زړه خرم دې
بابا پښتنو تۀ نصيحت وکړه
درست پښتون تر کندهاره تر اټکه .. سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار (او) پښتانۀ چي نور څۀ فکر کا نابود دي .. بې د توري خلاصې نشته په بل کار
بابا وخت به په دنيا څنګه تېروؤ؟ فرقه بازي، تنګ نظري…..؟
شيخ دي لمونځ روژه کا زۀ به ډکي پيالې اخلم . هر سړی پېدا دې خپل خپل کار لره کنه”