fbpx
جلال بازوان ژباړې

اول فصل: دوستي د چینایانو له نظره

لیکوال جلال بازوان
۵. د عمر په توپیر سره دوستان (忘年交):
د ملګرتوب دغه ډول د عمر، کورنۍ، حیثیت او وغیره څيزونوڅخه صرف نظر کوي، او دواړه خواوې د یو بل سره د صمیمیت اړیکې او یو پر بل ګران وي او ددوي ترمنځ هیڅ کوم راز د یو بل څخه خوندي نه وي. د دوستۍ د دغه ډول په اړه یو خورا مشهوره کیسه شته دی. وايي چې د هان کورنۍ د اقتدار په وخت کې هر خوا ته وسله وال ډلې وې او په هېواد کې نامني خپل اوج ته رسېدلې وه.«کونګ رونګ» او «مي خنګ» دوه دوستان ول چې دواړو په ادب کې ډېر لیاقت درلود. «کونګ رونګ» چې عمر يي په پنځوسو کې ؤ او «مي خنګ» چې عمر يي د شلو ته رسېدلې ول خورا صمیمي دوستان ول او هر ځای کې به يي د یو بل ستاینه کوله.
یو وخت «کونګ رونګ» د وخت بادشاه ته د خپل دوست «مي خنګ» لپاره د یو منصب لپاره سفارش وکړو، مګر «مي خنګ» له بادشاه «څاو څاو» څخه نفرت درلودلو، همدا ول چې «څاو څاو» ته هم د «مي خنګ» د وژلو یو موقعه په لاس ورغلله. دغه کیسه په چینايي اوپرا کې هم خورا مشهوره ده او همېش په اوپرا کې د ډول په وهلو سره «څاوڅاو» ترټل کېږي، یو څه وخت وروستو «څاو څاو» خبر شو چې د «مي خنګ» سفارش خو«کونګ رونګ» کړې ؤ. همدا ؤل چې «څاو څاو» د «کونګ رونګ» د بندي کېدو امر وکړو او هغه يي په قید کې تر هغه وساتلو چې اخر په زندان کې مړ شو. دغه دوستي د «کونګ رونګ» په مرګ تمامه شوله په داسې حال کې چې هغه د خپل دوست او دوستۍ پرضد هیڅ هم په مخالفت کې ونه ویل. د دوو نسلونو ترمنځ دوستۍ کې مشر همېش د ستائېنې وړ وي. مشران د دې وړتیاوې لري چې په ځوان کهول کې د هغوي پټ استعداد وپيژني او هماغه ده چې هغوي دوي ته پوره موقعه ورکوي ترڅو دغه پټ استعداد په پوره توګه وکاروي. په شاوخوا کې په لوي تعداد سره استعداد لرونکي خلک شته مګر یواځې د ګوتو په شمېر خلک وي چې هغوي دغه استعداد لرونکي خلک وپيژني.
ژباړن: ج. بازوان
کتاب: د چینایانو په څېر فکر وکړئ